د خولې بدبوی څه دی او څنګه یې درملنه وشي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ایا تاسو له خلکو سره له نږدې کېدو ډډه کوئ ځکه اندېښنه لرئ چې ستاسو خوله تل ښه بوی نه کوي او یا کېدلی شي بد بوی ولري؟
د غاښونو پاک ساتل د باکتریاو پر ضد یوه نه ختمېدونکې جګړه ده، هغه باکتریاوې چې د غاښونو او وریو ترمنځ تشه او د ژبې په ژورو یا هغو کوچنیو سوریو کې ځای نیسي چې د ژبې پر سر جوړ شوي. که تاسو دا باکتریاوې له منځه یونه سئ، نو دا هلته سره راټولېدی شي او د وریو جدي ناروغۍ رامنځته کولی شي.
خو د مخنیوي لپاره یې حل لارې شته.
څه شی د خولې د بد بوی لامل کېږي؟
په نړۍ کې، د وریو ناروغۍ، په ځانګړي ډول د وریو شاته تګ یا د وریو هغه مېکروب چې د پیریوډونټیټس (Periodontitis) په نوم هم پېژندل کېږي د خولې د بد بویۍ له مخکښو لاملونو شمېرل کېږي.
ډاکټر براوین شرما، چې د بریتانیا د برمېنګهم پوهنتون د غاښپالنې او رغونې څانګې مرستیال پروفیسور دی، د بی بي سي د "څه خبره ده ډاکټرانو" (What's Up Docs) په نوم خپرونې ته وویل: "د ژوند په اوږدو کې د لویانو پنځوس سلنه کسان د وریو یو ډول نه یو ډول ناروغۍ سره مخ کېږي." هغه زیاتوي: "تاسو کولی شئ چې د خولې اصلي بد بوی، یعنې هغه بوی چې په ریښتیا احساسېږي، د وریو د تشې بوی وبولئ."
"دا ښایي د بد بویۍ ۹۰ سلنه پېښې جوړوي." پاتې ۱۰ سلنه یې بیا نور لاملونه لري." ډاکټر شرما وایي: "هغه کسان چې د شکر د ناروغۍ کچه یې سمه نه وي کنترول شوې، کېدی شي د خولې یو ځانګړی ډول بد بوی ولري." "که یو کس د هاضمې له ستونزو سره مخ وي، لکه دا چې د معدې اسید یې خولې ته راخېژي، نو د هغه د خولې بوی به یو څه تېز او تریو وي. یعنې، داسې سیستماتیکې ناروغۍ شته چې نښې نښانې یې د خولې په تشه کې راڅرګندېدی شي."

د عکس سرچینه، Getty Images
نو څه کولی شو؟
د ستونزې رېښه ومومئ
که تاسو هغه باکتریاوې پاکې نه کړئ چې ستاسو د غاښونو او وریو ترمنځ ځای نیسي، دا کولی شي د کوچنیو ټپونو او وروسته بیا له وریو د وینې بهیدو لامل شي چې دا د جېنجوایټېس (Gingivitis) یا د وریو د التهاب په نوم پېژندل کېږي چې د وریو د ناروغۍ لومړنی پړوا دی، خو ښه خبر دا دی چې دا د درملنې وړ ده.
ډاکټر شرما وایي:
"د غاښونو د وریو التهاب د وریو د انساجو التهاب دی، او تاسو کولی شئ دا د وریو له سوروالي او پړسوب، او د غاښونو د وینځلو پر وخت د وینې بهېدو معلوم کړئ."
"که د درملنه یې ونه شي، نو دا کولی شي د وریو د التهاب (Periodontitis) بڼه غوره کړي."

د عکس سرچینه، Getty Images
خپلو وریو ته مو وګورئ، چې رنګ یې سور اوښتی او پړسوب لري که نه او بل دا چې د وینځلو پر وخت وینه کوی که نه. که هو نو ډېره اندېښنه مه کوئ ځکه لا هم وخت شته چې ګام واخلئ. ډاکټر شرما وایي: "یوه تېروتنه چې ډېر ناروغان یې کوي دا ده چې دوی په قصدي ډول د غاښونو د هغو برخو پاکول بندوي چې درد لري، ځکه دوی ځان ته وايي: 'زه خپلو غاښونو ته تاوان رسوم او ناسم کار کوم، ځکه خو مې ورۍ وینه کوي'. "
"خو حقیقت برعکس دی. تاسو باید د وریو وینې ته د یوه خبرداري په سترګه وګورئ او ځان ته ووایئ، چې داسې ښکاري د غاښونو دغه برخه مې مخکې سمه نه ده پاکه کړې، اوس اړ یم سم یې پاک کړم."
غاښونه مو په احتیاط برس کړئ
ډاکټر شرما وایي، دا ډېره مهمه ده چې تاسو د خپلو غاښونو په سمه توګه پاکولو لپاره یو وخت ځانګړی کړئ. هغه وایي: "تاسو باید هغه وخت خپل غاښونه پاک نه کړئ چې په کوم بل څه بوخت یاست." غوره حالت دا دی چې تاسو د هېندارې مخې ته ودرېږئ او په بشپړ ډول پام وکړئ چې څه کوئ.
ګڼ شمېر هغه خلک چې ښي لاسي دي، په ناپوهۍ سره د خولې کیڼ لوری ډېر پاکوي؛ او برعکس، هغه کسان چې کیڼ لاسي دي، د خولې ښي اړخ ته ډېر پام کوي او دا کولی شي د غاښونو په هغه اړخ کې چې ډېر پام ورته نه کېږي، د وریو التهاب ډېر کړي.
پام وکړئ کوم لاس کاروئ، هڅه وکړئ د غاښونو دواړو اړخونو ته یو ډول وخت ورکړئ او دواړو ته په مساوي ډول پاملرنه وکړئ.
د غاښونو د پاکولو تخنیک/مهارت زده کړئ
ډاکټر شرما سپارښتنه کوي، چې لومړی باید د غاښونو ترمنځ د تشو له پاکولو پیل وشي. هغه وایي: "که هدف مو د بکتریاوو لیرې کول او د غاښونو د وریو روغتیا وي، نو تر ټولو غوره لار دا ده چې د غاښونو ترمنځ د پاکولو لپاره ځانګړي کوچنی برسونه چې د غاښونو دننه برسونه (Interdental brushes) یې بولي وکارول شي."
د غاښو د پاکولو تخنیک ته وده ورکړئ
د دې لپاره چې د غاښونو پاکول مو لا ګټور تمام شي، د غاښو ترمنځ د کوچنیو ځانګړو برسونو له کارولو وروسته غوره دا ده چې د غاښونو د پاکولو پر وخت یو منظم ترتیب ولرئ او بېړه ونه کړئ.
په یاد مو وي چې هر غاښ درې سطحې لري:
بهرنۍ سطحه، د ژوولو سطحه، او دننۍ سطحه، او دا ټولې برخې باید په دقت سره پاکې شي. ښايي ګن شمېر خلک حیران شي، خو د غاښونو برس کولو ته باید لږ تر لږه دوه دقیقې وخت ورکړل شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ګڼ شمېر خلک خپل غاښونه داسې پاکوي چې د برس د سر برخه د ۹۰ درجو زاویې په برابر د غاښ پر سر ږدي او برس مخې او شاته خوځوي.
خو دا طریقه کولای شي د غاښونو غوښې یا ورۍ شا ته وتمبوي (یعنې د غوښو انحسار رامنځته کړي).
غوره طریقه دا ده چې:
د غاښونو برس باید د نږدې ۴۵ درجې زاویې په برابر ونیول شي، او په نرمۍ سره وخوځېږي.
د خولې د لاندېنۍ برخې غاښونو لپاره برس داسې ونیسئ چې د برس تارونه د وریو کرښې (gum line) ته مخامخ شي، او د پورتنیو غاښونو لپاره یې بیا تارونه د پورتنیو وریو کرښې ته مخامخ کړئ.
دا طریقه مرسته کوي هغه بکتریاوې مو له خولې لیرې شي چې ښايي د غاښونو د غوښو لاندې پټې وي.
خپل غاښونه په مناسب وخت کې پاک کړئ
کېدای شي موږ له کوچنیوالی زده کړي وي چې له خوړو وروسته د غاښونو پاکول تر ټولو غوره انتخاب دی، خو دا موضوع د بیا کتنې وړ ده. ډاکټر شرما وایي: "تر ټولو غوره دا ده چې تاسو د سهارنۍ تر خوړلو مخکې خپل غاښونه پاک کړئ."
"داسې سپارښتنه نه کېږي چې تاسو خپل غاښونه د تیزابي خوړو له خوړلو وروسته پاک کړئ، ځکه خوړو کې شته اسید د غاښونو د مینا او عاج په څېر فلزي مواد نرموي. "
د خوړو اسیدونه کولی شي د غاښونو د محافظتي سطحې (مینا) او همداراز د عاج مواد نرم کړي، نو که تاسو له خوړو وروسته سمدلاسه غاښونه پاکوئ کېدی شي د خپلو غاښونو سطحې ته تاوان ورسوئ.
ډاکټر شرما زیاتوي: "که تاسو غواړئ له سهارنۍ وروسته خپل غاښونه پاک کړئ، نو لږ صبر وکړئ، یعنې تر خوړو وروسته لږ څه انتظار وکړې."
مخکې له دې چې خپل غاښونه پاک کړئ خوله مو ښه پرېمینځئ او لږ وخت انتظار وکړئ.
د غاښونو څو ځله پاکول ضروري دي؟
که څه هم د ورځې دوه ځله او هر ځل د دوو دقیقو لپاره د غاښونو پاکول مناسب ګڼل کېږي ، خو ځینې کسان یې ښايي د ورځې یو ځل پاکول هم کافي وبولي.
د خوب پر مهال د خولې لعاب کمېږي او دا چاره بکتریاوو ته دا زمینه برابروي چې غاښونو ته تاوان ورسوي. نو که تاسو د ورځې یوازې یو ځل خپل غاښونه پاکوئ، نو تر ټولو غوره وخت یې له خوبه مخکې وخت دی.
د وریو جدي ناروغیو نښې پېژندل
که د غاښونو د ورو شاته تګ (چې د ورویو د التهاب یې بولي) چاره وده وکړي نو د غاښو ترمنځ خلاوې رامنځته کېږي. او کله چې هغه هډوکي چې غاښونه په خپل ځای کې خوندي ساتي کمزوری شي، نو ښايي غاښونه کاواکه شي.
که دا حالت کنټرول نه شي، نو د هډوکي له لاسه ورکول تر ډېرې کچې رسېږي چې په پایله کې غاښونه لوېږي. همدارنګه ښايي د خولې بد بويي هم دوام ومومي.
که تاسو دا ډول نښې نښانې ولېدې، نو ژر تر ژره د غاښونو ډاکټر ته لاړ شئ.
په پای کې، څو مهمې سپارښتنې چې د خولې بوی په تازه کولو کې مرسته کوي:
ډېرې اوبه وڅښئ، ځکه بکتریاوې په وچه خولې کې زیاتېږي.
خپله ژبه مو د ژبې د پاکولو د ځانګړې الې په مرسته پاکه کړئ، ځکه دغه ستاسو له ژبې به سطحې د خوړو پاتې شوني، بکتریاوې او مړې حجرې لیرې کوي چې دا ټول د بد بویۍ لامل کېدای شي.
که ډاډه نه یاست چې د خولې بوی مو څومره تازه دی، نو له یوه ملګري یا د کورنۍ له کوم غړي مو پوښتنه وغواړئ چې مرسته درسره وکړي. خو دا کس په احتیاط انتخاب کړئ!








