د تونس د یهودانو په یوه عبادتځای کې څلور کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، DEFODI IMAGES
د تونس سمندرغاړي "جربه" ټاپو یوه یهودي عبادتځای کې په وسله سمبال یوه ساتونکي کلیسا ته د رسېدو په هڅه کې د تونس دوه امنیتي کسان او دوه زیارت کوونکي وژلي او نهه نور یې ټپیان کړي دي.
د تونس د کورنیو چارو وزارت ویلي، یاد بریدګر ساتونکي چې بحري مرکز کې یې هم دنده کړې ده، خپل ملګری په ډزو وژلی او بیا یې کلیسا ته مخه کړې او ګډوډې ډزې یې کړې دي چې پنځه نور امنیتي کسان او څلور زیارت کوونکي یې ټپیان کړي.
وزارت وايي، دغه ساتونکی د تونس له پولیسو سره په متقابلو ډزو کې وژل شوی.
دغه وزارت وايي، یو وژل شوی فرانسوی او بل تونسی دی.
پر خواله رسنیو خپره شوې یوه وېډیو کې ښکاري چې خلک په انګړ کې ترهېدلي ولاړ دي او د ډزو غږونه اورېدل کېږي.
د یاد ټاپو استوګنو ویلي، د متقابلو ډزو غږونه یې اورېدلي.
"جربه" ټاپو کې اوس د یهودانو د کلني مذهبي مراسمو ځای چې ټینګ امنیت یې نیول شوی و.
په تونس کې د امریکا سفیر جووي هوډ د دوشنبې په ورځ له امریکايي استازي سره کلیسا ته ورغلی و.
په افریقا کې د تونس جربه دغې یهودۍ کلیسا ته هر کال سلګونه یهودان له اروپا او اسراییلو نه ورځي، دوی تر ډېره هلته له پلازمېنې تونس نه ۵۰۰ کیلومتره لیرې رخصتۍ تېروي.
په ۲۰۰۲ کال پر دې کلیسا د (القاعده) شبکې د موټربم له هغه برید وروسته ټینګ امنیت نیول کېږي چې لږ تر لږه ۲۱ لوېدیځوال سیلانیان پکې ووژل شول.











