د نړيوالې جنايي محکمې له خوا د اسرائیلو لومړي وزير او د حماس مشر د نيول کېدو غوښتنه؛ نتنياهو په کلکه غندلې

نتنياهو

د عکس سرچینه، EPA

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د نړیوالې جنايي محکمې (ای سي سي) د څارنوال د غوښتنې په ځواب کې چې د ده د نیولو حکم يې صادر کړی دا غوښتنه په کلکه غندلې ده.

د محکمې څارنوال د ده تر څنګ د حماس د مشر يحی السنوار د زنداني کېدو لارښوونه هم کړې ده.

د دې محکمې لوی څارنوال کریم خان ویلي، داسې "د باور وړ دلایل" شته چې دغه دواړه لږ تر لږه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې د بشر ضد جنایتونو او جنګي جرمونو مسولیت لري.

ښاغلي خان همداراز د حماس دوو نورو مشرانو اسماعیل هنیه او محمد المصري او د اسرائيل دفاع وزیر یوواف ګالانت د نیولو غوښتنه کړې ده.

حماس او اسرائيل

د عکس سرچینه، Getty / EPA

د عکس تشریح، یحی السنوار او بنیامین نتنیاهو

د نړیوالې جنايي محکمې مرکز د هالنډ په هاګ کې دی او له تېرو درو کلونو راهیسې په اشغال شوې لویديځه تړانګه او په غزه کې د اسرائيل او همدا شان د اکتوبر له اوومې راهیسې د حماس کړنې ارزوي او څېړي.

اسرائيل د دې محکمې غړی نه دی او واک او اختیار یا پرېکړې یې هم په رسمیت نه پېژني خو فلسطین یې په ۲۰۱۵م کې غړی شوی.

اوس به محکمه ګوري چې ورسره شته شواهد د یادو کسانو د نیولو امر صادرولو لپاره کافي او ډاډمن دي او که نه. هغه چاره چې کله اوونۍ او کله میاشتې وخت نیسي.

د اسرائيل او حماس غبرګون

د نړیوالې جنايي محکمې دې غوښتنې ته اسرائيل او حماس دواړو غبرګونونه ښکاره کړي دي.

د اسرائيل د بهرنیو چارو وزیر اسرائيل کتز د دې محکمې دا عمل "تاریخي رسوايي" او ولسمشر یې اسحاق هرزوګ "تر شرمه اوښتی عمل" بللی او ویلي یې دي چې "دا د دې ښکارندويي کوي چې نړیوال قضايي سیسټم د له منځه تلو په حال کې دی."

کریم خان
د عکس تشریح، کریم خان (منځ کې ولاړ کس)

ښاغلي هرزوګ زیاته کړې چې دا "یو طرفه ګام" او "د یوه یو اړخیز سیاسي اقدام استازولي کوي چې د نړۍ ترهګر زړوروي او د محکمې له بنسټيزو قوانینو سرغړونه کوي."

د حماس یوه لوړپوړه چارواکي سامي ابو زُهري د نړیوالې جنايي محکمې د دغه اعلان په غبرګون کې ویلي چې ګواکې دا "له قربانيانو سره د جلاد د برابرولو په معنا ده"

حماس له دې محکمې غوښتي چې د دوی د مشرانو په اړه دې خپله پرېکړه بېرته واخلي او "د فلسطینیانو پر ضد د ټولو جنایت کوونکو مشرانو،‌ نېواک‌ګرو، افسرانو او پوځيانو د نیولو امر دې صادر کړي."

په همدې حال کې بریتانیا بیا د اسرائيل او حماس مشرانو په اړه د نړیوالې جنايي محکمې غوښتنه "بې ګټې" بللې ده چې ګواکې اوربند ته د رسېدو په لاره کې دا هېڅ درد نه شي دوا کولای.

د یادولو ده چې (ای‌سي‌سي) یوه نړیواله محکمه ده چې د غونډې دنیا په کچه اشخاص او مشران د ټول‌وژنې، د بشرضد جنايي جرمونو او جنګي جنایتونو په اړه محاکمه کوي. خو په خپله کوم امنیتي اجرائيه ځواک نه لري چې پر چا د جرم سزا عملي کړي بلکې د خپلو متحدانو په مرسته د هغوی د نیولو او عدالت ته د راښکلو اقدامات کوي.‌