ايما سټون د ۲۰۱۷ ډېر عاید لرونکې فیلمي لوبغاړې

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکايي فیلمونو تکړه لوبغاړې ایما سټون په تېرو ۱۲ میاشتو کې د ۲۶ میلیون ډالرو عاید په لرلو سره په ۲۰۱۷کال کې د نړۍ تر ټولو ډېر عاید لرونکې هنرمنده ونومول شوه.
دې ۲۸ کلنې لوبغاړې په وروستیو کې په هالیووډ کې پر جنسي تبعیض نیوکه وکړه چې په ټوله کې یې په هالیووډ کې د ښځو او نرانو د معاشونو توپیر ته د خلکو پام ور واړاوه.
جنبفر نیسټون
د امریکا د فوربس مجلې په سږنې خپاره کړي نوملړ کې دویمه ډېره عاید لرونکې هنرمنده جنبفر نیسټون نومول شوې چې په تېرو دولسو میاشتو کې یې د سوداګریزو اعلانونو له لارې ۲۵،۵ میلیونه ډالره عاید لرلی دی.
هغې ډېر عاید د سمارټ واټر، اوینو سینګار توکو او امارات هوايي شرکتونو ته د اعلانونو له لارې تر لاسه کړي دي.

د عکس سرچینه، Reuters
جنیفر لارنس
جنیفر لارینس چې تېر دوه کلونه پرلپسې د دغه نوملړ په سر کې وه، سږ کال یې د ۲۴ میلیونو ډالرو عاید په لرلو سره د نوملړ درېیم ځای خپل کړی دی.
اغلې لارینس په ۲۰۱۶ کال کې د ۴۶ او په ۲۰۱۵ کال کې د ۵۲ میلیونو ډالرو عاید لرلي وو چې د یاد نوملړ په سر کې وه.

د عکس سرچینه، Reuters
ایما واټسون
ایما واټسون لومړنۍ برتانوۍ فیلمي لوبغاړې ده چې د فوربس مجلې په خپاره کړي نوملړ کې پر شپږم ځای راغلې ده.
نوموړې په (دېو او جانان) فیلم کې د رول لوبولو له لارې ۱۴ میلیون ډالره عاید لرلی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images








