د هالیووډ فلم لیکونکو ولې اعتصاب کړی؟

هالیووډ د امریکايي فلمي صنعت یو مهم مرکز دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هالیووډ د امریکايي فلمي صنعت یو مهم مرکز دی.

د ټلویزیوني خپرونو او د هالیووډ فلمونو زرګونو لیکوالانو د سټوډیوګانو له مسؤلینو سره د خبرو اترو له ناکامیدو وروسته اعتصاب کړی.د امریکا د لیکوالانو ټولنه وايي، د اعتصاب پریکړه د فلمونو او ټلویزیون خپرونو له ټولنې سره تر شپږو اونیو خبرو ناکامېدو وروسته شوې، ځکه د دوی په وینا د لیکوالانو لپاره د روان بحران په اړه غبرګون "په پراخه کچه کافي نه وو" .

د هالیووډ د لیکوالانو ټولنه د خپلو غړو لپاره د لا زیاتو معاشونو غوښتنه کوي او وايي، دوی ډېر کار کوي خو لږ معاش اخلي.په دې بحثونو کې کلیدي مسلې د فلمونو او خپرونو لپاره لیکوالانو ته د پیسو ورکولو څرنګوالی دی. دا اندېښنه هم شته چې مصنوعي زیرکتیا به ورو ورو د اصلي لیکوالانو ځای ونیسي، نو ځکه د هالیووډ لیکوالانو ټولنه په دې برخه کې تضمین غواړي.د فلم او تلویزیون تولیدونکو ټولنې هم دا قضیې د " اختلاف لومړني ټکي" بللي دي.

د هالیووډ په صنعت کې وروستی اعتصاب په ۲۰۰۷او ۲۰۰۸ کلونو کې وو، چې سل ورځې یې دوام وکړ او د کالیفورنیا اقتصاد ته له دوه ملیارد ډالرو ډېر ګران پرېوت او ورسره د تلویزیوني خپرونو کیفیت او اندازه هم را ټیټ شوي وو.

په اوسني اعتصاب کې د ډیزني او نېتفلېکس سټوډیوګانې هم په اعتصاب کې شامل دي.د لیکوالانو ټولنه د هر ټلویزوني پروګرام لپاره د لږترلږه له شپږو تر دولسو تنو لیکوالانو او کارکونکو د ګومارنې غوښتنه هم کوي او وايي د پروګرامونو په هر فصل کې باید د دوی لپاره د یوې ټاکلې کاري اوونۍ تضمین هم په پام کې ونیول شي.

خو د سټوډیوګانو اجرایوي چارواکي وايي، دوی لیکوالانو ته د ښو شرطونو وړاندیز کړي، چې د هغوی له خوا رد شوی.

د فلم او تلویزیون پروډیوسرانو ټولنه وايي، دوی د مطلبونو لیکلو یا ایډیټ کولو په برخه کې د مصنوعي زیرکتیا کارولو بندیز نه مني ، او پرځای یې وړاندیز کړی چې د ټیکنالوژۍ پرمختګ بیاکتنې لپاره کلنۍ غونډې جوړې کړي.

د هالیووډ افسانوي لوبغاړې ژاژا ګابور په ۹۹ کلنۍ ومړه په همدې وخت کې، مالي ادارې په سټوډیوګانو فشار راوړی چې له بېلابېلو لارو خپل عواید ډېر کړي.د هالیووډ ډیډ لاین خبري وېبپاڼې د راپور له مخې، که دا اعتصابونه دوام وکړي، د جیمي کیمیل او جیمي فالون په څیر مشهور تلویزیوني خپرونې ښايي وتړل شي.

دا پدې مانا ده چې د مشهورو تلویزیوني سریالونو او پروګرامونو نوې برخې به هم په خپل وخت خپاره نه شي.