ذاکره حکمت: ترکیه کې د کډوالو مدافعې ولې د خپلې خوښې دنده طبابت پرېښود؟

ذاکر حکمت د ارسا ټولنې په دفتر کې

د عکس سرچینه، Zakira Hekmat

د عکس تشریح، ذاکر حکمت، د ارسا ټولنې بنسټ ایښودونکی
    • Author, محجوبه نوروزي
    • دنده, بي بي سي

ذاکره حکمت چې له آره د افغانستان ده، وروستیو کې یې د خپلې خوښې دنده ډاکټري پرېښوده او پرېکړه یې وکړه، چې د ترکیې په قیصریه ښار کې ټول وخت کډوالو ته کار وکړي.

هغې نږدې پنځلس کاله مخکې دا اداره له خپل مېړه سره د محصلۍ له خپلې خونې پیل کړه، چې په داوطلبانه ډول کډوالو ته ترکي او انګریزي ژبې او لیک لوست ور زده کړي.

یوې ناڅاپې پېښې دا فکر ور پیدا کړ او بالاخره یې د ذاکره حکمت کاري لوری هم بدل کړ.

د ذاکره حکمت نوم تقریبا ترکیه کې له افغان کډوالو سره تړلی، خو د هغې د ژوندانه کیسه د افغانستان په سوېل ختیځ کې د غزني ولایت په یوه بې وزله کورنۍ کې پیلېږي.

له زدکړو محرومیت او بې پایه هڅې

د نورو زرګونو نجونو په څېر ذاکره حکمت هم په ۱۹۹۶ کال کې چې طالبان په لومړي ځل واک ته ورسېدل، له تحصیل پاتې شوه، خو د زدکړو د دوام له هڅو په شا نه شوه.

هغه وايي، "هڅه مې کوله چې د ښوونکو او کورنۍ په مرسته په پټه زدکړې جاري وساتم، له دې تورې دورې تېره شم او جاهله پاتې نه شم."

د دې دورې له تېرېدلو سره ذاکره پوهنتون ته د تللو لپاره ازموینې او له افغانستان بهر د تحصیلی بورسونو ترلاسولو ته تیاره شوه.

هغه وايي، "بې وزله کورنۍ کې وزېږېدم، کورنۍ مې د قلم او کتابچې پیسې نه درلودې، مور مې خپلې جامې پلورلې چې زما د قلم او کتابچې لپاره پیسې پیدا کړي او زه ښوونځي ته لاړه شم."

بېوزلي او پر زدکړو بندیز د ذاکرې د لارې خنډ نه شول. هغې له دریو هېوادونو مختلف تحصیلی بورسونه ترلاسه کړل، خو طبي برخه کې یې د ترکیې بورس غوره کړ.

وايي د نجلیتوب له امله یې نوم د ګټونکو له نوملړ غورځول شوی و. ذاکره د دلیل موندلو لپاره درې ځله "له ډېرو ستونزو" سره له غزني ولایته کابل کې د ترکیې سفارت ته لاړه.

ذاکره وايي، "له ډېر ټینګار وروسته د ترکیې سفارت د ازموینې پاڼې را وښودې. ما لوړې نومرې اخیستې وې، خو افغان چارواکو زما او د غزني د پنځو نورو نجونو نوم له لېسته لرې کړی و، د ترکیې سفارت ته یې ویلي و، نجونې باید په یوازې سر له هېواده بهر لاړې نه شي."

له محصلۍ د کډوالو د حقونو تر دفاع

ذکیه حکمت څلور کاله د سر طبیبې په توګه کار کړی

د عکس سرچینه، Zakira Hekmat

د عکس تشریح، ذاکره حکمت د طبابت په جامو کې

ذاکره حکمت ۲۰۰۸ م کال کې د طبي زدکړو لپاره ترکیې ته لاړه. هغې ژر ترکي ژبه زده کړه او په ۲۰۰۹ م کال کې یې له مېړه او خپلو ملګرو سره په ګډه د افغان کډوالو د پیوستون ټولنه (ارسا) جوړه کړه.

د دې ټولنې د جوړولو فکر ورته وروسته له یوې پېښې پیدا شو چې د اورګاډي په یوه تمځي کې پر ټیلیفون د دري خبرې کولو پر مهال ورسره مخ شوه.

"کله چې زما خبرې ختمې شوې. یوې ښځې زما لوري ته را منډه کړه، په غېږ کې یې ونیولم، په ژړغوني ډول یې وپوښتلم، د کوم ځي یې چې فارسي وايي؟ ما وویل د افغانستان یم. هغې وویل، زه هم د افغانستان یم او څلور شپې ورځې کېږي چې له کورنۍ سره دې ترمینل کې یم. ترکي مو نه ده زده او نه پوهېږو چېرې لاړ شو."

ذاکرې د کډوالۍ ادارې ته په تللو کې ور سره مرسته وکړه او هلته ورته د ارسا د جوړولو فکر پیدا شو.

ذاکرې د خپلې محصلۍ جونګړه کې د کډوالو ټولنه جوړه کړه او لومړیو کې یې په خپله کډوالو ته ترکي او مېړه یې انګریزي وړیا ور زده کوله.

دا اداره پر افغان کډوالو سربېره له سوریايي، عراقي او ایراني کډوالو سره هم مرسته کوي.

کډوال څه وايي؟

یوه ایرانۍ ښځه چې دلته مو ورته د سپیدې مستعار نوم کارولی، وايي "د ژوند تر ټولو لویه معجزه" یې هغه ورځ ولیده چې ذاکره حکمت هغه او اته کسیزه کورنۍ یې د کډوالو له یوه "زندان ته ورته" پنډغالي را واېستله.

یوه بله ۲۶ کلنه سوریایۍ مېرمن چې شپږ کوچني بچیان لری وايي، د کووېډ نولس ناروغۍ پرمهال او وروسته د ۲۰۲۳ م کال په زلزله کې، ارسا ور سره د نغدو پیسو مرسته کړې. هغه اوس پخپله د ترکۍ ژبې او بچیان یې د موسیقۍ او نڅا په ټولګیو کې ګډون کوي.

د کډوالو ستونزې سبب شوې چې ذاکره ډېر وخت په سفر کې وي او د " کډوالو، ترک حکومت او خیریه موسسو ترمنځ د یوه پل په توګه عمل وکړي"

هغه له خپل بوخت کورني ژوند سره ارسا اداره کوي او دې لپاره چې له خپلو دریو ماشومانو سره مخه ښه ونه کړي نو تر ډېره " نیمه شپه" ناوخته په سفر وځي.

ذاکره حکمت او ولکر تورک

د عکس سرچینه، Zakira Hekamat

د عکس تشریح، ذاکره حکمت او ولکر ترک، په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر

د کډوالو ستونزې

ذاکره حکمت له یوه کډوال سره په سلا مشوره بوخته ده

د عکس سرچینه، Zakira Hekmat

د عکس تشریح، ذاکره حکمت له یوه کډوال سره په سلا مشوره بوخته ده

فریدون طلايي د افغانستان د پنجشېر ولایت دی. له اتو کلونو راهیسې ترکیه کې د کډوالۍ ژوند تېروي، کوچنی زوی یې د سرطان له امله مړ شوی دی.

"زوی مې درې کاله روغتون کې بستر و، چې مړ شو مېرمن حکمت یې خاورو ته سپارلو کې را سره مرسته وکړه. اوس راغلی یم چې د ارسا وکیلان د استوګنې اسنادو نوي کولو کې را سره مرسته وکړي."

ذاکره حکمت وايي"ارسا داسې مجرب وکیلان لري چې کډوالو ته مشورې ورکوي، مرسته ور سره کوي او حقوقي ستونزې یې ور اواروي."

د پنځو بچیانو مور ۳۵ کلنې نرګس اصغري سره یې مېړه "تاوتریخوالی" کاوه، خو نکاح خط یې نه و، ځکه ترې جلا کېدلای نشوای. خو ارسا ور سره د اسلامي طلاق "الخلع" ترلاسولو کې مرسته وکړه.

افغان کډوالې مېرمنې د سواد زده کړې په یوه ټولګي کې

د عکس سرچینه، Zakira Hekmat

د عکس تشریح، افغان کډوالې مېرمنې د سواد زده کړې په یوه ټولګي کې

مېرمن اصغري وايي، "صحي بیمه نه لرم د ماشوم زېږون لګښت مې مېرمن حکمت ور کړ، خو ترکیه کې د استوګنې سند نه لرو او روغتون مې د زوی د زوکړې تصدیق رانکړ."

ارسا یوازې د کډوالو سختې ستونزې نه حلوي، بلکې د مختلفو عمرونو او توکمونو کډوالو ته یې د خوشالۍ او سره راټولېدو زمنیه هم برابره کړې.

مهري اکرمي چې د منځني عمر خاونده او د افغانستان د لوېدیځ هرات ولایت ده په ارسا کې انګریزي زده کوي او په دې خوشاله ده چې په ارسا کې له نورو افغان مېرمنو سره ورته د سلام کلام زمینه برابره شوې.

د کابل سوېل لوېدیځ کې د دشت برچي ۱۷ کلنه نرګس بهبودي هم وايي: "له ارسا سره تر بلدېدو وړاندې مې نه ګیتار غږولی شوای او نه مې سندرې ویلی شوې، له ډېرو دوستانو سره هم ارسا کې اشنا شوم."

ذاکره حکمت

د عکس سرچینه، State dep.

د عکس تشریح، ذاکره حکمت د امریکا د بهرنیو چاروله وزارته د زړورې ښځې جایزه ترلاسه کړه

ذاکره حکمت ته د هغې د بشري فعالیتونو له امله ۲۰۲۳ م کال کې د ښځو د زړورتوب نړیواله جایزه ترلاسه کړه. نوموړې ته دا جایزه سپینه ماڼۍ کې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې دستوره کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکن او د ولسمشر بایډن د میرمن جېل بایډن له لوري ورکړل شوه.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې راغلي: "د ډاکټر حکمت د هڅو له برکته ډېر شمېر افغانانو په تېره ښځو، نجونو او لږکیو خدمتونه ترلاسه کړي دي."

ذاکره حکمت غواړي کوربه هېواد ته د کډوالو مثبت تصویر وښيي.

هغه وايي "د کډوالو په هکله د خلکو د نظر بدلول مې تر ټولو لویه هیله ده."