فیلان بېرته راستانه شول
فیلان بېرته راستانه شول
کارپوهان وايي، په نړۍ کې د فیلانو لویه راغونډېدنه په شريلنکا کې پیل شوې ده. د شريلنکا د وحشي ژوو د ساتنې د ادارې پخوانی عمومي مشر او څېړونکی ډاکتر سمیت پیلیپټیا وايي، د مینیریا ملي پارک کلنۍ راغونډېدنه په اسیا کې د فیلانو تر ټولو لویه راټولېدنه ده. د ۱۵۰ تر ۲۰۰ فیلانو لویه ډله د وچ موسم په جریان کې د ټاپو په شمال مرکزي سیمه کې د انسان جوړ شوي مینیریا جهیل ته نژدې څړځای ته راځي.



