د امریکا او اوکرایین تر منځ د زېرمو هوکړې ۷ مهم ټکي څه دي؟

ټرمپ زېلېنسکي

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, پاورل کېربې، جیمز ګیرالډ او ټام جیوګهیګان
    • دنده, بي بي سي

د امریکا او اوکرایین تر منځ یوه هوکړه شوې، چې له مخې به یې امریکا د جګړه ځپلي اوکرایین ځینو طبیعي زېرمو ته لاسرسی ومومي.

د دې هوکړې لپاره تر میاشتو پورې خبرو دوام وکړ، چې له مخې به یې یوه اندازه پانګه اچوونه کېږي، چې اوکرایین تمه کوي له درې کلنې جګړې وروسته به ورسره د امریکا ملاتړ ترلاسه کړي.

اوکرایین اوس د دې هوکړې محتوا بهر ته خپره کړې، تبصرې پرې کېږي او دلته یې ۷مهم ټکي یادېږي.

ټرمپ مخکې د هغو ۳۵۰ میلیاردو ډالرو غوښتنه کوله، چې د ده په وینا د جګړې په ترڅ کې امریکا اوکرایین ته ورکړي، خو ولسمشر زېلينسکي دا غوښتنه رد کړې وه.

خو داسې ښکاري چې واشنګټن یو امتیاز لري. د اوکرایین لومړي وزیر ډینس شمېهال وايي، هوکړه کې داسې څه نه دي ویل شوي، چې اوکرایین به د 'پور' په نامه بېرته کومې پیسې ورکوي.

اوکرایین څه ډول منرالونه لري.

ټرمپ په خپل ځای دا هوکړه د خپل لوري لپاره یوه بریا بللې. دی وايي، هېواد به ''د تیوري له مخې'' د هغه څه پرتله خورا ډېر څه ترلاسه کړي، چې اوکرایین ته د امریکا مخکیني ولسمشر جو بایډن حکومت له لوري ورکړل شوي وو.

د پوتین لپاره د امریکا سخته لهجه

د دې هوکړې د اعلان پر مهال د روسیې لپاره د امریکا لهجه په پام وړ توګه د هغې پرتله زیاته ترخه وه، چې معمولاً د ټرمپ حکومت ادارې په تېر کې ورته کاروله.

په هوکړه کې د ''روسیې بشپړ یرغل'' یادونه شوې او د امریکا مالیې وزارت پکې زیاتوي، ''د اوکرایین په بیا رغونه کې به داسې هېڅ یوه شخص یا هېواد ته د ګټې اخیستنې اجازه نه ورکول کېږي، چې د روسیې له جګړه ییز ماشین سره یې د تجهیز او اکمالاتو برخه کې مرسته کړې.''

دا به کیېف ته په زړه پورې وي، ځکه غواړي د مسکو او واشنګټن تر منځ د یوه حتمالي اوربند خبرو کې پر روسیې نور فشار زیات شي.

د منرالونو تر څنګ تېل او ګاز

که څه هم د هوکړې په هکله خبرو کې بحث د اوکرایین پر منرالونو ورټول و، په هوکړه کې بیا د تېلو، طبیعي ګاز او نورو هایډروکاربون توکو په هکله هم مقررات وضع شوي دي.

خو په هرصورت د ټولو سرچینو ملکیت به له اوکرایین سره وي، خو امریکا به په شریکه توګه لاسرسی ورته لري. د تېلو او ګازو شمولیت ته د اوکرایین دریځ نرمښت په نظر کتل کېږي، ځکه په لومړنۍ مسوده کې دا توکي شامل نه وو.

له اروپايي ټولنې سره د کیېف یو ځای کېدو لپاره د خنډ نشتوالی

اوکرایین له اوږدې مودې راهیسې له اروپايي ټولنې سره د یو ځای کېدو هیله لري او په دې هکله تېره جون میاشت کې خبرې هم پیل شوې دي.

په کیېف کې داسې اندېښنې وې، چې ښايي که هوکړه کې امریکايي پانګوالو ته لومړیتوب ورکړل شي، له اروپايي ټولنې سره د کیېف یو ځای کېدو کې به خنډ او ځنډ رامنځته کړي، ځکه کیېف او بروکسل د خامو موادو لپاره له مخکې د ملګرتیا یوه ستراتیژیکه هوکړه لري.

خو د هوکړې متن کې ویل شوي، چې امریکا ته له اورپايي ټولنې سره د یو ځای کېدو په هکله د اوکرایین نیت معلوم دی او دې هوکړه کې له له هغه سره د ټکر لپاره اړتیا نه شته.

په هوکړه کې دغه راز ویل شوي، چې که اوکرایین له اروپايي ټولنې سره د یو ځای کېدو لپاره وغوښتل چې د دې هوکړې پر ځینو مواردو له سره غور وشي او ''اضافي ژمنو'' ته اړتیا وه، امریکا به له ښه نیت سره په دې هکله نورو خبرو ته چمتو وي.

دغه راز هوکړه کې ویل شوي، چې امریکا به له اروپايي ټولنې او بل هر لوري اوکرایین ته د پانګې او تکنالوژۍ په لېږد کې مرسته وکړي.

د امریکايي پوځي مرستو موضوع بیا رابرسېره کېدل

امریکا پر دې هوکړې د لاسلیک له اوکرایین سره د پوځي مرستو دوام لپاره اړین باله. د اوکرایین د لومړي وزیر لومړۍ مرستیاله یولیا سپیرېدینکو چې د هوکړې لاسلیک لپاره واشنګټن ته تللې وه، دا د دافع هوا نظام په ګډون په راتلونکي کې د نورو امریکايي مرستو لپاره لار هواروي.

امریکا اوکرایین ته څه ورکړي؟

دې سره به د ټرمپ لپاره ستراتیژۍ کې بدلون هم راځي، چې واک ته له رسېدو وروسته یې له اوکرایین سره د پوځي مرستو کمولو غږ کړی و. یوه سملاسي پوښتنه چې راپورته کېږي، له دې هوکړې وروسته د جګړې څرنګوالي په هکله ده.

بیا هم امریکا له دې په شا کېدای شي...

داسې ښکاري چې د امریکا له لوري کوم کلک امنیتي تضمین نه شته، چې اوکرایین او اروپايي ټولنې یې له ډېر مخکې نه د ترلاسه کولو هڅې کولې. ټرمپ له اوږدې مودې راهیسې د پوځي مرستو په هکله د داسې ژمنې کولو ته زړه نازړه و، چې بایډن کړې وه.

د نوموړي ليوالتیا بیا د اقتصادي ژمنو تر حده چې په دې تړون کې یې یادونه شوې، له اوکرایین سره د امریکا مرستو ته ضمني ده. د دې مانا دا هم ده، چې بیا هم د اوکرایین تر ټولو مهم اتحادي په ژمنو کې یو څه نازکتیا شته.

ګټې به بېرته په اوکرایین کې لګول کېږي؟

د اوکرایین له لوري یو جالب ټکی دا یادېږي، چې د بیارغاونې پانګې په لومړۍ لسیزه کې به د دې ټوله ګټه بېرته د اوکرایین په اقتصاد کې لګول کېږي، چې دا په نویو پروژو کې او یا هم د بیارغاونې په برخه کې لګول کېدای شي. دا به خورا پاموړ وي، چې په لومړنیو لسو کلونو کې به د امریکا لپاره په دې کې هېڅ اقتصادي ګټه نه وي.

خو داسې ښکاري چې دا ماده په هغه هوکړه کې نه شته، چې په واشنګټن کې لاسلیک شوې، بلکې ښايي وروسته به د یوې اضافي ''تخنیکي'' هوکړې برخه وي.

د کیېف په وینا له دې لومړنیو لسو کلونو وروسته به ګټه د شریکانو تر منځ وېشل کېږي.

د امریکا مالیې وزیر سکاټ بیسینټ د چهارشنبې پر ورځ ناوخته له فوکس نیوز سره خبرو کې وویل، دا هوکړه د امریکا خلکو ته یو پیغام لري، چې ''موږ د ګډون فرصت لرو، چې څه پانګه او وسلې اخلو د دوی جبران کوو او د اوکرایین خلکو په بریالیتوب کې برخه اخلو.''