الوتکو کې ۷۰ کاله تجربه لرونکې خدمتګاره مړه شوې

بېټ نش

د عکس سرچینه، CBS

بېټ نش چې د ګېنېس نړيوال ريکارډ له مخې الوتکو کې د خدمت کولو تر ټولو اوږده تجربه لري د ۸۸ کلونو په عمر مړه شوې ده.

نوموړې ۷۰ کاله الوتکو کې د خدمتګارې په توګه دنده ترسره کړې وه.

د اغلې نش د مړينې خبر د امريکن ايرلاينز شرکت له خوا چېرته چې هغې په وروستیو کې کار کاوه اعلان شو.

"نوموړې په ۱۹۵۷ کال کې په کار پيل وکړ او الوتکه کې د تر ټولو اوږدې مودې لپاره د خدمت کوونکې نړيوال ریکاډ يې په خپل نامه کړ."

ياد شرکت د مېرمن نش خدمتونه "الهام بښوونکي" بللي دي.

نش خپله دنده له ايسټرن اېیرلاينز شرکت سره پيل کړې وه، بيا يې له ځينو نورو شرکتونو سره هم کار وکړ او وروسته يې په امريکن اېيرلاينز کې دنده پيل کړه.

نوموړي د خپلې کاري دندې پر مهال د نيويارک، واشنګټن او بوسټن تر منځ تګ راتګ کاوه. نش دا لاره غوره بلله ځکه چې هره شپه يې په خپل کور کې تېرولی شوای.

دا په دې لاره د هغو مسافرو لپاره چې ډېر تګ راتګ يې کاوه يوه پېژندل شوې څېره وه.

نوموړې په ۲۰۱۷ کال کې سي بي اېس خبري شبکې ته ويلي وو، "خلک هماغه پخواني خلک دي. ټول لږ څه مينې ته اړتيا لري. "

د امريکايي رسنيو په وينا، اغلې نش د مې پر ۱۷ نېټه په يوه روغتون کې مړه شوه. نوموړې په دې وروستيو کې د سينې په سرطان اخته شوې وه.

بېټ نش څو کاله وړاندې په يوه مرکه کې ويلي وو، کله يې چې لومړی دنده پيل کړه "يوه عجيبه خبره دا وه چې شرکت به يې د کار له پيلېدو مخکې وزن کوت، که چېرې يې وزن زيات شوی وی له دندې ګوښه کېده."

نوموړي لس کاله وړاندې په یوه مرکه کې ويلي وو، "هغه وخت به پر مسافرو له ډوډۍ وروسته د الوتنې پر مهال سګریټ او اورلګيت خرڅول کېدل او زه به له کینټ او مارلبورو سګریټو سره يوه خوا بله خوا ګرځېدم."

د مسلکي الوتنې د عملې ټولنې د هغې له کورنۍ او ملګرو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلې يې دي چې "بېټ به تل زموږ د تاریخ یوه نه بېلېدونکې برخه وي او تل به زموږ په ياد وي."