د بزګرانو نړیوال اعتراض

په ټوله اروپا او اوس په هند کې بزګرانو سړکونه بند کړي او له پولیسو سره په اخ و ډب کې دي. په لندن ښار کې ۳۰ ټراکټورونه پر سړکونو درول شوي وو.

د هند له بېلابېلو معترضو ایالتونو بیا نوي ډیلي ته د بزګرانو اعتراض غځولو هڅه کړې او غواړي چې د محصولاتو نرخونه دې لوړ کړل شي.

پولیسو پنجاب او هریانا کې پر معترضو بزګرانو اوښلن ګاز هم کارولی چې نوي ډیلي ته یې د خوځښت مخه ونیسي.

پر هند سربېره، بریتانیا، روم، بیلجیم،‌ اسپانیا او پولنډ کې هم بزګرانو خپل ټراکټرونه سړکونو ته رایستلي او سړکونه یې بند کړي وو.