لندن کې د افغانستان سفارت وتړل شو، خو د افغانستان درې رنګه بیرغ به پرې ''رپاند پاتې وي''

د عکس سرچینه، Getty Images
په لندن کې د افغانستان سفیر زلمي رسول خپله دنده پای ته ورسوله او له بریتانیا بهر ځي. د لندن په افغان سفارت کې یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، ښاغلي رسول پر پنجشنبه (سپتمبر ۲۶مه) د سفارت کیلیانې د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت ته وسپارلې، خو د افغانستان درې رنګه بېرغ د سفارت پر ودانۍ لا هم رپېږي او په پام کې ده، چې همداسې به پر یاده ودانۍ رپاند پاتې شي.
د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت د روان سپتمبر پر نهمه ویلي و، له افغانستان سره به بشر دوستانه مرستو ته دوام ورکړي، خو هغسې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت کارکوونکي له دندې ګوښه کړي، د بریتانیا لپاره د افغانستان سفارت او کونسلي چارې یې تړل کېږي.
د سرچینې په وینا د سفارت پنځو دیپلوماتانو ته دوې میاشتې وخت ورکړل شوی، چې له بریتانیا ووځي او یا د پناه غوښتنې حق وکاروي. د یادونې ده، چې د سفارت ځايي کارکوونکو دندې هم پای ته رسېدلې دي.
ښاغلي رسول مخکې پر خپله اېکس پاڼه په دې هکله یوه پیغام کې ویلي و، د کوربه هېواد چارواکو په غوښتنه به دا سفارت د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر پر ۲۷مه رسماً وتړل شي.
''بې هېواده سفیر''
ښاغلی رسول چې په افغانستان کې یې د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د حکومت پر مهال د بهرنیو چارو وزیر او ملي امنیت شورا د سلاکار پر دندو کار کړی و، د افغانستان جمهوریت حکومت په وروستیو کلونو کې د سفیر په توګه بریتانیا ته استول شوی و.
ښاغلي رسول تېره میاشت له سنډې ټایمز اونیزې خپرونې سره په یوه مرکه کې وویل، ''د هند او ترکیې'' په ګډون د یو شمېر سفارتونو له بلنیکونو یې نوم لېرې شوی دی.
نوموړي ویلي و: ''زه یو بې هېواده سفیر یم. فکر کوم د دیپلوماسۍ په ډګر کې داسې نه دي شوي. معمولاً داسې کېږي، چې که یو هېواد کوم رژیم په رسمیت نه پېژني، نو په تبعید کې یو حکومت وي، خو دلته (داسې) یو څه هم نه شته.''
د یادونې ده، چې بریتانیا حکومت طالبانو ته د افغانستان سفارت سپارلو په هکله پرېکړه نه ده کړې. د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
د یادونې ده، چې د بریتانیا تر څنګ ځینو نورو اروپايي هېوادونو هم د افغانستان هغه استازولۍ تړلې دي، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت نه دي تائید کړې.
مخکیني افغان دیپلومات حامد علمي چې له تېرو درې کلونو راهیسې په لندن کې د افغانستان په سفارت کې دنده درلوده وايي، اوس اندېښنه د هغو لسګونو زرو افغانانو په هکله ده، چې په بریتانیا کې ژوند کوي.
نوموړي بي بي سي ته وویل، معلومه نه ده، چې د کونسلي خدمتونو یا هم د اسنادو د تائید په برخه کې به څه کېږي.
نوموړی وايي، دا چې دغه ډول پېښې کمسارې دي، نه شي ویل کېدای چې څه به کېږي، خو په خبره یې د تېر تجربو ته په کتو سره څلور احتمالي سیناریوګانې کېدای شي:
''لومړی، ښايي طالبان د بریتانوي حکومت سره په توافق یو څوک وګوماري چې د سفارت څارنه وکړي. دویم، بریتانیا حکومت یو څوک وګوماري چې د سفارت څارنه وکړي، خو په دې هېواد کې مېشت افغانان د (خپلو چارو لپاره) یوه اروپايي هېواد ته واستوي، درېیم، د مسافري شرکتو په څېر یو شرکت ته دنده وسپارل شي، چې کونسلي چارې ترسره کړي او څلورم، د قطر یا پاکستان په څېر یو سفارت د افغانستان چارو مسوول په توګه په رسمیت وپېژني.''











