"د غږ اورېدلو اله مې د ګاڼې په بڼه بدله کړه"

"زه فکر نه کوم چې معلولیت باید پټ شي. خبره د فېشن نه ده– موخه د پټو غږونو اورېدل دي."
ګارګي اګروالا، کڼه زیږېدلي ده، غواړي له نورو هغو ځوانانو سره مرسته وکړي چې نشي اورېدلی، دا د غږ اورېدلو الو یا وسیلو لپاره ګاڼې جوړوي. ګارګي په یوې نړیوالې سیالۍ کې د دغو ګاڼو د ډیزاینولو لپاره جایزه ګټلې ده.
د لفبرا پوهنتون د دې محصلې بریالی ډیزاین ډېف مېټل په نوم کمپنۍ چې د اورېدلو وسیلې جوړوي په اصلي ګاڼو بدلوي. دوی دا خرڅوي او پیسې یې هغه خیریه موسسې ته ورکوي چې کڼو ماشومانو ته د زدکړې زمینه برابروي.
ګارګي وايي دا په دې اړه دی چې یو جادويي څیز په داسې څه بدل شي چې هم ښکلی وي او هم بیانونکی، چې کاروونکي یې لا ډېر په ځان باوري شي او پر خپل هویت ویاړ وکړي.
ګارګي، چې له دولس کلنۍ راهیسې د اورېدلو وسیله کاروي وايي دې الې یې ژوند بدل کړ، خو د خبرو کولو مهارت زده کول لا هم ورته سخت دي.
"دا ډېره سخته وه چې له اورېدونکي نړۍ سره یوځای شم، له ډېرو خلکو سره خبرې وکړم، ځکه یوازې مور و پلار او یو څو نور کسان مې لرل، لکه د وینا تراپي چې راکوي، یا یو یا دوه ښه ملګري چې ښه پوه وي. "
دا وايي "زه په ماشومتوب کې ځورول کېدم. نو له ټولنې سره یوځای کېدل ډېر ستونزمن و."

د دې په خبره د ټلویزوني خپرونې لو ایلنډ لومړۍ کڼې ګډونوالې تاشا غوري او د ګاڼو کمپنۍ "ډېف مېټل" له بنسټ اېښودونکې جېني اهتیاینن یې الهام اخیستی.
اغلې اګروالا وايي د اورېدنې وسایل فېشن ته اړول "په ټوله نړۍ کې زرګونه هغه کسان پیاوړي کوي چې نشي اورېدلی".
"ته د سختیو له لارې وده کوې، خو بیا هم غوړېږې. نو زه د کڼو ټولنه همداسې وینم،"
'د ځواک سرچینه'
اغلې اګروالا وايي غوښتل یې د بریتانیا یوې خیریه موسسې ته پیسې راټولې کړي، چې نور ماشومان د دې په څېر له ستونزو سره مخ نه شي.
دا زیاتوي دغه موسسه کڼو ماشومانو ته یوه ځانګړي او وختي تیراپي ورکوي چې دوی وکولای شي اورېدل او خبرې کول زده کړي.
"زه باور لرم چې هر ماشوم د ودې او پرمختګ حق لري."
د دې په وینا موخه یې د ډیزاین او معلولیت تر منځ واټن کمول و، چې داسې محصولات، پلتفارمونه او ټول ګډونی چاپیریال رامنځته شي".
"زه غواړم ډیزاین ته دوام ورکړم، چې نور ځوانان، په ځانګړي ډول هغوي چې پټ معلولیتونه لري، يه ځان باوری کړم، چې پر خپل هویت ویاړ وکړي او دا یې د خلاقیت او ځواک سرچینه وګرځي."











