تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ریشي سوناک غواړي ځینې افغان کډوال 'یوه پوځي اډه کې' مېشت کړي
د بريتانيا لومړي وزير ريشي سوناک ويلي دي هيله لري چې په شمالي يارکشاير کې د افغان کډوالو د ځای پر ځای کولو لپاره له پوځي اډې کار واخلي.
د "ایونېنګ سټنډرډ" ورځپاڼې راپور ورکړی چې ریشي سوناک د جمعې په ورځ تایید کړه چې د انګلستان د کورنیو چارو وزارت په ریچمونډ کې د "کاټریک" اډې کارول د کډواو د ساتلو لوی مرکز په توګه "نامناسب" ګڼلي.
ښاغلي سوناک وویل: "د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو دا مسله ارزولې او دې نتیجې ته رسېدلي چې د کاټریک اډه د کډوالو لپاره د لوی مرکز په توګه مناسبه نه ده، مګر موږ اراده لرو چې له هغې څخه د افغان مهاجرینو د استوګنې لپاره کار واخلو، هغه کډوال چې موږ یې له تېرو دوه کالو راهیسې مرستې ته ژمن یو."
د ریشي سوناک په وینا، "دا په هوټلونو او نورو سیمو او سیمه ییزو ټولنو باندې د فشار کمولو غوره لاره ده."
ښاغلي سوناک زیاته کړه لومړیتوب یې دا دی چې بریتانیا ته د پنا غوښتونکو د کښتیو د راتګ مخه ونیسي.
له دې مخکې، "ټایمز" راپور ورکړی و چې حکومت له پوځي اډو او همدارنګه د بریتانیا په سوېل کې له (بي بي سټاکهولم) بېړۍ نه د کډوالو د اسکان لپاره د ګټه اخیستو په تړاو د روغتیايي شکایتونو له کبله مېشتېدل ودرول شول.
د بريتانيا محافظه کاره حکومت لا هم په راتلونکي کال کې روانډا ته د پناغوښتونکو د لېږلو پر پلان کار کوي.
پر دې پلان تر اوسه شاوخوا ۲۹۰ میلیونه پونډه لګښت راغلی، خو حکومت تر اوسه د قانوني ننګونو له امله د هېڅ یوه پناغوښتونکو په لېږلو نه دی توانېدلی.
د انګلستان پورټلنډ بندر کې د بي بي سټاکهولم په نامه بېړۍ درې پوړه او ۹۳ متره اوږدوالی لري، چې درې کاله مخکې د کډوالو د مېشتولو لپاره ګټه ترې اخیستل شوې وه.
په تېره اګسټ میاشت کې وپتېیل شوه چې هلته ه شاوخوا پنځه سوه کډوال ځای پرځای کېږي، خو دا ځای د (مرګ تلک) وګڼل شو.
د بریتانیا د کډوالو شورا وايي، د ۲۰۲۳ کال تر مارچ میاشتې مخکې مودې پورهې بریتانیا ته تر ډېره د پنځو هېوادونو ډېر کډوال راغلي، چې په سر کې یې البانیا، افغانستان، هند، ایران او عراق راځي.