ولې د اماراتي نجونو پر هغې نڅا نیوکې شوې چې د ټرمپ هرکلي ته یې زلفې زنګولې؟

UAE

د عکس سرچینه، Reuters

منځني ختيځ او عربي نړۍ ته د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ‌ سفر ته که یو خوا له دې کبله د نړۍ ورپام دی چې له بېلابېلو هېوادونو سره یې څنګه هوکړې وکړې نو بلخوا یې د هرکلي پر بڼه او لیدنو کتنو هم خبرې او بحثونه کېږي.

له سعودي عربستانه د پیل شوي دغه سفر پر مهال یې هلته په سپينو اسونو هرکلی وشو او پښو ته یې سرې قالینې/غالۍ وغوړول شوې.

قطر ته له رسېدو سره یې د اسونو تر څنګ هرکلي ته اوښان هم درول شوي وو او تر ماڼۍ یې د بدرګې په کاروان کې سایبري موټر هم روان وو.

خو کله چې ښاغلی ټرمپ متحده عربي اماراتو ته ورسېد نو هلته یې هرکلي ته ځايي سپين‌کالۍ نجونې درول شوې وې چې یوه داسې ځانګړې نڅا یې کوله چې ښايي ګڼو خلکو به پخوا نه وه لیدلې.

د دې نڅا پر مهال نجونو خپلې اوږدې زلفې راخورې کړې وې، ورمېږونه یې وهل، څڼو یې ټالۍ وهلې او په منځ کې یې ولسمشر ټرمپ له نورو چارواکو سره تېرېده.

د عربانو دا دودیزه نڅا 'العیاله' نومېږي.

پر خواله رسنیو یې په اړه خلکو بېلابېل نظرونه څرګند کړي دي. چا چې مخکې دا ګډا نه وه لیدلې نو هغوی پوښتنه کوله چې دا څه دي؟ ځينو نورو بیا دا نیوکې کړې وې چې ګواکې په یوه اسلامي هېواد کې ولې ښځې په داسې حال کې هرکلي ته ودرول شي.

'العیاله' څه ډول نڅا ده؟

UAE

د عکس سرچینه، Getty Images

موږ د دې دودیزې نڅا په اړه د یونیسکو له پاڼې او د متحده عربي اماراتو له کلتوري او ګرځندوی ادارې معلومات ترلاسه کړل.

په اصل کې 'العیاله' په شمال لوېديځ عمان او په متحده عربي اماراتو کې یوه مشهوره دودیزه نڅا ده.

په دې نڅا کې سندرې هم زمزمه کېږي، ډول پکې وهل کېږي او هڅه کېږي چې خلکو ته پکې یو ډول د جګړې منظر وړاندې کړل شي.

د ګډېدا دا بڼه د عربانو د قبایلي شپنو دود دی او جګړې ته د چمتوالي او یا د خوښۍ مراسمو پر مهال یې کوي.

په دې نڅا کې شاوخوا شل سړي یوه بل ته مخامخ په دوو کتارونو کې ولاړ وي او د باڼس نرۍ لکړې ورسره وي چې د نیزې یا تورې په توګه یې په لاس کې نیولې او ښکته پورته کوي.

د دواړو کتارونو تر منځ موسیقي غږوونکي څوک واړه او غټ ډولونه یا چمبې دربوي او څوک قابونو ته ورته ټيمګیني الې د چکچکو په څېر سره وهي او کړنګوي. سړي خپل سرونه او ورسره لکړې د ډول له درب سره په ریتم کې خوځوي او سندره هم ورسره زمزمه کوي.

د دې 'العیاله' نڅا له ځينو نورو ګډونوالو سره بیا تورې او یا ټوپکې ورسره وي چې تر دغو کتارونو ګرد ګډېږي او کله کله ورسره ټوپک او تورې پورته شړي او بېرته یې په لاسونو کې رانیسي.

'النشاعت' نڅا

UAE

د عکس سرچینه، Getty Images

په متحده عربي اماراتو کې نجونې بیا دا نڅا په خپل دودیز لباس کې کوي چې خپلې اوږدې زلفې یې لکه مهین ټالونه راخورې کړې وي او د ورمېږونو له وهلو سره خپلې څڼې یوې او بلې خوا ته سره شني راشني.

د عربو ښځو دا ځانګړې ګډا 'النشاعت' نومېږي خو نوی طرز یې خلک 'خلیجي رقص' هم بولي.

د عربو شپنو په کلتور کې ښځې په دې ډول نڅا سره خپلو سړیو ته ښکاروي چې پر دوی باور لري او په کوم ډول چې نارینه د دوی ساتنه کوي، دا ښځې پر هغه خوندیتوب اعتماد لري.

'العیاله' نڅا په شاهي‌ دولت عمان او په متحده عربي اماراتو کې د ودونو، دودیزونو جشنونو او ځينو مراسمو کې نندارې ته وړاندې کېږي. د دې ګډا ترسروونکي د بېلابېلو قومونو او د مختلفو عمرونو وي. د نڅا سرلاري یا مشر ته دا مقام په میراث ور رسېږي او د هغه مسؤلیت دا وي چې پر نورو خلکو دا ګډا زده کړي.

په 'العیاله' کې پر عمر، جنس او یا توکم قید او محدودیت نشته او هر څوک برخه پکې اخیستلی شي.

نیوکه کوونکي څه وايي؟

UAE

د عکس سرچینه، Getty Images

منځني ختيځ او عربو هېوادونو ته د ډونلډ ټرمپ پر دې "شاهانه هرکلي" نیوکې هم شوې دي، په ځانګړي ډول په متحده عربي اماراتو کې چې څه ډول مراسم ورته نیول شوي وو.

پر خواله رسنیو یې په اړه ګڼو کسانو بېلابېل نظرونه څرګند کړي.

د اشوک سواین په نوم یوه لیکلي، "عربي هېوادونه د ټرمپ خوشالولو لپاره هر څه کوي. کله چې د لوېدیځو هېوادونو ښځينه مشرانې دغو هېوادونو ته په سفر ورځي نو مجبورې وي چې ټېکری/لوپټه پر سر کړي. خو اوس وګورئ چې د متحده عربي اماراتو ښځې یوه غربي مشر ته لوڅ سر ګډېږي."

چیلسي هارټ نومې ښځې لیکلي، "یو وخت به دا نڅا یوازې په کورنیو محفلونو کې کېده خو اوس متحده عربي امارات هڅه کوي چې نړۍ ته یې د خپل ملي میراث په ډول وړاندې او عامه کړي."

د میا عمر په نوم د خواله رسنیو یوه بل کاروونکي لیکلي چې، "په یوه اسلامي هېواد کې داسې کار بدبختي ده." بل همدغه کس ته په ځواب کې لیکلي، "ستا د سواد کچه ډېره ټيټه ده او خبر نه یې چې دا مراسم په اصل کې د عربانو د کلتور برخه او دود دی."

یوې بلې ښځې لیکلي، "یو وخت مې په یوه عربي هېواد کې کار کاوه نو هلته یو چا راته وویل چې عرب یوازې ځواکمنو مشرانو ته عزت ورکوي."