پښتین: د جرګې ناکامولو لپاره لپاره لارې مه پرانیزئ

پښتین: د جرګې ناکامولو لپاره لپاره لارې مه پرانیزئ

د پښتونو ژغورنې غورځنګ مشر وايي د پښتونو هغې جرګې موخه چې راتلونکې جمعه، د اکتوبر پر ۱۱ مه کېدونکې ده، د پښتنو سيمه کې د سولې، وسيلو او د خلکو ستونزو حلولو لپاره سلا مشورې دي.

منظور پښتين يوه اعلاميه کې ويلي، دې جرګه کې به له ۳۰ زرو ډېر سيمه ييز او قومي مشران، پوهان او د اغېز څېرې، د ګوندونو مشران او پښتون ټولنې نور بېلابېل استازي سره غونډېږي.

ده خپل پيغام کې له پوليسو او سياسي چارواکو ګيله کړې، چې د جرګې ناکامولو لپاره دې لارې نه پرانيزي. ښاغلي پښتين دا خبرې له هغه وروسته کړې، چې د راپورونو له مخې د پېښور لوېديځ جمروډ کې د دغې جرګې پر ځای او خېمو بريد شوی و. رحمان الله پرې له پېښور نور حال لري.