ارجنټاین ولې د ایران کورنیو چارو وزیر د نیولو غوښتنه کړې؟

د عکس سرچینه، IRNA
ارجنټاین د ایران د کورنیو چارو د وزیر احمد وحیدي د نیولو غوښتنه کړې ده. نوموړی په بونېس ایرس کې د یهودانو پر کولتوري مرکز په بمي چاودنه کې په لاس لرلو تورن دی چې ۳۰ کاله مخکې شوې وه. ښاغلی وحیدي دا مهال په یوه بهرني سفر دی.
د ارجنټاین د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه هېواد له اېنټرپول څخه د احمد وحیدي د نیولو غوښتنه کړې ده.
په ۱۹۹۴ کال کې په ارجنټاین کې د یهودانو په مرکز (امیا) کې د چاودنې له امله ۸۵ کسان ووژل شول او ۳۰۰ نور ټپیان شول.
په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د ابراهیم رئیسي حکومت له پیل وروسته، ارجنټاین د کورنیو چارو د وزیر په توګه د برید جنرال احمد وحیدي ګومارنه د امیا چاودنې د قربانیانو او د دغه هېواد قضایي نظام ته د سپکاوي په توګه یاد کړل.
ایران د یهودانو د مرکز په چاودنه کې لاس لرل ردوي.
د ایران د کورنیو چارو وزیر ښاغلی وحیدي د ایران له ولسمشر ابراهیم رئیسي او له یوه لوړ پوړي پلاوي سره یو ځای پاکستان او شریلانکا ته په سفر تللی دی. ښاغلي رئسي پاکستان ته خپل درې ورځنی سفر نن چارشنبه په کراچۍ کې پای ته رسولی دی.
تر دې وړاندې د بشري حقونو فعالانو د بهرنیو سفرونو پر مهال د ابراهیم رئیسي د نیولو غوښتنه هم کړې وه. ښاغلي رئیسي د ۱۳۶۷ لمریز کال په اوړي کې د سیاسي بندیانو په وژلو کې په مستقیمه ونډه لرلو تورن دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د بونېس ایرس چاودنه د ارجنټاین په تاریخ کې ترټولو خونړۍ چاودنه بلل کېږي.
د ارجنټاین یوې محکمې د روان کال د اپرېل په ۱۲مه، په ۱۹۹۰ لسیزه کې په بونېس ایرس کې د دوو وژونکو بریدونو امر کولو لپاره ایران یو "ترهګر دولت" وباله.
د محکمې په خبرپاڼه کې راغلي، د امیا یهودي مرکز چاودنه د لبنان د حزب الله ډلې له خوا او د تهران په امر ترسره شوې وه.
د امیا په قضیه کې د ډېرو لوړ پوړو ایراني چارواکو نومونه یاد شوي دي.
د ایران حکومت دغه تورونه رد کړي وو، وروسته د انصارالله فلسطیني ډلې د هغه برید پړه پر غاړه واخیسته. خو ځینو بیا د دغې کوچنۍ ډلې له خوا د مسؤلیت اعلان په لبنان او ایران کې د حزب الله د رول پټولو په توګه ارزولی و.











