له وطنه وتلي وطنوال

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, اسد الله غضنفر
- دنده, لیکوال
که په شلمه پېړۍ کې د افغانستان د دري ادبیاتو تاریخ لیکل کېږي، د مولانا خال محمد خسته(په ۱۳۵۲ لمریز کال کې وفات شوی) نوم به پکې خامخا وي. دی په اصل کې د اوسني تاجیکستان د ختلان و. په نوې ځوانۍ کې افغانستان ته رامهاجر شو او دلته په ټولنه کې دومره ومنل شو چې وروسته بیا د ولسي جرګې په اوومه دوره کې د بلخ د خلکو استازی و.
د ۱۳۹۷ کال په اوړي کې په کابل کې د تاجیکستان سفیر ښاغلي ظهورالدین زاده د مولانا خسته په اړه عجبه خبره راته وکړه. ویل یې، یوه ورځ د مولانا زوی سفارت ته راغی، ویزه یې پکار وه چې د پلار وصیت په ځای کړي. پلار زوی ته ویلي وو چې که دې هر وخت وس ورسېد، زما د قبر یو څه خاوره تاجیکستان ته یوسه، د ختلان په دنغره( د ده د زوکړې سیمه) کې یې وپاشه او له هغې خوا د دنغرې یو څه خاوره راوړه، په کابل کې یې زما په قبر باندې وښنده.
له وطنه بېل شوي او مهاجر شوي کسان که په نورو سیمو کې منلي او معتبر هم شي، د ژوند د لومړیو خاطرو ټاټوبی یې له زړه او ذهنه د وتلو نه دی.
هغه افغانان چې په خپله خوښه یا له مجبورۍ، د لږ وخت لپاره یا د تل په مخه، له خپلو وطنونو بهر اوسي، نه لږ دي او نه یې شرایط یو شان دي. په ایران او پاکستان کې په لکونو وطنوال په مهاجرت کې دنیا ته راغلي دي او د خپل وطن خاطره ورسره نشته خو په حقوقي لحاظ د ایران یا پاکستان اوسېدونکي نه بلل کېږي. د دوی او د مولانا خسته مرحوم تجربه له هره اړخه بېله ده.
په تېرو څو لسیزو کې سیاسي، امنیتي او اقتصادي حالاتو په میلیونونو افغانان له وطنه وتلو ته اړایستل. هغه مهاجر چې لویدیځو هیوادونو ته ورسېدل، څو کاله پس د کوربه هیوادونو د اتباعو په توګه ومنل شول یا یې د استوګنې دایمي ویزې تر لاسه کړې مګر د ایران او پاکستان په شمول ځینې هیوادونه دې ته تیار نه دي چې مهاجرو ته د تابعیت تذکرې ورکړي. دغه مهاجر به یوه ورځ په خپله خوښه یا په جبر خپل وطن ته راځي خو لویدیځ ته تللي افغانان له یوه نیمه پرته نور خپل هیواد ته نه د جمهوریت په دوران کې راستانه شول او نه شاید په راتلونکي کې داسې وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
مهاجرتونه اکثره وخت یا اقتصادي دلایل لري، یا د زور ظلم په وجه وي او یا یې کلتوري مشکلات اصلي عامل شي. هغه افغانان چې د خلیج د غاړې هیوادونو ته په کار پسې تللي دي، کارګر مهاجر بلل کېږي.
د دنیا هیوادونه معمولا د خپلو مهاجرو کارګرو ملاتړ ته زیاته توجه کوي. افغانستان کولای شي چې د هند براعظمګي د هیوادونو له تجربو الهام واخلي او د دغو کارګرو تشویق ته لارې چارې ولټوي. د هیواد په اقتصاد کې د دوی ونډه خورا زیاته ده.
دغه راز په ایران او پاکستان کې زموږ مهاجرو کورنیو د کاري تجربو، کسبونو او تخصص په برخه کې وطن ته ډېر څه ورکړي دي.
د لویدیځ ته تللیو افغانانو په منځ کې د متخصصانو شمېر نسبتا زیات دی. دغه وطنوال هم، د خپلو کورنیو له پاتې غړیو سره یا کله نا کله په نورو چارو کې مرستې کوي او د هیواد په اقتصاد کې یې برخه ده.
یو شمېر متخصص افغانان د مهاجرت ژوند دومره بوخت ساتلي دي چې له خپلو وطنوالو سره د پوهې او تجربې شریکولو ته ممکن وخت ونه مومي خو یو شمېرنور به یې دغه ستونزه دومره ونلري. زما په خیال د جمهوریت په کلونو کې زموږ علمي، تحقیقي او مسلکي خپروونو د بهرمېشتو پوهانو د وړیا مرستې تر لاسه کولو ته چندان توجه ونه کړه، کنه نو د انټرنیټ په زمانه کې دا کار مشکل نه و او نه دی.
د فکر او تخصص خاوندانو ډېر ځله یا د سر له وېرې، یا د ګټې وټې په لمسه یا د نورې پوهې او تجربې په لټه مهاجرتونه کړي دي. د دوی په مهاجرت معمولا افسوس څرګندېږي خو تاریخ داسې ډېر مثالونه راښیي چې دوی په بهر کې نورې دنیا او خپلې ټولنې ته د خیر سبب شول.
البیروني که هند ته سفر نه وای کړی، خپل تر ټولو مهم اثر( تحقیق ماللهند ) به یې څنګه لیکه؟ د مولانا جلال الدین محمد بلخي پلار که د ځينو ظاهر بینو او تنګ نظرو علماوو له لاسه ملک نه وای پرې ایښی، دا امکان به څومره و چې زوی یې بشریت ته مثنوی او دېوانِ شمس په میراث پرېږدي؟ د دې کورنۍ له وتلو څو کاله پس چنګیز پر بلخ حمله وکړه او بې حسابه سرونه یې ورېبل. مشهور سیلاني مارکوپولو چې له چنګېزي حملو وروسته زموږ سیمې ته راغی، بلخ ورته یوه کنډواله ښکاره شو.

د عکس سرچینه، Getty Images
زموږ په خپله زمانه کې د ثور له کودتا وروسته ځینو پوهانو ونه غوښتل وطن پرېږدي او سر یې وخوړ خو هغوی چې له هیواده ووتل ځینو یې په هجرت او جلاوطني کې د علم او فرهنګ او وطن لپاره لوی کارونه وکړل. زه چې د ژبې، ادب او تاریخ په اړه افغاني آثار څه نا څه لولم،دې نتیجې ته رسېدلی یم چې په تېرو څو څلویښت کلونو کې زموږ د ژبې، ادب او تاریخ په اړه د مهمو آثارو ډېره لویه برخه پردېسو وطنوالو لیکلې ده.
ځینو مهاجرو افغانانو د ژوند په نورو ساحو کې هم لوی خدمتونه وکړل. نادیه ناشر د روان کال په ثور کې وفات شوه. دا په جرمني کې د افغان رضاکارو مېرمنو د ټولنې مشره او موسسه وه. دې ټولنې په تېرو دېرش کلونو کې د لکونو افغانانو د ژوند په بهتري کې برخه واخیسته.ایا که نادیه ناشر اروپا ته مهاجره شوې او هلته یې زده کړې نه وای کړې، د افغانستان لپاره د مرستو په راټولولو او تنظیمولو کې به کامیابه وه؟
له بې وزلو هېوادونو شتمنو هغو ته د متخصصانو لېږد عامه خبره ده او مخنیوی یې نه کېږي. د هندوستان پر ډاکترانو، انجنیرانو، مالي ماهرانو او نورو متخصصانو دنیا ډکه ده خو هند ځکه صدمه نه ویني چې علمي او تعلیمي ادارې یې معیاري دي او دا امکان پکې کم دی چې پلانی د پلاني خپل دی، د پلاني سفارش وزیر صاحب کوي یا پلاني ډېره ښه مبارزه کړې ده، نو د پوهنتون په کادر کې دې شامل شي. له هنده که لس متخصصان ځي، تعلیمي ادارې یې سل نور تربیه کوي.
له وطنه وتنه نه اوسنۍ خبره ده، نه غیرمعموله چاره ده او نه خامخا منفي پېښه ده. منفي پېښه یې هغه وخت بللای شو چې د ټولنې ځوان کهول وتل او کامیابېدل سره یو شان وبولي. د افغانستان په ځوان کهول کې نن سبا د وتلو فکر ډېر عام شوی دی. نن سبا که یو افغان ځوان بل ته ووایي چې کارونه دې کوم ځای ته ورسېدل؟ په غالب ګومان یې مطلب دا دی چې د وتلو چارې دې کوم ځای ته رسېدلي دي؟ د دغه حالت نتایج منفي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
کمزوری اقتصاد معمولا د وتلو لوی عامل وي خو د وتلو امکان هغه وخت زیاتېږي چې د منلو امکان زیات وي. پرمختللي هېوادونه د مهاجرو د منلو لپاره قوانین لري. په دغو قوانینو کې دا نشته چې یو څوک دې د اقتصادي ستونزو له کبله ومنل شي خو دا پکې شته چې هغه څوک ممکن د پناه مستحق وي چې خپل هیواد ته د ستنېدو په حالت کې یې بشري حقونه په زغرده تر پښو لاندې کېږي.
یو چا او یوې کورنۍ ته له وطنه د مهاجرت فیصله هیڅ کله اسانه نه وي. په قدیمو زمانو کې چې د زندانونو اوسنی نظام نه و، په سختو سزاګانو کې جلاوطني هم شامله وه. که اوسنۍ دنیا ته وګورو په اکثرو بېوزلو هېوادونو کې خلک د وطن پرېښودلو ته تیار نه دي، خو له بېوسي سره چې نور عوامل مثلا تبعیض، ناامني یا د فردي ازادیو محدودیت یو ځای شي، بیا شاید ګڼ کسان د سفر موزې په پښو کړي او متل دی، وایي، یوه کډه د بلې کډې زړه باسي. که خپل ګاونډی ووینم چې کډه باروي، زه هم په پاتېدا کې دوه زړی شم.
هره ټولنه د مختلفو فکرونو، ذوقونو او غوښتنو ټولګه ده. هر څومره چې ټولنه د ایکي یوه تعبیر منلو ته اړایستل کېږي، هغومره دا امکان شته چې ډېر وګړي د محرومیت احساس وکړي او د ځان څنډې ته کولو یا وتلو په فکر کې شي. د ټولنې په چارو کې برکت هغه وخت لوېږي چې تر وسه وسه ډېر کسان پکې ځانونه دخیل وویني.
که نیم خلک د خپل جنسیت په خاطر د ټولنې له منځه د کورونو څلورو دېوالونو ته واستول شي، ځینې نور د خپل مذهب په خاطر تبعیض احساس کړي، ځینو نورو ته په یوه ګوند کې د غړیتوب مخینه وېره ورواچوي یا یو چا ته په یوه دفتر کې خپل لوڅ سر او خرېیلې ږیره د غاړې غم شي، د دې حالت نتیجه دا ده چې د پاسپورټ په دفترونو کې به بیروبار زیاتېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د حکومتونو په چلند سربېره د حکومتونو مخالفان، رسنۍ او ځینې نور لوري هم شاید دومره ناامیدي خپره کړي چې د ځینو لپاره له وطنه وتل او ژغورېدل مساوي وګرځوي. یو شمېر کسان نه یوازې نن بلکې د هېواد ټول تاریخ ډېر تیاره انځوروي او چې واقعي ظلمونو ته یې پام وانه وړي، د خیال په مرسته ظلمونه جوړوي. دوی ته خپل دغسې چلند د عدالت په ګټه ښکاري، خو که خلک له وطنه یو مخ مایوسه شي، نو دغه عدالت به، چې دوی یې په لټه کې دي، چېرته پلی کېږي؟ څوک به یې پلی کوي؟ او د چا لپاره به پلی کېږي؟ ځکه هغه کسان خو به چې دوی ورته عدالت غواړي، دوی په ذهني لحاظ وتلو ته تیار کړي وي.
نن سبا چې څوک وطن ته ستنېږي، ځینې نور یې په رسنیو کې په سپکولو نه ستړي کېږي. توا وطن ته ستنېدنه لویه ګناه ده. البته، د مهاجرو په غندلو کې هم صرفه نه ده شوې. څو لسیزې پخوا به د حکومت پلویانو پاکستان ته تللي مهاجر دال خواره او تښتېدلي بلل. د جمهوریت په لومړیو کلونو کې لویدیځ ته تللي افغانان سګ شوی او پشک شوی وبلل شول. د جمهوریت په وروستیو کې هغه څوک د تحقیر لپاره ټامي یادېده چې له لوېدیځه راغلی او په وطن کې یې کار پیدا کړی و. نن سبا ممکن له وطنه وتلي کسان کمپ مېشتې خطاب شي چې مقصد پکې بیا هم سپکاوی دی.
له هیواده وتلي کسان که ټول عمر په بهر کې تېر کړي او له وطن سره ېې رابطه بالکل غوڅه شي، بیا به یې هم وطن د هویت یوه برخه وي. له دغه احساسه د هېواد په خیر استفاده ممکنه ده.










