قطر او امریکا په غزه کې اوربند ته هيله من دي: خبرې اترې وروستي پړاو ته رسېدلې

د عکس سرچینه، Getty Images
قطر او امریکا، چې په دوحه کې د حماس او اسرائيلو تر منځ د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره د روانو مذاکراتو اصلي منځګړي دي، وايي خبرې اترې وروستي پړاو ته رسېدلي دي.
که څه هم اساسي اختلافات حل شوي خو لا هم یوه جوته هوکړه نه ده شوې. اسرائیلو او حماس هم هوکړې ته د رسېدو هیله څرګنده کړې ده.
قطر وايي، هیله لري چې غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خلاصون پر سره به ډېر ژر هوکړه وشي. دې سره به دوحه کې د حماس او اسرائیلو مرکچیانو ته د نا مخامخ خبرو د وروستي پړاو لار پرانیستل شي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري یوې خبري ناستې ته وویل، په وروستیو اونیو کې مهمې مسلې حل شوي او د احتمالي هوکړې مسوده دواړو لورو ته سپارل شوې. هغه خبرداری ورکړی چې ښايي ډېرې وړې خبرې دا بهیر ټکنی کړی، څه چې په تېرو ۱۵ میاشتو کې په وار وار پېښ شوي او جګړه یې روانه ساتلې.
یوه فلسطیني چارواکي چې د مذاکراتو له بهیره خبر دی، بيبيسي ته ویلي چې په غزې تړانګه کې د اوربند او د یرغمل شوو کسانو د خوشې کولو په اړه د اسرائیلو او حماس تر منځ د هوکړې شرطونه وروستي شوي دي.
حماس هم ویلي چې له غزې تړانګې د اسرائيلي ځواکونو د وتلو لپاره یې خپل شرطونه په ډاګه کړي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د اسرائيلو او حماس تر منځ د خبرو دا پرمختګ تر هغه وروسته راځي چې د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ګواښ کړی و، که د ده تر لوړې مراسمو پورې کومه هوکړه ونه شوه نو "په منځني ختيځ کې به دوزخ جوړ شي."
بایډن هم تېره یکشنبه له اسرائيلي لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او پر دوشنبه د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني سره خبرې کړې دي چې د مذاکراتو منځګړیتوب کوي.
په هوکړه کې څه شرطونه دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
فلسطیني چارواکي بيبيسي ته ویلي چې د حماس او اسرائیلي چارواکو تر منځ نامستقيمو خبرو شاوخوا اووه ساعته وخت واخیست.
ده د هوکړې په اړه د ځینو احتمالي جزیاتو په اړه وویل "د هوکړې پر تخنیکي جزیاتو بحثونو ډېر وخت ونیو."
- دواړه غاړې سلا شوې دي چې د هوکړې پر لومړۍ ورځ به حماس درې یرغمل خوشي کوي او ترې وروسته به اسرائيل خپل ځواکونه د غزې له ګڼمېشتو سیمو باسي.
- اووه ورځې وروسته به حماس څلور نور یرغمل خلاصوي او اسرائيل به بېځایه شوي فلسطینیان پرېږدي چې له جنوبه بېرته شمال کې خپلو سیمو ته ستانه شي، خو د ساحلي سړک له لارې به پلي هلته ځي.
- موټرو، د څارویو له لورې کشوونکو ګاډو او لاریو ته به یوازې صلاح الدین سړک ته څېرمه له هغې لارې د تګ اجازه ورکړل شي چې له پلټونکو ماشینونو به تېریږي او قطری او مصری تخنیکي امنیتي ټيم یې سمبالوي.
- اسرائيلي ځواکونه به په فېلاډیلفیا دهلیز(د غزې او مصر ترمنځ لار) کې پاتې شي او په لومړي پړاو کې به د ختیځې او شمالي پولې په اوږدو کې ۸۰۰ متره حایله سیمه ساتي چې ۴۲ ورځې به دوام وکړي.
- اسرائيل هم منلې چې ۱۰۰۰ فلسطیني بندیان به خوشي کوي. په دوی کې هغه شاوخوا ۱۹۰ کسان هم شته چې له ۱۵ کلونو راهیسې په زندان کې دي. په بدل کې به یې حماس ۳۴ یرغمل خوشي کوي.
- د هوکړې په اړه د مذاکراتو دویم او درېیم پړاو به د اوربند پر ۱۶مه ورځ پیلېږي.
د امريکا د سپینې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار جک سلېوان هم هيله څرګنده کړې چې په غزه کې به د اوربند تړون هوکړه روانه اوونۍ ترسره شي.
يوه اسرائيلي چارواکي هم رويټرز خبري اژانس ته ويلي، خبرې اترې په وروستيو پړاونو کې دي او په راتلونکو ساعتونو او يا ورځو کې به ښايي يوه هوکړه وشي.
په همدې مهال راپورونه وايي چې د قطر پلازمېنه دوحه کې د اسرائيلو او حماس مذاکره کوونکي په يوه ودانۍ کې دي.
دا مذاکرات په پلازمېنه دوحه کې د قطر، مصر او امریکا په منځګړيتوب ترسره کېږي او د حماس په استازيتوب قطري چارواکي هم په کې ګډون لري.
ښاغلي سلېوان زياته کړې چې د بايډن حکومت چارواکي د خبرو اترو په اړه د ښاغلي ټرمپ له ډلې سره هم په اړيکه کې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د امريکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له بنيامين نتنياهو غوښتي چې د ده د لوړې له مراسمو مخکې د غزې جګړه پايته ورسوي. ټاکل شوې ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه د جنورۍ پر ۲۰مه لوړه وکړي.
د غزې له جګړې راهیسې، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبرپر ۷مه د حماس له خوا د اسرائیلو پر جنوب له برید وروسته پیل شوه، د حماس روغتیايي چارواکو په وینا، نژدې ۴۶ زره فلسطینیان وژل شوي چې ډېر یې ښځې او ماشومان یاد شوي.
د اکتوبر په اوومه پر اسرائيلو د حماس برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ نور یرغمل شول. اسرائیل وايي چې د دغو یرغمل شویو کسانو له ډلې ۹۴ یې لا هم په غزه او د حماس په لاس کې دي، چې باور کېږي ۳۴ یې مړه شوي دي.











