د هالیووډ لسګونه زره هنرمنان پراخ کاربندیز پیلوي

د عکس سرچینه، Reuters
د هالیووډ فلمونو د هنرمنانو ټولنې ویلي، چې له ۴۰ کلونو راهیسې را پدېخوا تر ټولو لوی اعتصاب پیلوي.
دا ټولنه وايي، دوی د لا ښه کاري چاپېریال او ګټې وټې غوښتونکي دي.
په دې اعتراض کې چې ۱۶۰ زره هنرمنانو ګډون کړی، له تېرې نیمې شپې راهیسې یې خپلې چارې درولې دي.
پروډیوسفر کریسټوفر نولان ویلي، دوې هنرمنانې کیلیان میرفي او ایمیلي د اعتصاب له پیل سره د خپل (اوپنهایمر) په نامه له فلم لومړنۍ نندارې وړاندې کولو لاس اخیستی دی.
دا اعتراض د لاس انجلیس پر وخت نیمه شپه (ګرینویچ اته بجې) پیل شوی.
دوی پارامونټ وارنر او بردرز او ډیزني ته له خوځېدو مخکې کلیفورنیا کې د نټفلېکس دفتر مخې ته یو ساعت اعتصاب وکړ.
دغه ټولنه دا غوښتنه هم لري چې مصنوعي ځیرکتیا او هغه څېرې او غږونه دې نه کارول کارېږي چې د کمپیوټر په مټ د ممثلینو ځای نیسي.
پر انټرنېټ د اعتصاب د یوې اعلامیې د خپرېدو پربنسټ، په دې اعتراض کې ممثلین، د سندرو او نڅا برخو هنرمنان هم شامل دي.
د چارشنبې په ورځ دې ټولنې وویل، له لویو سټوډیوګانو سره هوکړې ته په رسېدو ونه تاوانېدل.

د عکس سرچینه، Getty Images
په دې اعتصاب سره به په امریکا کې ډېری سینمايي او تلوېزیوني تولید په ټپه ودرېږي.
د یاد اعتصاب اجرایوي مشر ډنکن کراپتري ایرلنډ وویل، د ټولنې غړي به د جمعې ورځې تر ګهیځ پورې د اعتراض پر لیکه ولاړ وي.
دی وايي، اعتصاب "وروستی حل" دی.
په تېره مې میاشت کې د امریکايي لیکوالو اعتصاب هم پیل شوی و او د خپل کار له لارې یې د ګټې وټې د ډېرېدو غوښتنه کوله.
د دواړو ټولنو "غبرګونی اعتصاب " له ۱۹۶۰ کال راهیسې پخپل ډول کې لومړنی او لوی اعتراض ګڼل کېږي. هغه وخت یې مشري د امریکا ولسمشر او د هغه وخت ممثل رونالډ ریګن کوله. د ممثلینو وروستی اعتصاب په ۱۹۸۰ کال شوی و.
یوې بلې ډلې (امریکايي تولیدوونکو) په جولای د اعتراض نه کولو هوکړه وکړه او په دې اعتصاب کې یې ګډون ونه کړ.
د هالیووډ لویو ستورو د اعتصاب ملاتړ کړی. په دوی کې د (باربي) فلم اتله مارجو روبي او میریل سټریپ او ډواین "ده راک" جانسن د یادونې وړ دي.








