کابل کې د رسنیو د ازادۍ نړیوالې ورځ په مناسبت غونډه

کابل کې د رسنیو د ازادۍ نړیوالې ورځ په مناسبت غونډه

نن د (مۍ ۳مه) د رسنیو د ازادۍ نړۍ واله ورځ ده، چې خبریالان یې د نړۍ لر او بر لمانځي.

په کابل کې هم د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې له خوا پر دې ورځ یوه غونډه جوړه شوې وه چې خبریالان، د رسنیو مسؤولین او د طالبانو حکومت چارواکي ورغلي وو.

په دې غونډه کې پر هغو ستونزو او ننګونو خبرې وشوې چې نادولتي افغانې رسنۍ ورسره لاس او ګریوان دي. معلوماتو ته د لاس رسي برخه کې ستونزې د لویې ننګونې په توګه یاده شوه. خبریالانو د طالبانو حکومت له چارواکو وغوښتل چې هغه زنداني خبریالان دې هم خوشې کړي چې دا ګړۍ په توقیف کې دي.

کابل کې زموږ همکار سمیع الله موسی زی هم دې غونډې ته ورغلی وو.