"اواتار: د اوبو لار" فلم ۱۴ ورځو کې تر یو میلیارد ډېر ډالر ګټلي

د عکس سرچینه، 20th Century Studios
"اواتار" (د اوبو لار) فلم یوازې په ۱۴ ورځو کې یو میلیارد ډالر ګټلي او دا په دې کال کې تر ټولو ډېر عاید لرونکی فلم ګڼل شوی.
که څه هم د فلم په اړه بېلابېل نظرونه شه، خو مینه والو یې دا فلم ډېر خوښ کړی.
دا فلم یو له هغو دریو فلمونو دی چې سږ کال یې ارزښت تر یو میلیارد ډالرو اوښتی.
پروډیوسر یې جیمز کمیرون ویلي، له تخنیکي اړخه دا ابتکاري فلم یې باید دوه میلیارد ډالر وګټي.
دا نوی فلم د ۲۰۰۹ کال د اواتار فلم د پېښو په تعقیب جوړ شوی دی چې هغه مهال یې ۲٫۹۷ میلیارد ډالر ګټلي وو.
شنونکي وايي، کېدای شي دا نوی فلم دومره ګټه ونه لري، ځکه چې له کورونا وبا وروسته سینماګانو کې د خلکو حضور کمرنګ شوی دی.
ګوتنوونکي وايي، نوی اواتار (د اوبو لار) فلم ناهیلی کوونکی دی او د ساتېری رنګ یې کم شوی "معناداره څه نه. لري او کیسه یې هم ډېره کمعقلانه ده".
ځینو بیا له تلوسې ډک بللی دی.
د اواتار لومړۍ برخه ساینسي تصور دی چې د نه مړېدونکو انسانانو او هغو ښکېلاکګرو کیسه را اخلي.
د اواتار مخکنی فلم د يوې پرمختللې ټيکنالوجۍ په مرسته جوړ شوی و چې کيسه يې په عراق کې پر جګړې راڅرخي. دا فلم په ۲۰۱۰ کې د اوسکار جايزې ته نومول شوی او په نهو برخو کې کانديد و.
هارټ لاکر د جيمز کمېرون پخوانۍ مېرمنې کېټرن بيګيلو ډايرکټ کړی او په ډېر لږ لګښت جوړی شوی، چې په عراق کې د امريکايي پوځيانو لخوا د بمونو د خنثی کولو کيسه کوي .
دغه فلم نهه جايزې ګټلې دي، چې يوه يې پکې ډايرکټر جيمز کمېرون ته په برخه شوې ده او دغه فيلم دومره ډېر پلورل شوی، چې دوه ميليارد ډالره يې ګټلي دي .
دا فيلم د پرمختللې ټيکنالوجۍ په مټ جوړ شوی، چې د سپوږمۍ پر مخ د انسان او نورو موجوداتو د مقابلې يو نکل دی .
(اواتار) په دېر وروستيو کې د ګولډن ګلوب دوې مشهورې جايزې هم وګتلې .










