د چین فضايي عمله بېرته ځمکې ته راستنه شوه
د چین فضايي عمله بېرته ځمکې ته راستنه شوه
هغه درې ستورمزلي چې د چین د شینزو - ۱۸ فضايي ماموریت ته لېږل شوي وو، له شپږو میاشتو وروسته د تیانګونګ فضایي سټیشن ته راستانه شوي.
انځورونه کې ښودل کېږي چې د بېرته راستنېدو کیپسول په شمالي چین کې په خوندي ډول کښته کېږي او ټول ستورمزلي روغ رمټ دي.
د دوی له راستنېدا وړاندې دوی د فضايي اډې کنټرول درې شینزو -۱۹ ستورمزلو ته وسپاره.
د تيانګونګ دغه نوې ډله به تر ۲۰۳۰ کال پورې په سپوږمۍ کې د ستورمزلو د ځای پر ځای کولو او په پای کې د سپوږمۍ د اډې د جوړولو په موخه د چين د فضايي پروګرام د يوې برخې په توګه تجربې ترسره کړي.



