بریتانوي سیاستوال نایجل فراج ته د مرګ ګواښ له امله یو افغان پر پنځه کاله بند محکوم شو

د عکس سرچینه، PA Media
یو سړی چې په وړه کښتۍ کې بریتانیې ته رسېدلی و، بریتانوي سیاستوال نایجل فراج ته یې د وژلو ګواښ کړی و، چې له امله یې پر پنځه کاله بند محکوم شو.
(۲۶ کلن) فیاض خان د ۲۰۲۴ کال په اکټوبر کې په یوه ټیک ټاک ویډیو کې په لاس سره د تومانچې اشاره وکړه، بیا یې داسې حالت کې چې پر مخ یې دAK-47 د کلاشینکوف ټټو او نښو ته یې اشاره وکړه، د بریتانیا د(ریفورم) ګوند د مشر نوم یې واخیست.
د بریتانیا سوت (وارک کراون) محکمې ته وویل شول چې چارواکي پر دې باور وو چې دغه افغان کډوال یو جعلي نوم ورکړی او هغه په حقیقت کې یو ۳۱ کلن دی چې فیاض حسیني نومېږي.
له محکمې بهر په خبرو کې، ښاغلي فراج وویل، دا یو "بریا" ده چې د خان په نوم دغه "تاوتریخجن مجرم" زنداني شو.
تورن سړی د جمعې پر ورځ په ایسیکس کې د پارلمان غړي ته د وژلو ګواښ کولو په تور مجرم وپېژندل شو.

د عکس سرچینه، PA Media
فیاض خان پر ټیک ټاک د خپل "madapasa" په نوم اکاونټ کې په ویډیو کې پر خپل مخ ټټو ته اشاره کړې وه او ویلي یې وو چې هغه به فراج ته "پاپ، پاپ، پاپ" وکړي، او ښاغلی فراج یې "انګریز نایجل" یاد کړ. ( پاپ،پاپ د ډزو د غږ په معنا کارول کېږي)
فراج د محاکمې پر مهال دا ګواښ "ډېر وېروونکی" وباله او زیاته یې کړه: "دې ته په کتو چې له ټوپک سره یې څومره نږدې اړیکې درلودې او ټوپکې یې خوښېدلې، زه رښتیا هم اندېښمن شوم."
هغه له سزا اورولو وروسته وویل "یوازینی دلیل چې موږ د دې سړي په اړه پوهېږو، دا دی، چا چې دا ویډیو ماته پر ټیک ټاک واستوله." هغه پوښتنه وکړه: "زه حیران یم چې اوس په دې هېواد کې څومره نور (ماداپاسه) شته؟"
دا پیښه وروسته له هغې وشوه چې تورن له وسپنیزې پنجرې چیغې وهلې چې غواړي بېرته افغانستان ته ولاړ شي او په فراج یې تور ولګاوه چې هغه یې کاروي "ځکه غواړي چې لومړی وزیر شي."
'دوښمنان'
دغه کس یو له هغو ۶۵ کډوالو و چې په یوې تورې ربړي کښتۍ کې سپاره وو او د انګریز تنګي له لارې د بریتانیې خاورې ته ننوتل.
څارنوال پیټر راټلف وویل: "تورن سړي د خپل سفر ویډیو په ژوندۍ بڼه خپروله، چې داسې ښکاري ډېر کسان یې لیدونکي وو."

د عکس سرچینه، Metropolitan Police
محکمې ته وویل شول چې خان یو جعلي نوم ورکړی و ځکه چې هغه "دښمنان لرل او نه یې غوښتل چې هغه ومومي."
خو څارنوالۍ وویل چې دا "ډېره شونې ده" چې هغه په سویډن کې د ژوند کولو پرمهال د خپل جنایي ریکارډ له امله ناسم معلومات ورکړي وي.
ښاغلي راټلف دا ادعا هم رد کړه چې خان خبر نه و چې په وړې کښتۍ کې بریتانیې ته راتلل ناقانونه دي.
هغه ادعا وکړه چې خان له سویډنه بریتانیې ته د خپل سفر په مستندولو او له سلګونو زرو لیدونکو سره په شریکولو سره "د نورو د هڅونې نیت درلود."
'د ټوپک اشارې'
محکمې ته وویل شول چې خان په سویډن کې ۱۷ پخوانۍ جرمي قضیې لري، چې په کې د چاقو ګرځول، ګواښوونکي چلند او ویجاړونکې کیسې شته. خان په ۲۰۱۹ کال کې هم د یو عامه خدمتګار پر وړاندې د ګواښوونکي چلند له امله زنداني شوی و.
د ۲۰۲۴ کال د اکټوبر پر ۱۲ مه، فراج یوټیوب ته یوه ویډیو اپلوډ کړه چې سرلیک یې و "د یو غیر قانوني کډوال سفر"، چې خان یې پکې ښودلی و او اشاره یې کړې وه چې "ځوان جنګي سړی زموږ هېواد ته راځي چې موږ یې په اړه لږ څه پوهیږو."
د خان په محاکمه کې قاضيانو ته وویل شول چې هغه دوه ورځې وروسته په یو ټیک ټاک ویډیو کې فراج ته ګواښ وکړ:
"ته ما نه پېژنې. زه بریتانیا ته راغلی یم ځکه غواړم ستا له خور سره واده وکړم. ته ما نه پېژنې."
"نور زما په اړه خبرې مه کوه. ویډیو ډیلیټ کړه."
"زه بریتانیا ته راځم. زه به پاپ، پاپ، پاپ وکړم."
ښاغلي راټلف منصفه قضايي پلاوي ته وویل چې کله خان "پاپ، پاپ، پاپ" ویل، هغه په لاس سره "د ټوپک اشارې" کولې او کامرې ته یې په سر ټک ورکاوه.
د سزا ورکولو پر مهال، د خان مدافع وکیل وویل چې تورن غواړي له فراج او د هغه له خور "د هر ډول سپکاوي او خپګان له امله بخښنه وغواړي."
هغه د بریتانیې خاورې ته په غیر قانوني ډول ننوتلو په تور هم په اته میاشتې بند محکوم شو چې له پخوانۍ سزا سره یوځای به پلی کېږي، چې پخوا یې پرې اعتراف کړی و.
د سلطنتي څارنوالۍ ادارې څارنوال نیکولاس کوټس وویل: "خان نه یوازې په غیر قانوني توګه بریتانیې ته ننوتلی، د زرګونو پلویانو په مخ او عام محضر کې یې د پارلمان د یوه غړي پر وړاندې وېروونکي ګواښونه کړي دي."
"منتخب سیاستوال باید وکولی شي خپلې دندې له زیان یا ناوړه چلند پرته په ازاده توګه ترسره کړي، او موږ به ډاډ ترلاسه کړو چې هغه کسان چې هڅه کوي دوی وویروي، له بشپړ قانوني ځواک مخ کېږي."








