۹۲ کلن ولسمشر چې اته ځله یې ټاکنې ګټلې: اووه کاله به نور هم په واک کې وي

د عکس سرچینه، Reuters
له يوې سختې لانجمنې ټاکنيزې سيالۍ وروسته د نړۍ تر ټولو د پاخه عمر ولسمشر پاول بيا، په ۹۲ کلنۍ کې د اتم ځل لپاره د کمېرون ولسمشريزې ټاکنې وګټلې. که نوموړی د دغه هېواد له ګډوډ حالت څخه بريالی ووځي ښايي نژدې تر ۱۰۰ کلنۍ پورې به په واک کې پاتې شي.
ښاغلی پاول په ۱۹۸۲ کې واک ته ورسېد او له هغه راهيسې د دغه هېواد د ولسمشر په توګه پاتې شوی دی.
که څه هم نوموړي له دې بريا وروسته وینا نه ده کړې خو د واکمن ګوند مشرانو د هغه بريا په انلاين پيغامونو د "عظمت او هيلې" تر شعار لاندې ولمانځله.
په ټاکنو کې د نوموړي سيال د هغه د حکومت پخوانی وزير عيسی چيروما بکاري و. د نوموړي د بریا د ادعاو تر څنګ په وروستيو ورځو کې د خلکو اندېښنې ډېرې شوې دي. خو رسمي پايلې ښيي چې پاول ۵۴ سلنه او عيسی چيروما بکاري ۳۵ سلنه رایې ګټلې دي.

د عکس سرچینه، Reuters
د نړيوال کړکېچ ګروپ کې د افریقا د برخې مشر موريتي موټيګا وايي، ولسمشر "له بې ثباتې واکمنۍ سره مخ دی، ځکه ډېر وګړي باور نه لري چې هغه په ريښتيا ټاکنې ګټلې دي. موږ له ده غواړو چې ژر تر ژره د ملي منځګړيتوب بهير پيل کړي تر څو د لا زيات کړکېچ مخه ونيول شي."
د اکسفورډ اېکونامېکس سياسي شنونکې فرانسوا کانرادي وايي، "داسې اټکل کېږي چې ګډوډي به نوره هم پراخه شي، ځکه د کمېرون ډېری وګړي د رسمي پایلو منلو ته چمتو نه دي او موږ فکر نه کوو چې دا حکومت به ډېر دوام وکړي."

د عکس سرچینه، Reuters
ولسمشر چې د سويس په هوټلونو کې د وخت تېرولو له کبله مشهور دی، ډېر کم په عامو محفلونو کې ليدل کېږي او تېر کال له شپږو اوونيو زيات وخت نه راڅرګندېدو له کبله یې د مړينې اوازې راپورته شوې وې.
نوموړی د کمېرون په جنوب کې په يوه کليواله سیمه کې زيږېدلی دی. د هغه کاتولیکو مبغلينو چې په نژدې ديني ښوونځي کې یې روزلی، هيله لرله چې پادري به شي خو ده پرېکړه وکړه چې د پاريس په پوهنتون کې د قانون او سياسي علومو برخه کې زدکړه وکړي او وروسته یې د هېواد د ملکي خدمتونو په برخه کې کار پيل کړ.
دا د ټيټې ونې مهذب تکنوکرات په ورو ورو د هغه وخت د ولسمشر احمدو احيجو باور ترلاسه کړ او بيا د اوو کلونو لپاره یې د وفادار لومړي وزير په توګه دنده ترسره کړه. په ۱۹۸۲ کې د اجيجو له ناڅاپي استعفا وروسته ولسمشر شو.
احجیو د واکمن ګوند مشري وساتله او ګومان یې کاوه چې دا د ولسمشرۍ تر څوکۍ مهمه ده. خو دی بيا همدلته لاس په کار شو د احيجو پلويان یې له واکه لرې کړل او هغه یې جلاوطنۍ ته اړ کړ.
په ۱۹۸۳ کال کې یې د يوې ناکامې کودتا هڅه شنډه کړه.

د عکس سرچینه، Reuters
د نوموړي د اوږدې سياسي واکمنۍ يو راز ښايي د هغه دویمه مېرمن شانټل وي چې له ده ۳۸ کاله کشره ده او په ۱۹۹۴ کې یې ورسره واده کړی دی.
شانټل د خپلو نارنجي وېښتانو، ټولنيز طبعيت او د خیريه کارونو له کبله مشهوره ده او تل د رسنيو پام ځانه ور اړوي. په مطبوعاتو کې ډېری وخت هغې د "کمېرون د زړونو د ملکې" لقب ورکول کېږي.
دوی د خپل شانداره ژوند د بڼې له کبله په کور دننه او بهر هم شهرت لري.
لور یې برېنډا ۲۷ کلنه ده، په ۲۰۲۴ کال کې یې پر انسټګرام اعلان وکړ چې همجنس خوښه ده. په کمېرون کې د همجنسو سره اړیکې تر پنځو کلونو د بند سزا لري.

د عکس سرچینه، Reuters
ولسمشر بیا له ۱۹۹۲ کال راهیسې له سياسي ننګونو ځان ژغورلی دی.
د ده د واکمنۍ یو شمېر لاسته راوړنې د ښوونځیو او دولتي پوهنتونونو پراختيا او همدارنګه د بکاسي لانجې د حل مديريت بلل کېږي. د بکاسي د تېلو بډایه ټاپو د نایجريا پر ځای کمېرون ته وسپارل شوه.
خو د ښاغلي پاول تر مشرتابه لاندې له نژدې يوې لسيزې راهيسې په لوېديځ کې د انګليسي ويونکو بېلتونپالو تاوتريخوالی او په شمال کې اورپکه ډله "بوکوحرام" شتون لري.
د هغو کسانو چې عمرونه یې له ۳۵ کلونو ښکته دي د بېکارۍ کچه ۴۰ سلنې ته رسېږي، د سړکونو او روغتونونو حالت خراب دی او د بيان ازادي یوازې تش په نامه پاتې ده.








