د افغانستان، ازبکستان، پاکستان او قطر ترمنځ د افغان ټرانس پروژې ژر ‌پیلېدا په اړه خبرې وشوې

دوحه

د عکس سرچینه، @Zabehulah_M33

د طالبانو حکومت ویاند او د دوحې درېیمې غونډې ته د تللي پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد وايي، دوحه کې یې د ازبکستان، افغانستان، پاکستان او قطر ترمنځ څلور اړخیزه غونډه کې د افغان ټرانس پروژې په اړه چې له ازبکستانه به د افغانستان له لارې پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ غځوي، خبرې وشوې.‌

نوموړي پر خپل اېکس پاڼه لیکلي چې ټولو اړخونو د یادې پروژې د ژر پیلېدا او بشپړېدا غوښتنه وکړه.

د ازبکستان، افغانستان او پاکستان چارواکو د ۲۰۲۱ کال فبرورۍ کې – هغه مهال چې افغانستان کې لا تېر جمهوري حکومت واکمن و- د ترمز-مزار شریف- کابل-پېښور ترمنځ د اورګاډي د پروژې د لارې نقشه لاسلیک کړه.‌

د پروژې د برخه‌والو د محاسبې له مخې، د نژدې ۵ میلیاردو ډالرو په لومړني لګښت نوی ټرانسپورټي دهلېز چې له ۲۰ میلیون ټنو کارګو ټرانزیټ ظرفیت لري، باید اروپايي هېوادونه، روسیه، ازبکستان، افغانستان، پاکستان، هند او نورو سوېل ختیځ اسیايي هېوادونه سره نښلوي.

د ۲۰۲۳ کال اکتوبر کې د ازبکستان د اورګاډي پټلۍ د قطر د ترانسپورت وزارت ته د 'ټرافګان' رېل پټلۍ پروژه وړاندې کړه. د دې وړاندیز په تعقیب ښکېلو اړخونو د پروژې په پلي کولو کې د قطر د ګډون د یقیني کولو څرنګوالي په اړه بحث وکړ.

د تېرې اپرېل میاشتې نیمايي کې، د ازبکستان ولسمشر شوکت میر ضیایف په مشرۍ د قطر د لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني په مشرۍ پلاوو کتنې وکړې او د رېل د دې ۷۰۰ کیلومتره پروژې په اړه یې بحث وکړ.

د دوحې درېیمه ناسته پای ته ورسېده؛ ملګرو ملتونو او د طالبانو حکومت استازي "ګټوره" بللې

مجاهد

د عکس سرچینه، MUJAHID

د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو دوه ورځنۍ ناسته پای ته ورسېده. په دې دوه ورځنۍ ناسته کې د شاوخوا ۲۵ هېوادونو او پنځو نړیوالو سازمانونو استازو د طالبانو له پلاوي سره د رسنیو له حضور پرته خبرې وکړې.

دې ناستې ته د طالبانو حکومت د استول شوي پلاوي مشر ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې "د افغانستان پیغامونه ټولو ګډونوالو هېوادونو ته ورسېدل."

هغه زیاته کړې "افغانستان د خصوصي سکتور سره د همکارۍ او د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې او بدیل معیشت په برخه کې د هېوادونو همکارۍ ته ضرورت لري چې اکثره هېوادونو په دې برخه کې د همکارۍ خبره وکړه."

په سولې اوسیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزماري دي‌کارلو هم چې د دې ناستې مشري یې کوله، د پای په خبري کنفرانس کې وویل، هیله‌منه ده چې د طالبانو له حکومت سره د ترسره شويو خبرو او تعامل له لارې به د حکومتولۍ برخه کې پرمختګونو راشي.

هغې د دوحې دا ناسته "کارنده" وبلله او د قطر له حکومته یې د ښه کوربتوب له کبله مننه وکړه.

اغلې روزمري وویل چې که څه هم دا د دوحې درېیمه ناسته ده، خو په لومړي ځل د دې فرصت برابر شو چې نړیواله ټولنه او د افغانستان واکمن چارواکي [د طالبانو حکومت] په دومره تفصیل سره خبرې اترې وکړي.

"دا خبرې ډانګ پیېلې او زه فکر کوم ګټورې وې."

نوموړې زیاته کړه بحثونه د هغې خپلواکې ارزونې د لومړیتوبونو د نوملړ له مخې وو چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېر نومبر کې تصویب کړی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې ټینګار وکړ چې ملګري ملتونه به د نړیوالې ټولنې او ښځو اړوند خپل ماموریت راکم نه کړي او دا چې د طالبانو مشرانو ته یې هم مخکې کابل ته د سفر پر مهال په دې تړاو ویلي دي.

دوحه

د عکس سرچینه، @UNDPPA

له هغې راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي دي، دغه هېواد ته د بانکونو له لارې د پيسو استول ډېر ستونزمن شوي او آن په ځینو حالاتو کې له سره نه استول کېږي.

دغې غونډې ته د شاوخوا ۲۵ هېوادونو هېوادونو او پنځو نړیوالو بنسټونو استازي ورټول شوي او له طالبانو سره د افغانستان پر راتلونکې خبرې کوي.

طالب استازي په نننیو غونډو کې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو غوښتنه هم وکړه.

د طالبانو حکومتي ویاند ذبیح الله مجاهد چې په غونډو کې د طالب پلاوي مشري هم کوي، د نشه‌يي توکو د کرکېلې پر ځای له بزګرانو سره په نورو برخو کې پر مرستې ټینګار وکړ.

د نړیوالو غوښتنې به څه وي؟

doha

د عکس سرچینه، MUJAED

که څه هم طالب چارواکو له وړاندې ویلي، چې په دغو بحثونو کې به د بشري حقونو، د نجونو د زدکړو او ښځو کار په اړه خبرې نه کوي، خو ټاکل شوې چې نن په خبرو کې د ملګرو ملتونو د استازو په ګډون د نړیوالې ټولنې غړي له طالبانو وغواړي چې پر ښځو لګيدلي بندیزونه لېرې کړي.

طالبانو په تېرو نژدې درېیو کلونو واکمنۍ کې پر افغان ښځو لسګونه بندیزونه او محدودیتونه لګولي دي. له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو بندیز او له پوهنتونونو او کار د ښځو را ګرځول د دغو بندیزونو مهم هغه بلل کېږي.

ځینو افغان ښځو چې د ملګرو ملتونو له خوا دغې غونډې ته بلل شوې، له ګډون انکار کړی دی. د سولې شورا مخکېنی غړې حبیبه سرابي وايي، چې افغان ښځې باید د هغې په ټکو د دوحې په اصلي بحثونو کې برخه لرلی، نو ځکه نه غواړي دوحې ناستې ته ورشي.

د طالبانو حکومت ویلي و، که ښځې په دغه ناسته کې ګډون کوي، دوی په کې برخه نه اخلي.

د بي‌بي‌سي خبریال وايي، تمه نه کېږي چې "کوم لوی پرمختګ" د دوحې په درېیمه غونډه کې رامنځ ته شي، خو زیاتوي چې ښايي طالب استازي او نړیواله ټولنه پر دې سلا شي چې د ځینو مشخصو موضوعاتو د خبرو په اړه کمېټې جوړې کړې.

نن دوشنبه د ورځې پای کې به د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله خبري کنفرانس ته وینا وکړي او په دې توګه به دا غونډه په رسمي توګه پای ته ورسېږي.