هغه لیکوال چې شل کاله وروسته یې بیا یادښت راغلی، لیکل او لوستل کوي

د عکس سرچینه، THOMAS LEEDS
توماس لېډز په ځوانۍ کې له ترافیکي پېښې وروسته خپله حافظه په ټوله مانا له لاسه ورکړې وه. خو شل کاله وروسته نوموړی اوس بیا لوستل او لیکل زده کوي.
لېډز د ماشومانو لپاره د ستونزو حل او نویو تکتیکونو زدکړې په برخه کې یو کتاب په څو جلدونو کې لیکلی چې په پراخه کچه خلکو خوښ کړی ځکه له بشري حقونو د دفاع هر اړخیزه ټولګه ده.
توماس هره ورځ د خپلې درملنې او عادي حالت ته د راګرځېدو لپاره ورځپاڼه لوستله، او د ورځپاڼې په ټولو مخونو کې د نویو تورو او کلیمو په لټون بوخت وو چې مانا یې ورته درلوده.
نوموړي بي بي سي ته وویل: " لوستل ماته په یوه بد خوب بدل شوي وو، له لیکلو سره مې ورته ستونزه درلود. ما باید ډېر داسې تمرینونه کړي وی چې اوس یې زما څلور کلنه لور کوي او باید یو یو توری مې د هغو له ادا کولو سره زده کړی وی."
ښاغلی توماس کله چې ۱۹ کلن وو په لندن کې پر یوه سړکه د تېرېدو پر وخت کې له ټکسي موټر سره ټکر وکړ چې د نوموړي ژوند یې په ټولو مانا بدل کړ.
ډاکټرانو په لومړیو کې فکر کاوه چې له نوموړی سره معجزه شوې چې هیڅ زیان یې نه دی لیدلی، خو څو ورځې وروسته یې په مغز کې د وینې غوټه پیدا شوه چې له امله یې نوموړي له یوه مخه خپل یادښت له لاسه ورکړ.
هغه داسې حال ته رسیدلی وو چې ان خپل مور، پلار او پنځه خویندې او یو ورور یې هم نه پېژانده. دا یې هم په یاد نه وو چې هغه ورځ پوهنتون ته تللی وو او څوک یې لیدلي وو.
د توماس په مغز کې زیانمنې حجرې ددې لامل شوې چې هغه ته مغزي اختلال پیدا کړي چې لاهم ورته حالت سره مخ دی.
خو د تصور خلاف هغه وخت چې نوموړی له بد وضعیت سره مخ وو خو خپل شاوخوا یې هرڅه په دقت څارل چې دې حس نوموړی ته یو ډول خوښي وربښلې وه.
هغه خیریه بنسټ چې د هغه درملنه کې مرسته کوي وایې مغزو ته له زیان رسیدو وروسته دا ډول حالت عادي چاره ده

د عکس سرچینه، LEEDS FAMILY
خو خپله توماس وایي: " د ګنګسیت او ځان ورکېدنې یو ناڅرګند احساس مې درلود، د هرڅه په کشف کولو سره به ډېر حیرانېدم." " پوهېدم چې چارچاپېره هرڅه راته عجیب او غریب وو، خو زه یې هېڅ کیسه کې نه وم."
له شل کلنۍ وروسته لسیزه کې توماس پر خپل ټول توان د ځان ښه والي لپاره هڅه کړې او تل یې هیله درلوده چې یادښت یې بېرته راشي.
هغه به له نورو سره د ده د تېر ژوند په اړه خبرې کولې، پخواني انځورونه به یې کتل او له هغو ځایونو به یې لیدنه کوله چې مخکې ورغلی وو، خو هېڅ یې په یاد پاتې نه دي .
نوموړي کې کله خپله د ۳۰ کلنۍ کلیزه نمانځله ناڅاپه یې یادښت راغي. ددې مراسمو لپاره نوموړی د ۸۰ کلونو موسیقۍ کسټې اوریدلې چې ناببره یې د " واټربایز" موزیک ډلې یو سندره "The Whole of the Moon" واورېده.
دغې سندرې نوموړی ته د خپلو پخوانیو خاطراتو د یاد راوړلو کړکۍ پرانیسته.
توماس وایي: " حیرانوونکې وه. دا چې زه په تېره زمانه کې هم خاطرات لرم، د ژوند د پیل او څرنګوالي په اړه مالوماتو ماسره مرسته وکړه چې وکولای شم په سمه توګه له راتلونکې سره مخ شم."
دې پېښې نوموړي ته د دې انګېزه ورکړه چې د ماشومانو لپاره د کیسو ټولګه ولیکي. ددې کیسو لومړنۍ ټولګه " جي بن او طلایي څراغ" نومېږي.
خو د توماس لپاره د بیا لوستلو او لیکلو لاره اوږده او ځنډنۍ وه.
توماس له انځوریزو کتابونو پیل وکړ: " نه مې شو کولای چې کیسې اوږدې کړم او ځان پرې پوه کړم." هغه وایي تل یې هڅه کوله چې د کیسو په اصلي ټکي ځان پوه کړي.
هغه د خپلو هڅو په لړ کې د ماشومانو کیسو په لور لاړ او د ماشومانه خیالونو او ستونزو حلولو نړۍ یې خپله کړه.
نوموړی وایي: " د ځان پېژندلو لپاره مې دا اسانه لاره وه، شاید حیرانوونکې وي خو که کله یادښت له لاسه ورکړئ، نړۍ درته عجیبه، غریبه او له رازونو ډګه ښکاري."
توماس لومړی د خپل ځان لپاره لیکل پیل کړل چې دا چاره ددې لامل شوه چې هغه یو ځل بیا قلم واخلي.
لیکلو له هغه سره مرسته وکړه چې یادښت یې ورسره ښه شي او نوي اطلاعات لاسته راوړي او په حیرانوونکې ډول یې یو څه خپله حافظه کې خوندي کړي.
د جي بن او طلایي څراغ کتاب له لیکلو وروسته هغه ان سم نه پوهیده چې پر دغه کتاب څه کولای شي.

د عکس سرچینه، THOMAS LEEDS
خو د نوموړي خپله شخصي کیسه او دا کتاب چې یې لیکلی وو د خلکو منځ کې په پراخ ډول خپور شو ، ان د " The Good Literary Agency" بنسټ ته ورسېد. دا بنسټ په بریتانیا کې د کمو پېژندل شویو او نوم ورکو لیکوالانو په ځانګړي ډول معلولو هغو ملاتړ کوي.
دغه بنسټ د توماس کتاب خوښ کړ او له نوموړی یې وغوښتل چې خپل کورنۍ او دوو لوڼو ساتنې پر ځای خپل وخت لیکلو ته ځانګړي کړي.
هغه په دې هم پوهیدلی وو چې سهار وختي د لیکلو لپاره مناست وخت دی ځکه ذهن یې په پوره توګه استراحت کړی او ستونزې زغملی شي.
نوموړی وایي: " زه هېڅکله نه توانیدم چې شپږ ساعته پرلپسې لیکل وکړم، که به مې یوازې دری ساعت لیکل وکړل ډېر به راته ښه وو." "باید ټولو جزیاتو ته متوجه و اوسم، ما د لیکلو لپاره پنځه جلا کتابچې درلودې او یوه اصلي نسخه."
وروسته له خپرونکې ادارې سره تړون هغې ته نوې ننګونې پیدا کړې. لنډ کاري مهال وېښ او مهلتونه یې ورته ټاکل او له ایډېټرانو سره همکاري د هغې لپاره اسانه نه وه.
خو وروسته هغې دا هم زده کړل چې د بدلونونو لپاره وخت پیدا کړي. له هرې لیدنې وروسته به یې خپل ځان ته دا وخت ورکاوه چې ذهن یې ښه کار وکړي او بیا به یې اړوندې ډلې ته برېښنالیک استوه." څو ټول ډاډه شي چې اصلي کیسه چېرته ده."
له دې ټولو ستونزمنو حالاتو له تېرولو وروسته توماس هغه وخت ډېر په ځان ډاډه شو چې د کتابونو د پلور په یوه وتلې مجله "The BookSeller" کې یې د خپل کتاب انځور ولید.

د عکس سرچینه، THOMAS LEEDS
دا هغه څه وو چې نوموړي ځان ډېر وتلی احساس کړ او ددې احساس هم ووسره پیدا شو چې هغه څه یې لاسته راوړي چې غوښتل یې.
جي بن او طلایي څراغ کتاب له بریتانیا پرته په استرالیا او نیوزلنډ کې هم خپور شوی، دوهم او دریم جلد به یې په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې خپاره شي.
توماس د دریو نورو داستاني کتابونو طرحه هم لیکلې ده.
خو نوموړی لا هم له خپلې بریا خوند نه شي اخیستلی. د خپلو کیسو په څیر لاهم په کږلېچونو کې بند دی.
یوه اونۍ وړاندې د توماس مېرمنې سوفیا هغه له ځان سره یوه هوټل ته بوت چې ذهن یې ارام شي او د خپل کتاب دوهم جلد سپارلو ته تیاری ولري. خو مغز یې لاهم اختلال لري او د خپل کتاب د کرېکټر جی بن په شان له کړاوونو او ننګونو سره مخ دی.
هغه وایي: "د کتاب خپرول د ټولو لپاره ستونزمنه ده، خو زه باور نه شم کولای له هغې ځایه چې نه مې شو کولای ولولم، ولیکم، داسې یوه ځای ته رسېدلی یم."










