حماس د ۳۴ یرغملو اسرائیلیانو نوملړ خپور کړ چې فکر کېږي د اوربند له هوکړې سره به ازاد شي

حماس

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د ۲۰۲۳م کال اکتوبر کې له ۲۵۰ ډېر اسرائیل حماس یرغمل کړل

د حماس یوه لوړپوړي چارواکي بي بي سي ته د ۳۴ یرغمل شویو کسانو نومونه سپارلي او ویلي یې دي چې دوی چمتو دي له اسرائیلو سره د اوربند پر سر د هوکړې په لومړي پړاو کې دوی ازاد کړي.

خو تر اوسه معلومه نه ده چې د حماس په لاس نیول شوي څومره کسان لا ژوندي دي.

بي بي سي ته ورکړل شوي نوملړ کې د لسو ښځو او د لوړ عمر ۱۱ سړیو نومونه شته چې عمرونه یې له ۵۰ تر ۸۵ کلونو دي. په دغه نوملړ کې د ځینو کم عمره داسې ماشومانو نومونه هم ښکاري چې حماس مخکې "د اسرائیلو په بریدونو کې وژل شوي" بللي دي.

ځینې داسې یرغمل شوي هم په دې نوملړ کې ښکاري چې حماس ویلي " ناروغه شوي دي."

د حماس لخوا د دغه نوملړ اعلان به د اسرائیلو له لوري پر خپل حکومت فشار ډېر کړي چې اوربند ته غاړه کېږدي.

هم مهاله له غزې وروستي رپوټونه وايي چې د اسرائیلو تازه بریدونو هلته مرګ ژوبله اړولي ده.

د حماس د روغتیا وزارت چارواکو ویلي پر شنبه او یکشنبه د اسرائیلو هوايي بریدونو له ۱۰۰ ډېر کسان وژلي دي.

د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر هغه رپوټونه رد کړي چې ګواکې حماس د یرغمل شویو کسانو یو نوملړ دوی ته سپارلی دی.

د اسرائیلو او حماس تر منځ د اوربند نوې هڅې دوحه کې روانه اونۍ له سره پیل شوې، خو داسې بریښي چې تر اوسه د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

حماس

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د اسرائیلي بریدونو پرمهال پر وژل شویو خپلوانو ویرجنې میرمنې

د حماس یوه چاوراکي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د اسرائیلي برمته شویو کسانو د خوشي کولو لپاره باید هر ډول خبرې له غزې د اسرائیلو په وتلو او دایمي اوربند تمامې شي.

دغه چارواکی چې نه غواړي نوم یې رسنیزه شي وايي " تر اوسه اشغالګر د اوربند په خبرو زړه نا زړه دي او کوم پرمختګ نه دی شوی."

له دې مخکې حماس د ۱۹ کلن یرغمل شوي اسرائیلي لیري الباګ ویډيو خپره کړې چې د نتانیاهو له دولته غواړي چې له حماس سره هوکړې ته لومړیتوب ورکړي.

نوموړی له شپږو اسرائیلو سرتېرو سره د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر اوومه د حماس د برید پر مهال یرغمل نیول شوی دی.

هغه ورځ د حماس وسله والو د اسرائیلو په سوېل برید وکړ چې د رپوټونو پر بنسټ ۱۲۰۰ کسان پکې ووژل شول او ۲۵۱ نور یرغمل ونیول شول.

د حماس تر واک لاندې روغتیایې چارواکو په وینا له دې وروسته د اسرائیلو په بریدونو کې نږدې ۴۶ زره کسان په غزه کې وژل شوي دي.

دغو سرچینو ویلي اسرائیلي هوايي بریدونو د تېرې شنبې په ورځ هم غزه کې ۸۸ کسان وژلي دي. روېټرز خبري اژانس د روغتیایي سرچینو پر بنسټ د اسرائیلو په څلورو نورو بریدونو کې د ۱۷ کسانو د وژل کېدو رپوټ هم ورکړی دی.

اسرائیلي ځواکونو بیا پرون (یکشنبه) اعلان وکړ چې هوايي بریدونو کې یې له ۱۰۰ ډېر "ترهګر" په نښه کړي دي.