"د واګنر غړي ښايي د کډوالو په جامه کې اروپايي ټولنې ته د ننوتلو هڅه وکړي"

د عکس سرچینه، MATTHEW GODDARD/BBC
د پولنډ لومړي وزیر ماتېوش موراویېڅکي خبرداری ورکړی چې د واګنر ګروپ غړي ښايي له بېلاروس د کډوالو په جامه کې اروپايي ټولنې ته ننوځي.
هغه زیاته کړې چې دغه وسله وال همداراز کېدای شي له بېلاروس د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته د ناقانونه کډوالۍ لارې چارې هم برابرې وکړي چې پولنډ دا چاره "هایبرډ یا ترکیبي جګړه" بولي.
ښاغلي موارویېڅکي ويلي د واګنر تر سلو ډېر جنګیالي د پولنډ او لیتوانیا پولې ته څېرمه ګوردنو ښار ته نږدې شوي دي.
د واګنر ګروپ زرګونه غړي تېره جون میاشت روسیه کې تر لنډمهاله بغاوت وروسته د ېوې هوکړې پایله کې بېلاروس ته ولاړل.
دوی ته دوه غوراوي ورکړ شوي وو چې یا د روسیې د رسمي ځواکونو برخه وګرځي او یا بېلاروس ته واوړي.
اوس وارسا وايي بېلاروس کې د واګنر حضور ته د یوه بالقوه ګواښ په سترګه ګوري او غواړي د دغه ګواښ پر وړاندې خپل ختیځ لوری پیاوړی کړي.
د بېلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو مخکې دا رد کړې وه چې ګواکې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو پر لور تګ د احتمالي کډوالو په لمسولو سره اروپا کې د کډوالۍ کړکېچ ته لمن وي.
خو د پولنډ لومړي وزیر د شنبې پر ورځ ادعا وکړه چې د واګنر ګروپ تر ۱۰۰ ډېر غړي د بېلاروس د شمال لوېدیځ پر لور خوځېدلي دي.
دغلته نږدې 'سوالکي کاریدور' پروت دی چې د پولنډ او لیتوانیا د ۹۵ کیلومتره ګډې پولې په اوږدوالي بېلاروس د روسیې له کالینینګراده جلا کوي.

د عکس سرچینه، Reuters
ښاغلی موراویېڅکي وايي د واګنر دغه اجیر وسله وال ښايي ځانونه د بېلاروس سرحدي ساتونکي وښيي او له کډوالو سره اروپايي ټولنې ته په اوښتلو کې مرسته وکړي، او یا ان پخپله ښايي د کډوالو په جامه کې دغه بلاک ته ننوځي.
هغه شنبه د پولنډ د سویل په ګلیویڅ ښار کې د وسلو جوړولو یوې کارخونې د کتنې پر مهال یوه خبري کنفرانس ته وویل "اوس وضعیت لا پسې خطرناکېږي. دا په څرګنده د پولنډ پر خاوره د هایبرډ یا ترکیبي برید پر لور بل ګام دی."
د پولنډ کورنیو چارو وزیر د پنجشنبې پر ورځ ویلي وو چې که د پولو اوږدو کې داسې څه پېښه وشي چې د واګنر غړي پکې ښکېل وي، نو دوی، لیتوانیا او لیتویا ښايي په ګډه بېلاروس سره د پولو تړولو پرېکړه وکړي.
خو تر دې وړاندې تېره اوونۍ د بېلاروس ولسمشر ټینګار کړی و چې د واګنر غړي به د دغه هېواد په مرکزي سیمو کې ځای پر ځای کړي.
ښاغلي لوکاشینکو د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په خبرو کې د ټوکې په ډول ویلي و چې "دوی [د واګنر وسله وال] غواړي د لوېدیځ پر لور ولاړ شي... او وارسا ته سفر وکړي. خو زه به دوی لکه څنګه چې مو هوکړه کړې وه، په مرکزي بېلاروس کې تم کړم."

د عکس سرچینه، MATTHEW GODDARD/BBC
د پولنډ لومړی وزیر وايي د روان زېږدیز کال په اوږدو کې له بېلاروسه دغه هېواد ته د اوښتلو ۱۶ زره هڅې شوې دي.
د اروپايي ټولنې د پولو اداره فرنټېکس ویلي، د روان کال له جنورۍ تر جون پورې له بېلاروس اروپايي ټولنې ته د ناقانونه اوښتلو ۲ زره ۳۱۲ پېښې ثبت شوې.
پولنډ او لیتوانیا له بېلاروس سره پر خپلو ګډو پولو د دې لپاره خنډونه درولي، چې په ناقانونه توګه د خلکو د وراوښتلو مخینوي ونیسي.
مېنسک پر دې تورن دی چې له منځني ختیزه کډوال له دې ژمنې دغه هېواد ته ورتګ ته هڅوي چې له هغه ځایه په اسانۍ د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته اوښتی شي.
د پولنډ سرحدي ګارد دا تور هم پورې کوي چې د بېلاروس سرحدي ځواکونه کډوالو سره مرسته کوي چې له رسمي چکپوانټونو لېرې په ناقانونه توګه دغه هېواد ته ور واوړي.











