له افغانستانه یو فلم د اوسکار جایزې سیالیو ته وړاندې شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
له افغانستان څخه هم یو فلم سږ کال د اوسکار اکاډیمۍ د ۹۴مې دورې جایزو ته نوماند شوی دی.
د ګلستان میرزايي او د هغه د مېرمن الیزابیت میرزايي لخوا په ګډه جوړ شوی دغه فلم "د بې نظیرې له پاره درې سندرې" نومېږي او د لنډو مستندو فلمونو په برخه کې اوسکار جایزې ته وړاندې شوی دی.
د بینظیرې لپاره درې سندرې د غه فلم څلور نورو لنډ و مستند فلمونو سره د اکاډیمۍ جایزې له پاره سیالي کوي.
د بې نظیرې لپاره درې سندرې د کډوالو په یوه کمپ کې د شایسته او بې نظیرې په نومونو د یوې ځوانې جوړې د مینې کیسه څرګندوي.
شایسته په دې فلم کې د هغه ځوان کرکټر نوم دی، چې غواړي د خپلې قبیلې د لومړي کس په توګه له افغان پوځ سره یو ځای شي، خو په ورته مهال کې هلمند ولایت ته ځي، چې د کوکنارو په کروندو کې کار وکړي.
دغه رومانټيک مستند فلم په جګړه ځپلي هېواد کې د مینې، بې وزلۍ، هیلو او روږدیدو ترمنځ جګړه انځوروي.
د بې نظیرې لپاره درې سندرې فلم تېره میاشت د فلمونو خپرولو وېبپاڼې نېټفلیکس هم تېره میاشت خپور کړی.




