" روزونکي راباندې جنسي تېری وکړ"

دلته د باوباو وینی، هغې عینکې او خړ کالي اغوستې دي. د هغې چپ لور ته یوه نارنجۍ رنګینه انځور دی. د هغې ښي لور ته یوه نیلي رنګینه انځور دی چې د هغې ښوونځي مخې ته ښکاري. په دې ښوونځي کې پرانیستې دهلېزونه دي چې پرې جالۍ اچول شوې او د چینایي لیکونو سره ښکاري.

د سهار له باران وروسته چې باوباو د لمدې خاورې بوی احساس کړي، لا یې هم زړه په چټکۍ درزېږي.

دا بوی هغه بېرته هغو لومړنیو پوځي تمرینونو ته وړي چې د تړلو دروازو تر شا به کېدل او هغې تلپاتې وېرې ته چې د لېژنګ د کیفیتي زده‌کړو په ښوونځي کې یې هره ورځ ور ترخه کړې وه.

باوباو وايي، د شپږو میاشتو لپاره، هغه مهال چې یوازې ۱۴ کلنه وه، نږدې هېڅکله له هغې سرې او سپین‌ رنګه ودانۍ ونه وته چې د چین په یوه لېرې پراته کلي کې موقعیت لري.

هلته روزونکو هڅه کوله هغه ځوانان د دوی په ټکو "سم کړي" چې کورنیو یې سرکښ یا جنجالي بلل.

دا وايي، هغو زده‌ کوونکو چې امرونه یې نه‌ منل، دومره سخت وهل کېدل چې څو ورځې به په شا نه‌ شول ویدېدلی، نه به کېناستلی شول.

باوباو چې اوس ۱۹ کلنه ده او د غچ اخیستنې له وېرې په مستعار نوم لاندې خبرې کوي، وايي:

"هره شېبه دردونکې وه."

هغې وویل، د ځان‌ وژنې فکر ورسره پیدا شوی و او داسې نور زده‌ کوونکي هم پېژني چې د ځان‌ وژنې هڅه یې کړې وه.

"تېری او وهل ټکول"

د بي‌بي‌سي "ای" څېړنې څرګنده کړې چې په دې ښوونځي او د همدې شبکې په نورو ادارو کې د فزیکي ځورونې ګڼ تورونه شته او داسې پېښې هم ثبت شوې چې ځوانان تښتول شوي او دغو بنسټونو ته وړل شوي دي.

که څه هم په چین کې له څو لسیزو راهیسې بدني سزا منع ده خو بي‌بي‌سي د ۲۳ پخوانیو زده‌ کوونکو شاهدي راټولې کړې دي چې وایي وهل شوي او یا اړ ایستل شوي چې له حده زیات سخت بدني تمرینونه ترسره کړي.

له دې ډلې یوه وايي، جنسي تېری پرې شوی او دوه نورې چې یوه یې باوباو ده، زیاتوي، د روزونکو له لورې ورسره جنسي تېری، ناوړه چلند یا ځورول شوې دي.

پټې ویډیو ښودلي چې د دغو بنسټونو کارکوونکي ځانونه د چارواکو په څېر معرفي کوي، چې ځوانان په زور خپلو ادارو ته ولېږدوي.

دیارلس زده‌ کوونکي وایي، د مور او پلار په اجازه، د دغو ښوونځیو کارکوونکو چې ځانونه یې پولیس یا دولتي مامورین معرفي کړي وو، هغوی تښتولي دي.

دا روایتونه چې د بي‌بي‌سي نړیوالې څانګې له مرکو، د فعالانو له راټولو شویو بیانونو، د پولیسو له راپورونو او د دولتي رسنیو له مطالبو اخیستل شوي، او دا د پنځو ښوونځیو په اړه دي.

دغه ښوونځي د لږ تر لږه لسو ادارو د یوې شبکې برخه دي چې ټول یا خو د لي ژېنګ په نوم د یوه پخواني پوځي له لوري چلول کېږي او یا ورسره نږدې اړیکې لري.

د باوباو د شا له لوري انځور دی چې یوې هېندارې ته ګوري. په هېنداره کې د هغې څېره تته (بلر) ښکاري، څو یې پېژندنه پټه وساتل شي. هغې اوږده تور وېښتان لري او خړ ټي‌شرت اغوستی.
د عکس تشریح، باوباو وايي، په دغه ښوونځي کې تېره شوې هره شېبه ورته "ډېره دردناکه او ځورونکې" وه.

دا مرکزونه د یوه مخ پر پراخېدو صنعت برخه دي چې اندېښمنو والدینو ته ژمنه ورکوي، پوځي‌ ډوله سخت نظم به د ځوانانو د نافرمانۍ، د انټرنېټ اعتیاد، د تنکۍ ځوانۍ مینې اړیکو، خپګان، او همدارنګه د جنسیت او جنسي هویت په اړه ستونزې هوارې کړي.

ځینې مور او پلار ان تر ۱۸ کالو پورته کسان هم دغو مرکزونو ته لېږي، سره له دې چې هغوی له قانوني پلوه بالغ دي.

په وروستیو کلونو کې په چین کې د ناوړه چلند یو لړ تورونه د خبرونو سرټکي شوي دي چې هم د لي ژېنګ له ښوونځیو او هم له نورو ورته ادارو سره تړاو لري.

په ځینو مواردو کې نیونې شوې او یا بنسټونه تړل شوي دي خو دا ښوونځي ډېر ژر د نویو نومونو او یا په نویو ځایونو کې بېرته پرانیستل کېږي، ځکه چې دا سکتور کنټرولول ستونزمن دی.

بي‌بي‌سي ته معلومه شوې چې ښاغلی لي د روان کال په لومړیو کې نیول شوی و، خو زموږ موندنې ښيي چې د هغه نږدې کسان په دې وروستیو کې یو نوی ښوونځی پرانیستی دی.

هغه شرکتونه او کسان چې په دې شبکه کې ښکېل دي، يا خو د اړیکې لپاره ونه موندل شول او يا یې له تبصرې ډډه وکړه. په بریتانیا کې د چین سفارت بي‌بي‌سي ته ویلي، ټول ښوونیز بنسټونه مکلف دي د هېواد له قوانینو او مقرراتو سره سم فعالیت وکړي.

" د بدن ناوړه تلاشي"

باوباو وايي، مور یې هغه د هونان ولایت د لیژینګ کیفیت زده کړې ښوونځي ته بوتله کله چې هغې له ټولګیو تېښته پیل کړه چې له امله یې شخړې رامنځته شوې چې د دوی دمخه ستونزمنې اړیکې یې نورې هم خرابې کړې.

د هغې په خبره، مور یې هغه مهال لاړه کله چې هغې ته د ښوونځي شاوخوا ښودل کیده او بیا پوه شوه چې هغې ته د وتلو اجازه نه ورکول کیږي: "دوی وویل که زه ښه چلند وکړم، نو کېدای شي بهر لاړه شم."

باوباو په پیل کې هڅه وکړه چې ښوونکو ته لغتې او سوکان ورکړي، خو هغه وايي، دوی د خپلو بوټانو په تسمو وتړله او وروسته تلاشي شوه. هغه د تلاشۍ دا ډول د جنسي تیري برابر بولي. "ما کار یې له سپکاوي ډک و... هغوی زما د بدن ټولو حساسو او محرمو برخو ته لاس واچاوه."

هغه وايي، مور یې په موسسه کې د شپږو میاشتو لپاره شاوخوا ۴۰۰۰۰ یوان ورکړل چې (۵۷۰۰) ډالر کېږي او هغې ته هېڅ اکاډمیک درسونه نه‌ دي ورکړل شوي.

لږ انضباطي ښوونځي دا وړاندیز کوي او ځینې یې د دوی لپاره اضافي پیسې اخلي.

دا ښوونځی لا هم فعال دی چې اوس د ځوانانو لپاره د کیفیت زده کړې په نوم پیژندل کیږي، شاوخوا ۳۰۰ زده کونکي لري چې عمرونه یې له اتو تر ۱۸ کلونو پورې دي.

د روان کال په پیل کې یوې ښځې غوښتل خپل سرکش ۱۵ کلن زوی په همداسې ښوونځي کې شامل کړي. هغې وویل، زوی یې سګرټ څکوي، ملګرتیاوې کوي او خپل موټر چلوي.

دا عکس د پټ فلم څخه اخیستل شوی چې یو تورو سره رنګ لرونکی ودانۍ ښيي، د خلاصو دهلیزونو پر مخ فلزي جالۍ لګول شوې او په دېوالونو یې د چینایي ژبې لیکنې دي.
د عکس تشریح، پټ اخېستل شوی فلم ښيي چې د ځوانانو لپاره د با کیفیته زده‌ کړې ښوونځی شاوخوا ۳۰۰ زده‌ کوونکي لري چې عمرونه یې له اته تر ۱۸ کلونو پورې دي.

د ښوونځي یوه کارکوونکي هغې ته ویلي و چې د دغه تنکي ځوان د چلند د سمون لپاره لږ تر لږه شپږ میاشتې وخت ته اړتیا ده خو د "درې کلن تضمین" تر نامه لاندې او که هغه بېرته پخواني عادتونو ته وګرځي، یوازې د خوړو او استوګنې لګښت په ورکولو سره یې یو ځل بیا ښوونځي ته لېږدول شي.

هغې ته دا هم ویل شوي و چې هلک ته د نوي ښوونځي په اړه هېڅ معلومات ورنه‌ کړي. د کارکوونکي په وینا:

"کله چې موږ د یوه زده‌ کوونکي د راوستلو تیاری پیل کړو، مکمل درواغ وایوو."

نوموړې وایي، روزونکي به ځانونه د "انټرنېټ د تنظیم ادارې" چارواکي معرفي کوي او هلک ته به ویل چې د یوې پلټنې لپاره یې مرستې ته اړتیا ده، بیا به یې مرکز ته یوسي. هغې وویل:

"که دا کار پایله ونه‌ لري، څو روزونکي به یې په زور راونيسي او موټر ته به یې پورته کړي."

یوه بله پخوانۍ زده‌ کوونکې، ژانګ اېن‌شو چې اوس ۲۰ کلنه ده، وايي، هغې هم ورته تجربه لرله، کله چې د همدې شبکې یوه بل ښوونځي ته یووړل شوه، په همدې چلونو یوړل شوه.

هغه مهال چې ۱۹ کلنه وه، له کوره وتلې وه، ځکه مور او پلار یې د هغې "ټرانسجېنډر یا جنسیت بدلي" هویت نه‌ مانه او دا یې نه‌ منله چې هغه دې د یوې ښځې په توګه ژوند غوره کړي. سره له دې چې د زیږون پر مهال یې جنس نارینه ثبت شوی و.

نوموړې وايي، هغه د خپلې نیا د قبر د زیارت لپاره کور ته ستنه شوې وه چې درې کسان د پولیسو په نوم ورڅرګند شول او وویل چې د هغې معلومات په یوه درغلۍ کې کارول شوي دي.

هغې وویل:

"هغوی په زوره موټر ته کش کړم. مور او پلار مې ولاړ وو او دا یې لیدل چې دوی ما له ځانه سره وړي."

انکسو په بستره کې په پښه ناسته ده، ترڅنګ یې دوه نرم لوبو توکي دي. هغې لویې عینکې په سترګو کړې دي، تور، د غاړې اوږده ویښتان لري. هغې سپین ټي شرټ اغوستی چې سور عکس پرې دی او پتلون یې اغوستی دی.
د عکس تشریح، انکسو وايي، ۱۹ کلنه وه چې انضباطي ښوونځي ته وړل شوې وه، وهل او ټکول شوې او جنسي تېری پرې شوی دی.

هغه د هونان ولایت د شینګبو د ځوانانو د رواني ودې او روزنې ښوونځي ته وړل شوې وه، د هغې په خبره هلته وهل شوې چې له امله یې په یوه غوږ څه نه‌ شي اورېدلی او وروسته پرې جنسي تېری شوی.

په هغه پټه ویډیو کې چې د باوباو د ښوونځي څخه ترلاسه شوې، یوه کارکوونکې وايي چې زده‌ کوونکي نه وهل کېږي:

"موږ د پوځي روزنې او مشورې له لارې د ځوانانو چلند بدلوو."

خو باوباو او اېن‌شو یوه بشپړه بله تجربه بیانوي.

باوباو وايي:

"بدني سزا تل موجوده ده. که ستاسو د نڅا تمرینونه یا پوځي سوکوهنه دقیقه نه وي یا یې سمه ونه‌ کړای شئ، سزا درکول کېږي."

هغې وویل، له روزونکو سره پایپونه وي او زده‌ کوونکي سرونو ته پرې وهي.

"د بدن کومې برخې ته چې ووهل شې، تور داغ پاتې کېږي."

ویډیوګانې چې بي‌بي‌سي ترلاسه او تایید کړي او د لي ژېنګ له یوه بل ښوونځي اخیستل شوې، ښيي چې روزونکي یو لرګی پورته کوي او زده‌ کوونکي لاسونو ته وهي.

اېن‌شو وايي، زده‌کوونکي مجبور شوي چې بیخي ډېر فزیکي تمرین ترسره کړي. هغې وویل، د تمرینونو لکه د سینه‌ کشۍ شمېر "کېدای شي له زر وارې هم زیات وي."

دا همدارنګه وايي، د خوب په خونه کې پرې د شپې نوکریوال روزونکي له خوا برید شوی:

"هغه زما وېښتان ونیول او پر ځمکه یې راوکاږلم، بیا یې راباندې جنسي تېری وکړ."

دا عکس د ویډیوګانو څخه اخیستل شوی چې د انکسو والدینو ته لیږل شوی او انکسو په یوه پرانستې خټینه سیمه کې د شینګبو ښوونځي دننه اخیستل شوی. د هغې ویښتان کټ شوي دي او هغه یوه شنه پولو شرټ اغوستې چې د نیلي او سپینو رنګونو ټریم لري، چې د هغې لپاره ډېر لوی ښکاري. هغه په مستقیمه توګه دریدلې او د کمرې د کیڼ لور ته لېږدلي دي.
د عکس تشریح، د انکسو مور او پلار ته د هغې په اړه ویډیوګانې لیږل شوې چې په ښوونځي کې ورزش کوي او مشورتي غونډو کې برخه اخلي.

باوباو وايي، هغې د ځان‌ وژنې هڅه په پام کې نیولې وه خو دې پایلې ته ورسېده چې د مړینې لپاره به چې څومره ساعتونه وخت نیسي، په هماغه موده کې به ونېول شي او مړه به نه‌ شي.

هغې وویل، د هغې یوې ټولګیوالې رښتیا هم د ځان‌ وژنې هڅه کړې وه خو د دې پر ځای چې روغتون ته یووړل شي، روزونکو هڅه وکړه خپله یې معده پاکه کړي.

باوباو او اېن‌شو دواړه د مشورتي ناستو یادونه کوي او وایي، په دغو غونډو کې هېڅ ډول پوهه او همدردي نه‌ وه.

اېن‌شو وايي، د هغې د مشورتې ناستې ویډیو یې مور او پلار ته لېږدول شوې وه او په دې ویډیو کې هغې ته ویل کېږي چې:

"یو(اېن شو) خوشحاله، سالم او مثبت هلک واوسه، سمه ده؟ ته هلک یې، د هلکانو کارونه کوه… بس خوشحاله اوسه."

باوباو وايي، کله چې هغې مشاور ته وویل، غواړي خپل ژوند پای ته ورسوي، ځواب یې دا و:

"که ته رښتیا مړه کېدلی، نو اوس به دلته زما مخې ته نه وی ناسته."

هغې پوښتنه وکړه:

"ایا دا د یوه پاملروونکي انسان خبره ده؟ ایا هغوی اصلآ انسانان دي؟"

دا عکس د موبایل له ویډیو اخیستل شوی چې د ښوونکي شا ښيي، هغه یوه لښته پورته کړې ده، او د هغه ترڅنګ یو زده کوونکی لاس اوږد کړی دی. نور زده کوونکي د کوچني خونې په څنډو کې ناست دي. د خونې دیوالونه سور رنګ شوي او د دروازې په سر یې فلزي جالۍ ده. د ټولو زده کوونکو مخونه پټ شوي دي.
د عکس تشریح، بی‌بی‌سي ته په رسېدلي ویډیو کې ښکاري چې د لي‌ژنګ په یوه ښوونځي کې یو ښوونکی یو زده کوونکي لاس ته وهي.

دواړه زده‌ کوونکي حیران وو چې څنګه یې والدینو پرېکړه کړې چې دوی دې دا ډول تجربې وکړي.

د اېن‌شو مور له بي‌بي‌سي سره په خبرو کې ژړل او ویې ویل، کورنۍ یې د ښوونځي په ژمنو "غولول شوې" وه:

"تاسو یوازې د چا پیسې نه‌ دي خوړلي، بلکې د هغوی کورنۍ مو هم ماتې کړې او د هغوی اړیکې مو زیانمنې کړې."

ډاکټر یېچن راو چې په هالنډ کې د اوترخت پوهنتون انسان‌پېژندنې متخصص دی، وايي، د ماشومانو د علمي بریا په اړه د مور او پلار ټولنیز فشار مهم رول لري، په ځانګړي ډول د ښاري منځنۍ طبقې کورنیو کې چې خپل ماشومان انضباطي ښوونځیو ته استوي.

هغه د چین د ځوانانو د انټرنېټ اعتیاد مرکزونه مطالعه کړي او وايي، په ښوونځي کې د ملاتړ نشتوالی، اضطراب، او د کورنۍ شخړې کولی شي والدین دې ته ورسوي چې "داسې وګڼي چې نور هیڅ غوراوی نه‌ لري."

د باوباو مور له تبصرې کولو ډډه وکړه.

باوباو د سترګو ستونزې پلمه کړې وه او له ښوونځي ووته.

ویروونکي لیکونه

د اېن‌شو کړاو له یوې میاشتې وروسته پای ته ورسېد. د هغې ملګرو ولیدل چې هغه ورکه شوې او پولیسو سره یې اړیکه ونېوله چې بیا یې ځای پیدا کړ او د ښوونځي یوه ویډیو یې ورسره شریکه کړه.

د هغې ملګري وانګ یوهنګ د هغې د شنه یونیفورم په اړه په انلاین ګروپونو کې پوښتنه وکړه او د ښوونځي په اړه یې معلومات راټول کړل.

اېن‌شو په پټه خپله تجربه په لیکونو کې ثبت کړه او همدا لیکونه له ښوونځي بهر قاچاق شول او انلاین خپاره شول.

دا لیکونه ډېر مشهور شول او د عامه فشار د زیاتوالي په ترڅ کې پولیسو مداخله وکړه او هغې ته اجازه ورکړل شوه چې ووځي.

د دولتي چارواکو له خوا دولس ورځې وروسته اعلان وشو چې د شینګبو ښوونځی تړل کېږي خو د اېن‌شو لخوا څرګند شوی ناوړه چلند پکې نه و یاد شوی، یوازې ویل شوي، ښوونځي اداري مقررات تر پښو لاندې کړي دي.

هغې وویل، پولیسو وروسته ورته ویلي چې لي‌ژېنګ نېول شوی، د سازمان شوي جرمونو په تړاو تورن شوی دی. پولیسو د اېن‌شو قضیې او ښاغلي لي په اړه د بي‌بي‌سي غوښتنو ته ځواب نه‌ دی ورکړی او د سیمه‌ییزې ښوونې ادارې هم غبرګون نه‌ دی ښودلی.

اته زده کوونکي په تور ټي شرټ او تور شارټ کې په منظم ډول ولاړ دي، د کمرې پر لور نه ګوري، شاته یې یوه کریمي رنګ ودانۍ ده. د هغوی ترڅنګ یو ښوونکی ولاړ دی چې پوځي پتلون یې اغوستی او د زده کوونکو پر لور ګوري. د هغه مخ پټ شوی دی.
د عکس تشریح، پټه ثبت شوې ویډیو ښيي چې زده کوونکي د لي‌ژنګ په ښوونځي کې پوځي‌ډوله تمرینونه کوي.

ښاغلی لي په عامه ژوند کې نسبتا کم راڅرګندېږي. بي‌بي‌سي د هغه شبکه وڅېړله او یې وموندل چې دا شبکه په څلورو ولایتونو کې د انضباطي ښوونځیو د چلولو لپاره د هغه یا د هغه د نږدې همکارانو په نوم ثبت شوي.

هغه خپل لومړنی مرکز په ۲۰۰۶ کال کې جوړ کړ او په بېلابېلو وختونو کې یې د څلورو بېلابېلو ښوونځو شرکتونو مالکیت درلود.

د هغه یوه ادارې ویبپاڼه وايي، هغه د چین د هوايي ځواک په یوه اکاډمۍ کې زده‌ کړه کړې او له ۲۰۰۷ کال راهیسې یې په څو ښوونځیو کې د "روزنې د مدیر" او "لوړپوړي رواني مشاور" په توګه کار کړی دی.

هغه یو ځل په هونان ولایت کې په سیمه‌ییز تلویزیون کې د ځوانانو روزنې په اړه د "مینې او صبر" خبره کړې وه.

د چین چارواکو مخکې هم د دې شبکې د ښوونځیو په اړه له تورونو وروسته مداخله کړې وه.

په ۲۰۱۹ کال کې د لي‌ ژېنګ د یوه بل ښوونځي روزونکی پولیسو په‌ دې تور ونېوه چې زده‌ کوونکي یې د اوبو پر پایپ وهلي وو.

همدارنګه د چینایي رسنیو په راپورونو کې ویل شوي، هغه ښوونځی چې باوباو پکې زده‌کړې کړې، په۲۰۲۰ کال کې د یوه زده‌ کوونکي له ځان‌ وژنې وروسته،‌پکې د نویو زده کوونکو د داخلېدو اجازه ودرول شوه.

هغه په‌ دې وخت کې هلته وه او وايي، ښوونځی په همدې موده کې هم پرانستی پاتې وه او لږ وروسته یې نوم بدل کړ.

مو ژو، چې په اسټرالیا کې د رضاکار په توګه د ناوړه چلند د ادعاوو په ثبتولو کې مرسته کوي، وايي:

"کله چې د خلکو غوسه ډېره او راپورته شي، هغه "لي‌ژېنګ" د ښوونځي نوم بدلوي یا د قانوني استازي نوم بدلوي."

هغه همدارنګه وايي چې زده‌ کوونکي د بیا کتنې د مخنیوي لپاره د مختلفو ځایونو ترمنځ په بسونو کې لیږدول کېږي.

"سترې ګټې"

دوو پټو څېړونکو په دې وروستیو کې هغه څه وکتل چې ښایي د لي‌ ژېنګ د شبکې وروستۍ نوي څه وي.

د هانګ کانګ د ښوونیز سکتور د پانګوالو په څېر ځانونو معرفي کولو سره، څېړونکو د لي‌ ژېنګ د ښوونځیو درې پخوانیو کارکوونکو سره یوه ناسته کړې، په یوه نوي ښوونځي کې چې دوی په فوجیان کې پرانیستی دی.

د نوي ښوونځي د مشورتي برخې مدیر، لي یون‌فنګ، هغوی ته وویل:

"په دې صنعت کې ډېرې لویې ګټې دي."

هغه په‌ دې وغږېد چې دغه سوداګریز ماډل په هانګ کانګ کې څنګه کار کولی شي او وړاندیز یې وکړ چې د هر زده‌ کوونکي لپاره کلنی فیس لږ تر لږه ۲۵۰۰۰ ډالره وي.

هغه د دوی د مشر د نوم له څرګندولو ډډه وکړه خو ویې ویل چې هغه "یو پوځي تجربه لرونکی کس" دی.

خو بیا هم داسې ښکاري چې د شبکې یې ځان جلا کړی وي او پټو څېړونکو ته یې وویل:

"ځینې پېښې شوې وې. والدینو شکایت وکړ. دا ډله… که څه هم په رسمي ډول لا نه‌ ده ختمه شوې، د ړنګېدو په حال کې ده. همدا دلیل دی چې ما له دې لارې ځان ایستلی."

دا عکس د پټ فلم اخیستلو څخه دی چې په کې لي یوفنګ ښکاري. هغه شارټس او یو تور، لنډ آستین ټي شرټ اغوستی چې سپینې کرښې پرې دي. هغه په داسې سیمه کې ناست دی چې د پخلنځي په شان ښکاري، پر کاونټر یې کیټل، کاغذي پیالې او د سګرټو لوښی ایښي دي.

د عکس سرچینه، Secret filming

بي‌بي‌سي د لي یون‌فنګ او د لي‌ ژېنګ او د هغه د نږدې همکارانو سره تړلو ښوونځیو او شرکتونو سره د تبصرې لپاره د څو هڅو سره سره اړیکه ونه‌ شوه نیولې.

هغه کارکوونکی چې د "ځوانانو د کیفیتي زده‌کړو" ښوونځي لیدنه یې کړې وه، له تبصرې کولو ډډه وکړه.

د ښوونځي د څارنې مسوله او د زده‌کړو ادارې سره هم له څو څو وارې هڅې وروسته هم په خبرو کولو بریالي نه‌ شولو.

د دغو انضباطي مرکزونو تنظیمول سخت دي.

ځینې یې د ښوونځي په توګه ثبت شوي نه‌ دي. د چین یو حقوقپوه چې د دغو ادارو پر وړاندې د قضیو سره بلد دی او نه غواړي نوم یې یاد شي، بي‌بي‌سي ته وویل چې مسولیت د سیمه‌ییزو زده‌کړو، مدني چارو او د بازار د تنظیم ادارو پر غاړه دی.

ډاکټر راو وايي، له دې امله چې د انضباطي ښوونځیو لپاره مرکزي تنظیم نه‌ شته نو ډیری وخت مسولیت د سیمه‌ییزو حکومتونو پرغاړه راځي.

هغه وايي، دولت یې یوازې زغمي او زیاتوي چې دولت کېدای شي دې ته مشروعیت د ورکړې لپاره هیڅ مقررات یا لارښوونې صادرې نه کړي.

خو هغه مخکې وايي، د ښوونځیو یوه "سلسله" شته چې ځینې پکې د زده‌ کوونکو لپاره رواني درملنه او د والدینو روزنه شاملوي، یا هغه کارکوونکي روزي چې له بدني سزا کار اخلي.

په لندن کې د چین سفارت وویل، حکومت "د ښوونیزو بنسټونو د قانوني فعالیت او د کم عمره کسانو ساتنې ته لوی ارزښت ورکوي." هغوی وايي چې ټول زده‌کړه‌ییز بنسټونه "مجبور دي د اړونده قوانینو او مقرراتو سره سم عمل وکړي."

"ډېر خواشینوونکی"

اېن‌شو او د هغې ملګری وانګ غواړي چې ټول انضباطي ښوونځي وتړل شي. هغوی د زورونې او تښتونې د ویډیوګانو شواهد راټولوي، باور لري چې دا د پولیسو د څېړنې لپاره خورا مهم دي او کله ناکله یې انلاین خپروي.

وانګ ډیری وخت له زده‌کوونکو سره په اړېکه دی. هغه د تېښتې د هڅو په لوجیستیک کې مرسته کړې او پر ښوونځیو یې فشار راوړی چې زده‌کوونکي پرېږدي.

باوباو بیا هېڅکله زده‌کړو ته نه‌ ده ستنه شوې چې هغه یې "ډېرې خواشینوونکې" بولي. اوس د انلاین سټریمېنګ او د لوبو له لارې ژوند تېروي خو باور لري چې که هغه د لېژنګ د کیفیتي زده‌کړو ښوونځي ته نه وای لېږل شوې، ښایي پوهنتون ته تللې وای.

دا وايي:

"دغه ښوونځي په اصل کې سکېمونه (فریب) دي."

"اوسنی ښوونیز چلند د دې اصل پراساس دی چې تاوتریخوالی، تاوتریخوالی زېږوي… دا مفهوم په بنیاد کې ناسم دی."

هغه زیاتوي: "دوی ته باید په هېڅ ډول د خلاصېدو اجازه ورنه‌کړل شي."

که تاسو په خپګان یا ناامیدۍ کې یاست او ملاتړ ته اړتیا لرئ، کولای شئ له روغتیايي متخصص یا له ملاتړو ادارو سره خبرې وکړئ. د بېلابېلو هیوادونو د ملاتړ معلومات د Befrienders Worldwide په ویبپاڼه کې موندل کېږي