د ماشومانو د کار مخنیوي نړیواله ورځ: 'غواړم ښوونځی ووایم او انجنیر شم خو له مجبورۍ کار کوم'

- Author, سپین تڼی
- دنده, بيبيسي، کابل
دولس کلن عمر د وران موټر څنګ ته ولاړ دی او خپل پلار سره په مستري خانه کې کار کوي. داسې حال کې چې لاسونه پر موبلایلو تور وو، راته وویل، "زما خواهش دا ده چې مکتب ته ولاړ شم، انجینر شم...خو له مجبوریت مې پلار سره کار کوم."
د عمر په څېر لسګونه زره افغان ماشومان په افغانستان کې په درنو کارونو بوخت دي.
عمر له بيبيسي سره خبرو کې زیاته کړه، "زړه یې غواړي د نورو ماشومانو په څېر ساعتیري او لوبې وکړي" خو بې وزلۍ ترې د ماشومتوب وخت اخیستی.
د عمر له پلار مجاهد صوفي زاده سره یې بل زوی هم په ورکشاپ کې کار کوي. له هغه مې وپوښتل ولې په ماشومانو کار کوي؟
"پخوا مې ماشومان ښوونځي ته تلل، خو څه موده مخکې مې ملا کې دردونه پیدا شول نو مجبور شوم چې زامن مې کار وکړي او یو څه زده هم کړي. که بیا پر کور کېنم، زامن به مې دوکان کې زما پر ځای کار کوي."
د کابل هوایی ډګر ته په تلونکي سړک څو ورکشاپونو ته ورغلم چې د کارګرو ماشومانو حالت له نېږدې وګورم.
له ځینو ماشومانو سره چې پلرونه یې هم ورسره و، وغږیدم. ګڼو یې د کار زړې او په ګریسو لړلې جامې اغوستې وې او په کارونو بوخت و- چا له مجبوریته کار کاوه، ځینو په کوچني عمر درانه کارونه زده کول.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ Facebook پای
عرفان الله چې په شینو مشهور دی، د موټرو میستري دی. هغه له خپل زوی یوسف سره موټرونه ترمیموي.
نوموړی وايي، د اختر په څلورمه ورځ یې وړوکی یوسف د دې پر ځای چې سیل وکړي او مېلو ته ولاړ شي، کار ته راوستی دی.
"یوسف جان سهار شپږ بجې له خوبه پاڅیږي، تر لمانځه وروسته اووه نیمې بجې ښوونځي ته درومي، تر دوولسو بجو وروسته کور کې ډوډۍ وخوری او ماته ورکشاپ ته راځي او کار راسره کوي."
د یوسف جان چې اوس په درېیم ټولګي کې دی، پلار وايي ارمان یې دی چې زوی یې پوهنتون ووایي او ډاکتر شي.

افغانستان کې د کارګرو ماشومانو لپاره څه کېږي؟
د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د یتیمو ماشومانو لپاره یې روزنتونونه جوړ کړي او لاس نیوی یې کوي.
د دغه وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي بيبيسي ته وویل"د کابل په ګډون یې په ټولو ولایتونو کې لس زره ماشومانو ته روزنتونونه جوړ کړي او د کابل تر څنګ په ۱۴ ولایتونو کې نجونو ته هم دا ډول روزنتونونه جوړ شوي چې ښځې یې پالنه کوي."
خو ښاغلی ابراهیمي وايی، د افغانستان اوسني اقتصادي حالت ته په پام نړیوال بنسټونه هم باید افغان ماشومانو سره مرسته وکړي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې نژدې څلور میلیونه ماشومان له زدکړو بې برخې دي چې نژدې ۶۰ سلنه یې نجونې دي. له تېرو نژدې ۱۴۵۰ ورځو راهیسې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته نه پرېښودل کېږي. دغه څه نه یوازې د ماشومان راتلونکی له ګواښ سره مخامخ کړی، د هغوی د سالمې بوختیا موقع هم د هغو له لاسه اخیستې.
د ماشومانو د کار مخنیوي نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کیږي چې په افغانستان کې اقتصادي حالت ورځ تر بلې خرابیږي او د ځینو شمېرو له مخې څه د پاسه نوي سلنه افغانان په بې وزلۍ کې ژوند کوي.

نړۍ کې د نورو ماشومانو حال څنګه دی؟
د کار نړیواله اداره وايي، له پرمختګ سره سره، تېر کال (۲۰۲۴) د نړۍ په لروبر کې ۱۳۸ میلیونه ماشومان په کارونو بوخت وو.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو نړیوال صندوق یونیسف ویلي، په دوی کې ۵۴ میلیونو ماشومانو داسې کارونه کول چې روغتیا، خوندیتوب او ودې ته یې ګواښ پېښوه.
د ماشومانو ملاتړې ادارې وايي، سره له دې چې په دې برخه کې پرمختګ شوی خو نړۍ په خپله دې موخه کې پاتې راغلې چې تر ۲۰۲۵م کال پورې ماشومان له درنو کارونو راوګرځوي.








