نړۍ کې په ایچ ای وي وېروس د اخته کسانو شمېر په کمېدو دی، خو د افغانستان او سعودي عرب په ګډون شپږ هېوادونو کې دا شمېر زیات شوی

د افريقا لویه وچه کې د برياليتوب له امله په نړيواله کچه د ايچ ای وي انتانات کم شوي دي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افريقا لویه وچه کې د برياليتوب له امله په نړيواله کچه د ايچ ای وي انتانات کم شوي دي
    • Author, سوامیناتن ناتاراجن
    • دنده, بي‌بي‌سي نړیوال سروېس

د ملګرو ملتونو تازه شمېرې ښيي چې اېچ‌ای‌ ‌وي وېروس په نړیواله کچه په کمېدو دی، خو د افغانستان په ګډون شپږو هېوادونو کې په ډېرېدو دی.

د اېچ‌ای‌ ‌وي/اېډز لپاره د ملګرو ملتونو پروګرام په تازه شمېرو کې ښکاري چې د ۲۰۱۰ او ۲۰۲۳ کلونو تر منځ دغه وېروس او دغې ناروغۍ پېښې په افغانستان کې له څه باندې شپږو سوو پېښو تر۱۶۰۰ اوښتې او تر یو نیم برابر ډېرې زیاتې شوې.

که څه هم په افغانستان کې يې د پېښو شمېر بیا هم د نورې نړۍ پرتله کم دي.

د اېچ‌ای‌ ‌وي ـ ایډز نړیواله ورځ داسې مهال راځي چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې نژدې څلوېښت میلیونه خلک په دې ناروغۍ یا وېروس اخته دي چې نیمایي هغه یې په سوېلي او ختیځه افریقا کې ژوند کوي.

د اېډز په برخه کې د ملګرو ملتونو ګډ پروګرام وايي، د اېچ‌ای‌ ‌وي پېښې له ۲۰۱۰ کال نه ۳۹ سلنه کمې شوې او له دې ناروغۍ د مړینې پېښې هم نیمایي ته راټېټې شوې دي.

وقایه او درملنې ته لاسرسی د HIV شمېر کمولو کې خورا لوی اغېز لرلی شي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، وقایه او درملنې ته لاسرسی د HIV شمېر کمولو کې خورا لوی اغېز لرلی شي

د ملګرو ملتونو په وینا په افریقا کې ځينې هېوادونه لکه کېنیا، مالاوي او زېمبابوي توانېدلي چې له ۲۰۱۰ نه ددې ناروغۍ پېښې ۷۵ سلنه راکمې کړې.

په ټوله کې د افریقا لویه وچه د اېچ‌ای‌ ‌وي پر وړاندې د مبارزې په برخه کې مخکښه بلل شوې او په دې وچه کې ۱۸ نور هېوادونه هم توانېدلي چې د اېډز ناروغۍ پېښې په کلني ډول ۶۰ سلنه کمې کړي.

خو هلته وضعیت لاهم کړکېچن بلل کېږي.

د ملګرو ملتونو د چارواکو په وینا لاهم له دې ناروغې په هره دقیقه کې یو کس مري.

د ایډز په برخه کې د ملګرو ملتونو د ګډ پروګرام یو چارواکی بین فلپیس وایي، ۷۷ سلنه خلک چې اېچ‌ای‌ ‌وي لري، د وېروس ضد درمل ورته رسېږي، خو پاتې نور چې نژدې ۹ میلیونه خلک دي لاهم دغو درملو ته لاسرسی نه لري.

د ملګرو ملتونو په وروستي راپور کې افغانستان، پاپوا نیو ګیني، فیجي، فیلیپین، مصر او سعودي عرب بیا هغه هېوادنه بلل شوي چې له ۲۰۱۰ تر ۲۰۲۳ کال پورې د اېډز پېښې پکې ۱۰۰ سلنه زیاتې شوې دي.

خو دغه پېښې د افغانستان مصر او سعودي عرب د وګړو شمېر ته په کتو کمې بلل شوې دي.

افغانستان کې ټولې ۱۶۷۹ پېښې یادې شوې چې په دې موده کې بیا ۱۷۰ سلنه زیاتوالي ښيي. دارنګه د دغه دارو درملو په مټ د هغو کسانو عمر هم پنځه کاله زیات شوی چې درمل ورته رسېږي.

د اېډز په برخه کې د ملګرو ملتونو د ګډ پروګرام د معلوماتو له مخې د ایچ ای وي د دغه وېروس د لېږد لوی لامل د نشه‌يي توکو کارول، جنسي اړيکي او نور یادوي.

د افریقا لویې وچې هېوادونو ۸۲ سلنه د اېډز ناروغان دا درملنه ترلاسه کوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افریقا لویې وچې هېوادونو ۸۲ سلنه د اېډز ناروغان دا درملنه ترلاسه کوي

ملګري ملتونه په دې برخه کې د دوامداره پرمختګ لپاره د همکاریو په زیاتوالي ټينګار کوي او په دې برخه کې په هېوادونو کې د ننه د ټولنو او په نړیواله کچه پر ګډې او اغېزناکې مبارزې ټينګار کوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش هم د همدې ورځې په تړاو پیغام کې له تبعیضه ډک قوانین او تګلارې په دې ناروغۍ له اخته کسانو - په تېره له مېرمنو سره ناسم چلن د دې لامل یادوي چې د هغوی درملنه کې خنډ او ځنډ رامنځته شي.

هغه وایي، سږ کال د اېډز نړیواله ورځ موږ ته را په یادوي چې د دې ناروغۍ پر وړاندې جدي مبارزه وکړو او مشرانو ته دا پیغام متوجه کوي چې اغېزمنو شویو خلکو ته د اړتیا وړ خدمتونه ورسوي.

د ایډز په اړه د ملګرو ملتونو د ګډ پروګرام اټکلونه ښیي، که سیاسي ملاتړ او مالي مرستې وي، نو د عامې روغتیا د یوه ګواښ په توګه شپږ کاله وروسته اېډز په نړۍ کې پای ته رسېدلی شي.