حوثیان وايي یمن کې د تېلو پر یوه ترمینل د امریکا هوايي بریدونو ۷۴ کسان وژلي دي

د عکس سرچینه، Reuters
یمن کې د حوثیانو تر کنټرول لاندې روغتیا وزارت وايي، چې د دغه هېواد د سره سمندر ساحل کې د تېلو پر یوه مهم ترمینل "راسعیسی" باندې د امریکا هوايي بریدونو لږترلږه ۷۴ کسان وژلي او ۱۷۱ نور ټپیان کړي دي.
د امریکا پوځ ویلي، راسعیسی یې د دې لپاره ویجاړ کړی چې "د ایران له ملاتړه برخمنو حوثي ترهګرو باندې د تېلو سرچینې وچې او له غیر قانوني عاید څخه یې محروم" کړي.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) په یوه بیان کې ویلي "د دغو بریدونو هدف د حوثیانو د ځواک د اقتصادي سرچینې کمزوري کول وو."
سېنټکام زیاته کړې "حوثیان، د دوی ایراني باداران او هغه کسان چې په اګاهانه ډول د دوی له ترهګریزو کړنو سره مرسته او ملاتړ کوي، باید خبر شي چې نړۍ به دغه ترهګریز سازمان ته د سونګتوکو او جنګي تجهیزاتو غیرقانوني قاچاق ونه مني."
د ایران بهرنیو چارو وزارت بیا وايي، چې دوی دا بریدونه په کلکه غندي او "وحشیانه" یې بولي.
پخپله د یمن په شمال لوېدیځ کې د حوثیانو په مشرۍ حکومت دغه ترمینل ملکي تاسیسات بللي او ویلي یې دي چې دا بریدونه "جنګي جرم" ګڼل کېږي.
د حوثیانو حکومت لخوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي "موږ تاییدوو چې د راسعیسی تېلو بندر په نښه کول یو بشپړ جنګي جرم دی، ځکه چې دغه بندر ملکي تاسیسات دي، نه پوځي."
اعلامیه کې زیاته شوې: "موږ د امریکا اداره په سره سمندر کې د دوی لخوا د کړکېچ ډېرېدو له کبله د رامنځته شویو پایلو بشپړه مسووله ګڼو."

د عکس سرچینه، Reuters
دا تېره میاشت د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا پر حوثیانو باندې د بریدونو د سختېدو له امر راوروسته په یمن کې تر ټولو مرګونی برید و. د حوثيانو د اهدافو خلاف دا کمپاین د دغه غورځنګ لخوا پر اسراییل او سور سمندر کې پر کښتیو د توغندیو د بریدونو په ځواب کې پیل شوی دی.
حوثیان وايي، پر اسراییل او سور سمندر کې پر بېړیو د دوی بریدونه د غزې له جګړې سره تړاو لري او تر هغې به دوام کوي چې اسراييلو غزه کې پوځي عملیات پای ته نه وي رسولي.
د حوثیانو مشر عبدالمالک حوثي د پنجشنبې پر ورځ یوه تونده وینا کې ادعا وکړه چې د امریکا وروستي بریدونه د دوی د عملیاتو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.
هغه وویل چې د دې ډلې ځواکونو د مارچ میاشتې له نیمایي راهیسې نږدې ۸۰ عملیات ترسره کړي چې شاوخوا ۱۷۰ توغندي او ډرونه پکې کارول شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې په ۳۰ بریدونو د امریکا د الوتکو لېږدونکې 'یواېساېس هري ایس ټرومن' بېړۍ او ۲۶ نورو کې اسراییل په نښه شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
پر راسعیسی له بریدونو څو ساعته وروسته د اسراییلو پوځ وویل چې له یمن څخه یو ورتوغول شوی توغندی یې شنډ کړی دی.
له دغه برید سره د اسراییل په څو سیمو کې د خطر زنګ ووهل شو، خو د مرګژوبلې یا زیان څه راپور نه دی ورکړ شوی.
د حوثیانو اړوند المسیره تلویزیون راپور ورکړی چې پر راسعیسی ټولټال ۱۴ هوايي بریدونه شوي. دا ترمینل د سور سمندر له حدیده ښاره شاوخوا ۶۰ کیلومتره شمال خوا پروت دی.
پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې د دغه ترمینل تاسیساتو کې د څو چاودنو شېبه، لویې اورلګېدنې او سوځېدلي ټانکرونه لیدل کېږي.
یوه سړي چې وايي همدلته یې کار کاوه، المسیره ته ویلي: "موږ وتښتېدو. بریدونه یو په بل پسې وشول، بیا هر څه اور واخیست."
د دغه تلویزیون رپوټ کې د ځايي روغتیايي چارواکو په حواله ویل شوي چې اکثریت وژل شوي کسان د راسعیسی ترمینل کارکوونکي دي. رپوټونو کې راغلي چې د امریکا په تعقیبي برید کې ۵ روغتیايي کارکوونکي هم وژل شوي چې له لومړني برید وروسته د پېښې ځای ته ورغلي وو.

د عکس سرچینه، EPA
یمن کورنۍ جګړې ویجاړ کړی دی. دا جګړه لس کاله مخکې هغه مهال پیل شوه چې حوثي غورځنګ د یمن شمال لوېدیځ لاندې او د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت پېژندل شوی حکومت وشاړه.
تر هغې وروسته د سعودي عربستان په مشرۍ یوه اېتلاف چې امریکا یې هم ملاتړ کاوه، بېرته د منل شوي حکومت واکمنولو لپاره یمن کې پوځي مداخله پیل کړه.
د رپوټونو له مخې په دې جګړه کې تر دې دمه له ۱۵۰ زرو ډېر کسان وژل شوي او یمن له یوه پراخ بشري کړکېچ سره مخامخ شوی دی.
شاوخوا ۴ اعشاریه ۸ میلیون یمنیان بېځایه شوي او ۱۹ نیم میلیونه کسان چې د دغه هېواد د نفوس نیمه برخه کېږي، په یوه ډول نه یوه ډول بشري مرستو ته اړتیا لري.











