د روغتيا نړيواله اداره وايي د غزې شمال کې وروستی لوی روغتون د اسرائیلو د بريد له امله تړل شوی

غزه

د عکس سرچینه، Reuters

د روغتيا نړيواله اداره وايي، د اسرائيلو پوځ د غزې په شمال کې وروستی لوی روغتون له کاره غورځولی دی.

د دې ادارې په وينا د جمعې په ورځ د اسرائيلو د پوځ په بريد کې د کمال عدوان روغتون اصلې برخې سختې سوځېدلې او ويجاړې شوې دي.

د حماس تر کنټرول لاندې د غزې روغتيايي چارواکو د شنبې په ورځ وويل، چې د کمال عدوان روغتون د مشر په ګډون د روغتيايي برخې کارکوونکي هم نيول شوي دي.

د روغتون مشر ډاکتر حسام ابوصفيه له لومړنیو کسانو و چې د جمعې ورځې د اسرائيلو هوايي بريد کې يې د شاوخوا ۵۰ تنو د وژل کېدو اعلان وکړ.

د روغتيا نړيوالې ادارې د هغو ناروغانو د روغتيا په اړه اندېښنه ښودلې چې له روغتونه وتلو ته اړ شوي دي.

بل پلو اسرائيل وايي حماس دغه روغتون د خپل قوماندې د مرکز په توګه کاراوه خو په دې اړه يې شواهد نه دي وړاندې کړي. دا په داسې حال کې ده چې اسرائيل د بي بي سي په ګډون نړيوالو رسنيو ته اجازه نه ورکوي چې په مستقله توګه غزې ته ولاړ شي.

غزه کې روغتون

د عکس سرچینه، Getty Images

د ياد روغتون کارکوونکو ويلي، د اسرائيلو له بريدونو وروسته چې لسګونه کسان په کې ووژل شول دوی د اسرائيلو پوځ په زور له دې ځايه ايستلي دي.

د اسرائيلو پوځ د جمعې په ماسپښين وويل چې دوی د روغتون په سیمه کې عمليات ترسره کوي او دا ځای يې د "حماس د ترهګرو مرکز" بللی و.

له عملياتو وړاندې اسرائیلي پوځ ويلی وو، چې ملکي وګړو، ناروغانو او روغتيايي کارکوونکو ته يې د وتلو لاره برابره کړې وه.

په غزه کې د جګړې په پیل کې اسرائیلو ژمنه وکړه چې د حماس واکمني او پوځي وړتیاوې به له منځه وړي. د حماس د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې چې د ملګرو ملتونو او نورو لخوا د باور وړ ښکاري د جګړې له پیله، تر ۴۵ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.

د غزې د دوه اعشاریه درې میلیونه وګړو ډېره برخه یې بېځایه شوي دي او پراخه ویجاړي هم رامنځ ته شوې ده.