تل ابیب کې زرګونه خلکو د نتنیاهو د لیرې کېدو په پلوۍ لاریون وکړ

د عکس سرچینه، REUTERS
پر غزه د اسرائیلي بریدونو په ۸۵مه ورځ هم اسرائیلو پر غزه خپل بریدونه روان ساتلي، خو تل ابیب کې زرګونو اسرائیلي وګړو د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو بې واکه کېدو په پلوۍ لاریون کړی.
نتنیاهو د شنبې په ورځ یوه خبري غونډه کې وویل، په "ټولو جبهو" کې به جګړه روانه وي.
ده وویل چې "بریا او خپلو موخو ته د رسېدو لپاره وخت ته اړتیا لرو".
اسرائیلي رسنیو ویلي چې د اسرائیلو دفاع وزیر له نتنیاهو سره ګډې خبري غونډې ته حاضر نه شو.
د اسرائیلو ۱۳ شبکې ویلي، په دې خبري غونډه کې د دفاع وزیر یواو ګالانت او د جګړې د کابینې د غړي بني ګانټز نه حاضرېدل د دوی ترمنځ پر هغه ترینګلتیا دلالت کوي چې د پوځي عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته دوی د غزې د راتلونکې او برخلیک په اړه اختلاف لري.
د نتنیاهو ځینې منتقدین هغه تورنوي چې د خپلې سیاسي بقا لپاره د جګړې اوږدول غواړي.
د نتنیاهو د خبري کنفرانس هممهاله تل ابیب کې زرګونه لاریونیان راغونډ شوي وو او د هغه بې واکه کېدل یې غوښتل.
'زموږ ۹۹ طبي پرسونل لا هم له اسرائیلي پوځ سره بندیان دي، ۲۳ روغتونونه په ټپه درېدلي'

د عکس سرچینه، Reuters
په غزه کې د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت ویلي، په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه د دوی ۳۱۲ طبي پرسونل وژل شوي او د دوی ۹۹ طبي کادرونه "لا هم له اسرائیلي پوځ سره بندیان" دي.
دغه وزارت له اسرائیلو سره د هغو زرګونو بندیانو ناقانونه ساتل غندلي چې وايي "په جسمي او رواني ډول ربړول کېږي، وږي او تږي پرېښودل کېږي، بېخوبه کېږي او په ډېره سړه هوا پرلپسې پوښتنې ګروېږنو ته اوږدمهال پرېښودل کېږي".
خو اسرائیلي پوځ تېره اونۍ د بندیانو د ربړولو په باب تورونه رد کړي وو.
د غزې د روغتیا وزارت زیاتوي، په غزه تراډه کې یې ۲۳ روغتونونه او ۵۳ روغتیايي مرکزونه د اسرائیلو د پرله پسې بمباریو له کبله په ټپه درېدلي او په دې بمباریو کې د دوی ۱۰۴ امبولانسونه له منځه تللي دي.
د شنبې په ورځ دغه وزارت پر نړیوالې ټولنې د نورو طبي مرستو استولو او د ټپیانو د ایستلو غږ وکړ.
د وزارت په وینا، د اسرائیلو په بمباریو کې د وژل شویو خلکو شمېر ۲۱۶۷۲ ته رسېدلی او ۵۶۱۶۵ نور ټپیان شوي او یوازې یو سلنه ټپیان د رفح له لارې بهر ته ایستل شوي دي.
د غزې سوېل کې درنه جګړه روانه ده؛ د عدالت نړیواله محکمه کې د اسرائیلو پر ضد عریضه شوې

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/SHUTERSTOCK
په غزه کې د سختې جګړې سره هممهاله سویلي افریقا د عدالت نړیواله محکمه کې د اسرائیلو پرضد قضیه ثبت کړې او ادعا کوي چې په غزه کې "ټولوژنه" روانه ده.
د ملګرو ملتو دغې محکمې تائید کړې چې د ټولوژنې د کنوینسیون له مخې یې د شویو ادعاوو په اړه خپل بهیر پیل کړی دی.
اسرائیل دغه ډول ادعاوې ردوي او "بې بنسټه" یې ګڼي.
په دغه نړیواله محکمه کې له عریضې وروسته، د سویلي افریقا ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي هېواد یې مسوولیت لري چې "د ټولوژنې مخه ونیسي."
سویلي افریقا زیاتوي، "په غزه کې د جنګي او بشري جنایتونو په ګډون د نړیوالو جرمونو رپوټونه شته... او اوس هم دا جرمونه کېږي."
محکمې ته په وړاندې شوي ۸۴ مخه اسنادو کې ویل شوي چې د "اسرئیلو کړنې ټولوژنه ده" ځکه په ډله ییز ډول د فلسطین خلک له منځه وړي.
ټاکل شوې محکمه پر دغو اسنادو راتلونکې اوونۍ بحث وکړي.
د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي ، "اسرائیل نړیوالو قوانینو ته ژمن دی" او ټینګار کوي چې "اورپکو سره په جګړه بوخت دي."
د غزې جنوب کې د اسرائیلي ځواکونو او حماس ترمنځ درنه جګړه روانه ده

د عکس سرچینه، Getty Images
رپوټونه وايي، د غزې په جنوب خان یونس کې د اسرائیلي ځواکونو او حماس ترمنځ درنه جګړه روانه ده. تېره شپه اسرائیلو الوتکو او شوبلو د خان یونس پر شاوخوا سیمو هم درانه بریدونه کړي دي.
د اسرائیلو پوځ وايي، په غزه کې د هوا او ځمکې له لارې په غزې تړانګې ګزارونه کړي او ځواکونه یې هم "درنه جګړه" کې له حماس وسله والو په نښتو کې کېوتي دي.
اسرائیل وايي، خان یونس د حماس ډلې یو پیاوړی مرکز دی. د اسرائیلو د تازه بریدونه او عملیاتو له امله لسګونه زره کسان نور بې ځایه شوې دي.
داسې حال کې چې د جګړو له امله د غزې جنوب کې په پراخه کچه خلک بې مېنو شوي، د ملګرو ملتونو ادارې د ناروغیو د ډېرېدو رپوټونه ورکوي.

د عکس سرچینه، Reuters
پناه ځایونه ډک شوي، پاکۍ ته پام ګران شوی، درمل په سختۍ موندل کېږي او روغتیايي سیستم له وړاندې له پر ځېدو سره مخ دی. د روغتیا نړیواله ادراه وايي، ډېر اندېښمن دي چې میکروبي ناروغۍ به لار ډېرې شي.
پرون جمعه یونیسف له اسرائیلو سره په همغږۍ ۶۰۰ زره دوزه واکسین غزې ته لېږدولي چې هغو ماشومانو ته یې ورکړي چې واکسینونه یې پاتې شوي دي. په غزه کې ډېر ماشومانو ته له وړاندې پلان شوي واکسینونه نه رسېږي.
د حماس تر واک لاندې روغتیا وزارت وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸۷ کسان د اسرائیلو په تازه بمباریو کې او بریدونو کې وژل شوي دي.
له دې سره په غزه کې د ټولو وژل شویو فلسیطنیانو شمېر له ۲۱ زره ۵۰۰ واوښت او نژدې ۵۶ زره کسان ټپیان شوي هم دي.








