الوتکه د ناستې پرمهال له موټر سره ټکر کوي

الوتکه د ناستې پرمهال له موټر سره ټکر کوي

په یوه لارۍ کې دننه لګېدلې کامرې هغه شېبه ثبت کړې چې د امریکا نیویارک ښار ته څېرمه د یونایټېډ ایرلاینز هوايي شرکت الوتکه هوايي دګر ته نږدې له روان موټر سره ټکر کوي. دا الوتکه د اېټالیا له وینس ښاره الوتې او د نیوارک په لېبرېټي نړیوال هوايي ډګر کې د کېناستو په حال کې وه. الوتکه خوندي کېناسته او پکې ناستې ۲۳۱ تنه سورلۍ او کوربه ډلې ته د کوم زیان اوښتو خبر نه دی ورکړل شوی. د لارۍ چلوونکی برسېرن ژوبل شوی دی او د امریکا د ټرانسپورټي خوندیتوب ملي ادارې ویلي چې د پېښې او له یاد هوايي شرکته یې پلټنې پیل کړې دي. هوايي شرکت هم خپلې الوتکې ته اوښتی زیان ارزوي.