له افغان مېرمنو د هالیووډ ستورو ملاتړ

د هالیووډ ځینو ستورو د برتانیې لومړي وزیر د ېوېد کامېرون ته لیک استولی او په افغانستان کې یې د ښځو د حقونو د مراعات غوښتنه ترې کړې ده.
په دوی کې کېرا نایتلي او سلما هایک د هالیووډ ځوان ستوري دی.
دوی په خپل لیک کې له ښاغلي کامېرونه غوښتي، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۴م کال کې له افغانستانه بهرني ځواکونه وځي، د افغان مېرمنو حقونو خوندیتوب ته زیات پام وکړي.
دا لیک جوزیف في نیس، مایکل شین او نورو مشهورو ستورو لاسلیک کړی دی.
د دې لیک په یوه برخه کې راغلي، افغان مېرمنو په ولسشمریزو ټاکنو کې د ګډون، ښوونځیو ته د خپلو ماشومانو د استولو او نورو ټولنیزو چارو کې د ګډون له لارې د طالبانو له نظریې سره مخالفت کړی دی.
دوی د بښنې نړیوال سازمان ته هم خپل شکایت رسولی چې حقونه یې تر پښو لاندې کېدونکي دي.
د هالییووډ د ځوانو ستورو لیک زیاتوي، یوازې په تېرو شپږو میاشتو کې ځینې ښځې چې د سولې د را وستلو او په افغانستان کې د پرمختیایي چارو په برخه کې فعالې وې، وژل شوې دي.
په دې مېرمنو کې څلور پولیسې، یوه میندواره ښوونکې او یوه حکومتي کار کوونکې ده.
دغو سینمایي ستورو د برتانیې له لومړي وزیره غوښتي چې له افغانستان ولسشمره ژمنه واخلي چې د افغان مېرمنو حقونو ته شا نه کړي.
کیرا نایتلي او سلما هایک د هالیووډ هغه مشهورې فنکارانې دي چې د کاربین سمندري غله( پایرتس اوف کارابیین)، دېس پرادو او فریدر فلمونو کې یې مرکزي رولونه لوبولي دي.
دا لیک د بښنې د نړیوال سازمان( امنیستي انټرنشنل) د کمپاین یوه برخه ده چې موخه یې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د بریدونو مخنیوی دی.
په عین مهال کې د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې د ښځو د نړیوالې ورځې( د مارچ اتمه) په ویاړ غونډې جوړې شوې او هغه ولمانځله شوه.
په کابل کې هم د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ ولمانځل شوه.
افغان ولسمشر حامد کرزي په دې تړاو جوړې شوې غونډې ته وویل، .
د پاکستان د راولپنډۍ ښار کې مېرمنو د یوې غونډې په لړ کې په هېواد کې د دوی په وړاندې د سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي ننګونو یادونه وکړه.
د اوکراین په پلازمېنه کییف او کړکېچنه سیمه کریمیا کې هم مېرمنو لاریون وکړ او په هېواد کې یې د کړکیچ د حل غوښتنه وکړه.
د نړۍ زیات هېوادونه د مارچ اتمه، د ښځو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځي.








