پاکستان 'مذهب ته د سپکاوي منځپانګې' له کبله پر ویکیپېډیا بندیز لګولی

ویکیپېدیا

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, ماریا زکارو
    • دنده, بي بي سي نیوز

پاکستان کې (مذهب ته د سپکاوي) د منځپانګې د کوربتوب له کبله 'ویکیپېډیا' بنده شوې ده.‌

دا ګام د شنبې په ورځ وروسته تر هغه اخیستل شوی چې وړتیا انلاین دائرة المعارف ته ۴۸ ساعته وخت ورکړل شوی و چې ځینې مواد ړنګ کړي.

د پاکستان د مخابراتو ادارې یا (PTA) ویلي، ویکیپېدیا پر اولټیماټم د عمل کولو کې پاتې راغلې.

د ویکيمېډیا بنسټ چې د ویکیپېدیا کوربتو کوي، ویلي، دا بندیز په دې معنا دی چې پاکستانیان به "د د پوهنې له تر ټولو لوی وړیا زېرمتون" ته له لاسرسي منع شي.

مذهب ته سپکاوی پاکستان کې یوه له ډېرو حساسو او فتنه پاروونکو مسالو ده.

په دغه ګڼ مسلمان مېشتي هېواد کې وړاندې پر Tinder، فېسبوک او ټویټر هم بندیزونه لګول شوي وو.‌

د پاکستان د مخابراتو ادارې ویاندې ملاحت عبید ویلي، ویکیپېډیا "مذهب ته د سپکاوي د منځپانګې" لیرې کولو پر سر د دوی "تکراري لیکونو" ته په ځواب ویلو کې پاتې راغلې ده.

دا وايي: "دوی ځینې مواد لیرې کړل،‌ خو ټول نه،‌ نوموړې زیاتوي، دا تاییدوي چې یاده وېبپاڼه به تر هغه وخته بنده پاتې شي چې "ټول رد کړل شوي مواد" ترې ړنګ شوي نه وي.

ددغو موادو په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

ویکیمېډیا بنسټ ویلي، که دا بندیز دوام وکړي، نو "د پاکستان پوهنې، تاریخ او کلتور ته به ټول خلک له لاسرسي محروم" کړي.

د وینا د ازادۍ ځینوې فعالانو ددغه ګام په اړه اندېښنه ښودلې او وايي داسې ښکاري چې "د انټرنېټ پر منڅپانګې د لا ډېر کنټرول همغږي او هڅې" ډېرې شوې دي.

د ډیجیټل د حقونو یو فعال اسامه خلیجي ویلي: "اصلي هدف د هر ډول مخالفت د غږ خپ کول دي".‌

دی زیاتوي: "ډېر کله مذهب ته سپکاوی د دغه هدف لپاره د وسلې په توګه کارول شوی".

په ۲۰۱۰ کال، پاکستان له دې کبله یوټیوب چینل بند کړ،‌ چې مقدساتو ته د سپکاوي منځپانګې پکې ډېرې شوې وې.

بیا په همدې کال پر انټرنېټ د اسلام د پیغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) د انځورونو د رسمولو کمپاین ته د بلنې په درشل کې پر فېسبوک بندیز ولګول شو.

همداشان د Tinder او Grindr په ګډون د ملګرو موندلو پر کاریالونو (اپلېکېشنونو) د "غیر اخلاقي منڅپانګې" له کبله بندیز ولګېد.‌