د لاتام هوايي شرکت په الوتکه کې له یوې پېښې وروسته بوئنګ شرکت له پیلوټانو غوښتي چې خپلې څوکۍ وڅاري

لاتام هوايي شرکت وايي، پېښه په ۷۸۷ ډریم لائنر ډوله الوتکه کې رامنځته شوې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، لاتام هوايي شرکت وايي، پېښه په ۷۸۷ ډریم لائنر ډوله الوتکه کې رامنځته شوې.
    • Author, ټام سپاینر
    • دنده, د کاروباري چارو خبریال

د الوتکو چمتو کوونکي شرکت بوئنګ هغو هوايي شرکتونو ته چې ۷۸۷ ډریم لائنر ډوله الوتکې کاروي ویلي، چې پیلوټان باید خپلې څوکۍ وڅاري.

بوئنګ دا لارښوونه په لاتام هوايي شرکت په یوه الوتکه کې د ورته پېښې په تړاو د پلټنو له پیلولو وروسته کړې. د یادونې ده، چې روانه اونۍ د لاتام شرکت یوې ۷۸۷ ډوله الوتکې ناڅاپي ټیټېدو له کبله نژدې ۵۰ کسان خوږ شول.

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې رپوټ کې ویل شوي، د دې الوتکې عملې یوه کس بې پامه د پیلوټ له څوکۍ سره تړلی تڼۍ چالانه کړه، چې پیلوټ یې هم کنټرول ته کړ او د الوتکې مخه ورسره ټیټه شوه.

لاتام هوايي شرکت له مسوولینو سره د پېښې پلټنو کې مرسته کوي.

د دغې الوتکې سپرلۍ چې له اسټرالیا یې نیوزیلنډ ته سفر کاوه، د دې پېښې په ترڅ کې له خپلو څوکیو دومره پورته غورځېدلي، چې ځینې یې د الوتکې له چت سره لګېدلي دي.

د الوتکې یوه مسافر برائن جوکات ویلي، د ځینو مسافرو سرونه ټپیان شوي دي.

له بي بي سره په خبرو کې ښاغلي جوکات ویلي، خلک د الوتکې له چت سره دومره په قوت لګېدلي، چې ''د الوتکې په چت پورې ځینې ځای پر ځای شوي الات مات شوي دي.''

دی وايي، د ده په څنګ پورې ناست کس ''داسې معلومېده لکه د الوتکې په چت پورې نښتی وي.''

د مرستندویه ادارو مسوولینو وروسته وویل، د یوه مسافر روغتیايي وضعیت سخت دی. بوئنګ د دې موضوع په هکله ویلي،

د ایل اې۸۰۰ شمېرې الوتنې پېښې په هکله معلومات راټولوي او له چارواکو سره به یې شریک کړي: ''موږ د احتیاطي ګام په توګه هوايي شرکتونو ته چې ۷۸۷ ډوله الوتکې کاروي وریاد کړي، چې د ۲۰۱۷ کال لارښود عملي کړي، چې د الوتکې د څوکیو تڼیو کارولو لارښوونې هم پکې شاملې دي.''

د دې الوتنې له لغو کېدو وروسته د همدې سفر لپاره د پنجشنبې پر ورځ یوه بله الوتکه ځانګړې شوې ده.