د لارو بندېدو له امله پاکستان ته د هوايي ټکټ بیه ۵۰۰ ‌ډالرو ته ختلې ده

الوتکه

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د الوتنو د ټیکټونو په‌ ځینو پلورنځیو کې پاکستان ته د الوتکې ټکټونه ان په ۵۰۰ ډالره هم پېرل کېږي
    • Author, هدایت‌الله همیم
    • دنده, بي‌بي‌سي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ ځمکنۍ لارې تړل شوې دي، تګ- راتګ نه کېږي، خو د هوا له لارې اوس خلک تګ-راتګ کولی شي چې له امله یې ګڼه ګوڼه ډېره زیاته ده او د هوایي شرکتونو په خبره د ټکټونو بیې هم ډېرې لوړې شوې دي.

که څه هم د اریانا افغان هوايي شرکت ویلي، چې د یوه ټکټ بیه یې ۱۴۰ ډالره ده او له مسافرتي شرکتونو باید خلک په لوړه بیه ټکټونه وانخلي، خو د یو شمېر خلکو په خبره عملا په لوړه بیه هم د ټکټونو پېر او پلور روان دی.

د ځینو افغان مساپرو په خبره د الوتنو د ټیکټونو په‌ ځینو پلورنځیو کې پاکستان ته د الوتکې ټکټونه ان په ۵۰۰ ډالره هم پېرل کېږي.

دا مهال هره ورځ کام‌ اېیر شرکت له افغانستان نه پاکستان ته او له هغه ځایه افغانستان ته الوتنې لري او اریانا افغان هوايي شرکت هم وړاندې په اوونۍ کې پنځه ورځې پاکستان ته الوتنې لرلې، خو اوس یې په ښکاره نه دي ویلي چې ایا د دغو الوتنو شمېر یې ډېر کړی دی که نه.

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت د ټرانسپورت او هوايي چلند مرستیال وزیر فتح الله منصور کورنیو هوايي شرکتونو ته خبرداری ورکړی چې پاکستان ته د الوتکې د ټکټ بیه باید له ۱۴۰ امریکايي ډالرو ډېره نه وي:

"د اریانا افغان او کام‌ایېر هوايي شرکتونو ته جدي هدایت ورکړی چې د ټکټ بیه باید له ۱۴۰ امریکايي ډالرو زیاته نه وي، هر هغه شرکت، پلورنځی یا شخص چې له دې ټاکل شوې بیې سرغړونه وکړي، دا د قانون خلاف عمل دی او پر وړاندې به یې جدي او قانوني چلند وشي".

په کابل کې زموږ خبریال یما بارز وايي، خلک د هوايي ټکټونو د لوړېدو ډېر زیات شکایت کوي او دوی د پاکستان د هوايي ټکټ رانیولو توان نه لري.

ځینې خلک وايي، د دوی ډېر جدي ناروغان بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري، خو د ټکټونو د زښت ډېرو لوړېدو او د ګڼې ګوڼې له امله له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.

د تورخم او سپین بولدک دروازې د ۱۱مې پرلپسې ورځې لپاره بندې دي

تورخم

د عکس سرچینه، EPA

په تورخم کې د طالبانو حکومت ځايي سرچینو بي‌بي‌سي ته ویلي،‌ نن چهارشنبه یې له پاکستاني‌ لوري سره د دروازې د پرانیستو لپاره خبرې کړې دي، خو وايي په ځواب کې ورته ویل شوي چې "له اسلام اباده لوړ پوړو چارواکو د دروازې د خلاصېدو امر نه دی ورته کړی."

په تورخم کې ځايي چارواکو له خلکو غوښتي، تر هغې چې د تګ راتګ لاره په بشپړ ډول نه وي،‌ خلاصه شوي، تورخم ته دې نه ورځي.‌

د دغو چارواکو په وینا، ځینې ناروغان او وېزه لرونکي افغانان د ناسمو معلوماتو له مخې تورخم ته ور روان شوي چې ګنې دروازه پرانیستل شوې ده.‌

پاکستان هغو ناروغانو ته اجازه نه ورکوي چې له نښتو مخکې به د درملنې لپاره پېښور او نورو ښارونو ته تلل.‌

د کندهار سپین بولدک-چمن دروازه

پر ډیورنډ کرښه له نښتو وروسته، اوس نژدې ۱۱ ورځې کېږي چې د افغانستان د او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او تګ راتګ ټولې لارې تړلې دي.‌

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، پر ډیورنډ کرښه له نښتو وروسته، اوس نژدې ۱۱ ورځې کېږي چې د افغانستان د او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او تګ راتګ ټولې لارې تړلې پاتې دي.

د کندهار د سپین بولدک ـ چمن دروازه د افغانستان او پاکستان د وروستیو نښتو له امله دا دی ۱۱مه ورځ هم تړلې پاتې ده.

پر ډیورنډ کرښه له نښتو وروسته، اوس نژدې ۱۱ ورځې کېږي چې د افغانستان د او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او تګ راتګ ټولې لارې تړلې دي.‌

وړمه ورځ (دوشنبه) د سپین بولدک لار یوازې د هغو لاریو لپاره پرانیستل شوې چې له پاکستانه یې افغان کډوال افغانستان ته لېږدول. د لارو د بندېدو تر ټولو ډېر زیان سوداګرو او بزګرو ته رسېدلی دی.

په کندهار کې د انارو راټولول پیل شوې دي چې لویه برخه یې د سپین بولدک له لارې د پاکستان بازارونو ته وړل کېدل، خو د سپین بولدک - چمن دروازې بندېدو دغه چاره هم درلولې ده.‌

کندهار کې سږ کال د انارو حاصلات ۲۷۴ زره ټنه وو

د کندهار انار

د عکس سرچینه، EPA

د شمېرو له مخې، په کندهار کې پر ۱۵ زره هکټاره ځمکې د انارو باغونه شته او هر کال نژدې دوه سوه اویا زره ټنه حاصلات لري، چې په کور دننه کې یې د اخیستلو توان نه شته او اړتیا ده چې بهرنیو هېوادونو ته صادر شي.

د کندهار د کرنې ریاست د معلوماتو پر بنسټ، د انارو باغونو په ارغنداب، ارغستان، شاه‌ ولي‌ کوټ، خاکرېز، ژېړۍ، پنجوایي، معروف، ډنډ، دامان او میانشین ولسوالیو کې شاوخوا ۱۵ زره هکټاره ځمکه پوښلې ده.

د کندهار د کرنې ریاست مسؤلین زیاتوي که څه هم د تېرو کلونو پرتله د انارو د کرنې په کچه کې لوی بدلون نه دی راغلی، خو د حاصل شوي محصول کیفیت په څرګند ډول ښه شوی دی. د باغونو ډېری محصولات له آفتونو او ناروغیو خوندي پاتې شوي دي.

بڼوال څه وايي؟

د کندهار انار

بڼوال وايي ټول کال یې همدې ته تمه او خواري کړې خو اوس بازار کې یو کېلو انار په ۲۵ افغانۍ پلورل کېږي.

په کندهار کې ځايي سوداګر وايي، هر کال د انارو حاصل اخیستلو په وخت کې له داسې ستونزه سره مخ کېږي او د‌ طالبانو له حکومت غواړي چې بدیله لار یې پیدا کړي.

د انارو په باغ کې یو کارکوونکی وایي چې یوه نیمه میاشت د کار زمینه ورته برابره شي او د ورځې تر ۲۰۰ افغانۍ ورکول کېږي، خو اوس چې صادرات نه شته بیا د بېکاره کېدو له ستونزې سره مخامخ دی.

د افغانستان انار، په ځانګړي ډول د کندهار ولایت انار، د خپل خواږه خوند، لویو دانو او ښکلي رنګ له امله په ټوله نړۍ کې شهرت لري. دا مېوه د افغانستان د مهمو صادراتو له محصولاتو ده او په افغانستان کې د کرنیز اقتصاد په وده کې مهم رول لري.

د کندهار انار مخکې پاکستان، هند، جرمني او دوبۍ ته صادرېدل، خو اوس د بندیزونو له امله مجبور دي چې د لوړې مالیې د پرې کولو په صورت کې یوازې پاکستان ته صادر شي- هغه هم که لار ژر پرانیستل شي.‌

پر فرضي کرښه نښتې او راټوکېدلې ستونزې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ "فرضي" کرښه له څو ورځو نښتو او هوايي بریدونو وروسته بالاخره د تېرې یکشنبې په شپه په دوحه کې د اوربند هوکړه لاسلیک شوه.

د څو پرله‌ پسې ورځو نښتو په افغانستان کې ګڼو کسانو ته مرګژوبله واړوله چې د طالبانو حکومت او د بشري حقونو د ځینو بنسټونو په وینا، د کرېکټ د لوبغاړو، د یوه خبریال او ښځو او ماشومانو په ګډون یې تر ډېره قربانیان ولسي یا ملکي خلک وو.

د چین، سعودي، ایران او کوېت په ګډون بېلابېلو هېوادونو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شوې هوکړې ملاتړ کړی او د جګړې درېدل یې پر دغو دواړو هېوادونو سربېره د ټولې سیمې امنیت او ثبات ته ګټوره چاره بللې ده.

د طالبانو حکومت لخوا ملګرو ملتونو لپاره نومول شوی دایمي استازی او په قطر کې د دوی د مرکچي ټیم پخوانی غړی محمد سهیل شاهین وايي‌ دوحه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ‌ شوې هوکړه دوه اړخیزه ده.

ښاغلي‌ شاهین له بي‌بي‌سي سره خبرو کې ویلي وو، له دې تړون وروسته پاکستان ژمنه وکړه چې لارې به پرانیزي چې په وینا یې سوداګري او سیاست باید جلا وي.‌

ښاغلي شاهین ویلي، غوښتنه یې دا وه چې د افغانستان او پاکستان لاره څومره ژر چې کېدای شي بېرته پرانیستل شي او په وینا یې ولسي خلک او سوداګري یې د سیاست قرباني نه شي.

ټاکل شوې دویم پړاو غونډه را روانه شنبه (اکتوبر ۲۵ / لړم ۳) د ترکیې په کوربتوب په استانبول کې وشي، چې د ښاغلي شاهین په وینا، دا ځل به د دې میکانیزم پر نورو اړخونو خبرې کېږي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته له بیا رسېدو راهیسې په ټینګار سره ویلي چې د دغه هېواد خاوره به د پاکستان او ګاونډيو په ګډون د نړۍ د هېڅ هېواد پر ضد نه کارېږي.