مصریانو د کلیوپاترا رول کې د اسراییلۍ ممثلې پر غوره کېدو نیوکې کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
په مصر کې پر خواله رسنیو وروسته تر هغه بحثونه او لانجې راوټوکېدې، چې په یوه تاریخي فلم کې یوه اسراییلۍ ممثله د ملکې کلیوپاترا د رول لوبولو لپاره غوره شوه.
اسراییلۍ ممثلې ګال ګادوت چې د "خارق العاده ښځه" فلم د اتلې په توګه پېژندل شوې، په دې اړه یو ټویټ کړی چې وايي، نوي فلم کې د کلیوپاترا کیسه به د تېرو فلمونو له کیسو جلا وي؛ ځکه چې د نورو ښځو له سترګو د مصر د پخوانۍ ملکې کیسه کوي.
نوموړې دا خبرې د نجلۍ په نړیواله ورځ کړې دي.
د دغه فلم د خپرېدو خبر او د دې ممثلې غوره کېدو په اړه پر خواله رسنیو پراخ غبرګونونه او بحثونه پیل شوي.
ځینو مصریانو د مصر د ملکې د شخصیت د تمثیلولو لپاره د هالیووډ د "بهرنۍ" ممثلې له غوره کېدو سره مخالفت ښودلی، خو ځینو نورو بیا ویلي، ګال ګادوت د اسراییلو پوځ کې مخکېنۍ افسره وه او تر ډېره د "صهیونېزم" ملاتړی نظر لري.
د خواله رسنیو ځینې کارنو (کاروونکو) ویلي، چې کلیوپاترا په اصل کې د یونان وه، خو پر مصر یې واکمني کړې ده.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
کلیوپاترا څوک وه؟
- کلیوپاترا تر میلاد یوه پېړۍ مخکې د مصر تاریخ کې مهم رول لوبولی او د بطلمیوس کورنۍ وروستۍ ملکه وه. د هغې نسب د مقدوني سکندر د پوځ یوه قومندان لومړي بطلمیوس پورې رسېږي.
- کلیوپاترا د سیاسي اوښتون شاهده وه، د هغې په وخت کې رومي سیاستوال او مشر یولیوس قیصر مصر ته ورغی او له دې سره یې د عاطفي اړیکو له مخې همکاري وکړه چې د مصر ملکه شي.
- د قیصر له مړینې او د رومي دولت واکمنه کورنۍ کې له وژنو پیلېدا وروسته کلیوپاترا له رومي سیاستوال او مشر مارک انتونیوس سره اړیکه ونیوه، د کلیوپاترا هدف دا و چې د خپل عاشق اوکتافیوس پر وړاندې له مارک انتونیوس سره لاس یو کړي.
- خو د کلیوپارا او مارک انتونیوس پوځ ماتې وخوړه، مارک انتونیوس د جګړې ډګر کې ووژل شو او کلیوپاترا ځان وواژه او مصر د روم په قلمرو کې راغی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2






