د سعودي حمی سیمه د یونیسکو نړیوالو میراثونو کې شامله شوه

د عکس سرچینه، Getty Images
د سعودي عربستان سوېل لوېدیځ حمی کې یوه سیمه د یونیسکو د نړیوالو میراثونو په نوملړ کې شامله شوې ده.
په دې سیمه کې لرغونې ډبرې دي چې د حیواناتو د ښکار، بوټو او د ژوند د بېلابېلو ډولونو نقشونه پرې کښل شوي دي.
ویل کېږي دا نقشونه نژدې اوه زره کاله لرغونی تاریخ لري.
په حمی کې یوه لرغونې لار هم شته چې د عربي ټاپو وزمې له سوېل نه به شمال ته او یا برعکس د سوداګرو او حاجیانو کاروانونه به پرې تلل راتلل.
د سعودي د خبري اژانس د رپوټ له مخې، دې کاروانونو به په حمی کې د خوږو اوبو څنګ ته دمه کوله.
دا سیمه شپږم هغه ځای دی چې سعودي کې د یونیسکو د نړیوالو میراثونو لیست ته وراضافه کېږي.
مخکې مدائن صالح، په الدرعیة القدیمه کې حي الطریف، تاریخي جده، حائل کې ډبرین هنرونه او د الاحساء څړځای دغه لیست ته وراضافه شوي دي.
سعودي عربستان په وروستیو کلونو کې تر اسلام مخکې د خپل لرغوني تاریخ د کشفولو لپاره ګامونه اخیستي دي، چې غواړي په دې توګه دغه هېواد ته د سیلانیانو پام ورواړوي.
د سعودي د کلتور وزیر شهزاده بدر بن عبدالله بن فرحان د یونیسکو ددې ګام هرکلی کړی دی.
نوموړي ویلي: "سعودي د بشري تمدن د نقشې مهم میراثونه لري او لاهم هڅې روانې دي چې نړۍ دا میراثونه وپېژني".
په حمی سیمه کې لسګونه زره ډبرین نقشونه او په لرغونې لیکبڼه لیکل شوې کتیبې شته، چې وايي په ثمودي، نبطي، سریاني او یوناني لیکبڼو لیکنې شوې دي. همدارنګه په عربي ژبه هم هلته لیکنې شوې چې د معاصرې عربي لیکبڼې پیلامه ښيي.









