د اېډز نړيواله ورځ: پېښور کې له یوه اخته ناروغ سره خبرې

د ویډیو تشریح، د اېډز نړيواله ورځ: پېښور کې له یوه اخته ناروغ سره خبرې

د ډېسمبر لومړۍ د اېډز نړيواله ورځ ده. هر کال پر دې ورځ د نړۍ لروبر د دې ناروغۍ او اېچ ای اي وېروس په اړه د پوهاوي زياتولو بېلابېل مراسم کېږي.

د روغتيا نړيوال سازمان شمېرو له مخې اټکل دی له ۷ زرو ډېر خلک افغانستان په اېچ ای وي اخته وي.

خو د ملګرو ملتونو له خوا تازه خپرې شوې شمېرې ښيي چې په اېچ ای وي وېروس اخته ماشومان له اړینې پاملرنې بې برخې دي.

دلته پاکستان يو کس د خپل کړاو کيسه کوي، چې ماشوم يې پر دې ويروس اخته شوی دی.