د درېیم ځل لپاره له ولسمشر کېدو وروسته، السیسي له کومو ننګونو سره مخامخ دی؟

د عکس سرچینه، SPENCER PLATT/GETTY IMAGES
د مصر د ټاکنو کمېسیون اعلان کړی چې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي په ټاکنو کې د ۸۹٫۶ سلنه رایو په ګټلو درېیم ځل د شپږو کلونو لپاره ولسمشرۍ ته بریالی شو.
د پوځ دغه ۶۹ کلن پخواني مشر درې نسبتا کمزوري نوماندان مات کړل.
یو کاندید د اپوزیسیون مخکښ کاندید احمد طنطاوي و.
ښاغلی السیسي په ۲۰۱۴ کال کې د لومړي ځل لپاره ولسمشر شو، یو کال وروسته یې د پوځ له خوا د خپل اسلامپالي پخواني ولسمشر محمد مرسي د راپرځولو مشري وکړه.
عبدالفتاح السیسي په ۲۰۱۸ کال کې بیا بریالی شو، خو په سږنیو ټاکنو کې یې بریا په دې معنا ده چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به په واک کې وي او د اساسي قانون له مخې هغه ته د بیا کاندېدو فرصت نه شته.
اقتصادي ننګونې او سیمهییزې شخړې

السیسي داسې مهال ټاکنو کې بریالی اعلان شوی چې مصر لا له وړاندې له ګڼو اقتصادي او سیمه ییزو ننګونو سره مخ دی.
ولسمشر السیسي د دریمې دورې له ګټلو وروسته په خپله وینا کې وویل هغه ننګونې ورته مالومې دي چې هېواد یې ورسره مخامخ دی، په تېره د مصر له ختیځې پولې سره د غزې جګړه ده چې د مصر ملي امنیت ته یې هم زیان رسولی دی.
هغه زیاته کړه چې مصري اتباع له نورو ننګونو سره هم مخامخ دي، په ځانګړې توګه له ترهګرۍ سره د مبارزې په ګډون، سمونونو او اقتصادي رغونې پر وړاندې خنډونه.
د السیسي د ولسمشرۍ په دریم پړاو کې د هغه پر وړاندې تر ټوو لویه ننګونه د هېواد ناوړه اقتصادي وضعیت دی. د مصر د مرکزي بانک په وینا، د مصر ټول بهرني پورونه د ۲۰۲۳ کال د جون تر پایه شاوخوا ۱۶۴٫۷ میلیارد ډالرو ته رسېدلي وو.
سربېره پردې، د مصر د حکومتي احصائیې د مرکزي ادارې د معلوماتو پربنسټ، په مصر کې د تېر اکتوبر په میاشت کې د کلني انفلاسیون کچه ریکارډ کچې ته ختلې وه او دا کچه په تېره سپتمبر میاشت کې ۴۰٫۳ سلنې ته لوړه شوې وه.
له دغه انفلاسیون سره هممهاله د خوراکي توکو، څښاکتوکو او د ژوندانه د لومړنیو اړتیاوو په ګډون د وريجو، غوړیو او اوړو لوړې بیې هم ملګرې وې.
په هر حال، دا اقتصادي مخ پر ځوړ حالت او کړکېچ نوی نه دی، په وروستیو کلونو کې مصر په اوکرایین د روسیې د یرغل پرمهال د غلو دانو له کړکېچ سره مخامخ شو، په لېبیا او سودان کې د جګړې او د کورونا وبا له کبله یې خراب اقتصادي وضعیت لا پسې خراب شو.
د مصر د مالیې وزیر محمد معیط مخکې ویلي وو، په ۲۰۲۰ کال کې د عامه پورونو کچه ۸۰ سلنې ته راټیټه شوه، د کورونا وبا له خپرېدا سره د نړۍ اقتصاد راولوېد او حکومتونو د خپلو اتباعو د ملاتړ لپاره د پیسو لګښت پیل کړ، خو مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي په امر د خپلو سترو پروژو کار ته دوام ورکړ.
ایا د مصري پونډ قېمت به بېرته راټیټ شي؟

د عکس سرچینه، DAVID DEGNER/GETTY IMAGES
د دې اقتصادي بحران په پایله کې، د مصر پونډ د ډالر په وړاندې خپلې تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شو.
مصر تېر کال د پونډ د تبادلې نرخ درې ځله راټیټ کړ، چې په رسمي بازار کې یې د یو ډالر بیه ۳۰٫۹ پونډه ته ورسوله.
خو، ایا د مصر حکومت به مجبور شي چې د ډالر په وړاندې د پونډ د تبادلې نرخ یو ځل بیا لوړ کړي؟
د مصر د اقتصادي او ستراتیژیکو مطالعاتو د فورم مشر او اقتصادپوه ډاکټر رشاد عبده د دې پوښتنې په ځواب کې وویل: "له دلیل او بحث پرته، د پیسو نړیوال صندوق له شرایطو سره سم به د پونډ بیه راټیټه شي".
د ۲۰۲۲ په پای کې، مصر د پیسو نړیوال وجهي صندوق سره د څلورو کلونو لپاره د درې میلیارده ډالرو په ارزښت د نوي پور ترلاسه کولو لپاره یو تړون لاسلیک کړ چې له هغه څخه یې د نژدې ۳۴۷ میلیون ډالرو په ارزښت لومړی قسط ترلاسه کړ، په دې شرط چې پاتې ارزښت پر هرو دریو میاشتو کې پر نوي قسط تقسیم کړي- هغه هم د اقتصادي بیاکتنو او اصلاحاتو پر بنسټ چې د پیسو نړیوال صندوق سره موافقه شوې ده.
مصر باید د ۷۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د پور دوه قسطونه ترلاسه کړي، خو بیاکتنې بشپړې نه شوې.
ډاکټر رشاد عبده په دې باور دی چې ۳۴۷ میلیون ډالر "ډېرې لږې پیسې دي او د مصر د نفوس په تناسب د یوه هېواد لپاره کافي نه دي."
هغه زیاته کړه: "بسپنې ورکوونکي خورا سخت شرایط وضع کړل، لکه د پولي واحد د ارزښت لوړول او د وړیا اسعارو نرخ ټاکل او ډېری غوښتنې چې ترټولو مهمه یې د حکومتي ملکیت هوټلونو، بانکونو او شرکتونو پلور و."
ډاکټر رشاد عبده روښانه کړه چې د دې اقتصادي بحران د حل لاره د ډالر لپاره د تبادلې د نرخ په ټاکلو سره د بهرنیو پانګوالو جذبول دي، ځکه چې "پانګوال د ډالر لپاره د تبادلې د نرخ د نه شتون له امله په مصر کې پانګونې ته زړه- نازړه دي."
د ګاونډیو هېوادونو وضعیت: غزه، لیبیا او سودان

د عکس سرچینه، MAHMUD HAMS/AFP VIA GETTY IMAGES
د سخت اقتصادي بحران په درشل کې چې مصر ورسره مخ دی، د غزې جګړه د دې هېواد لپاره سیمه ییزه ننګونه اضافه کړه.
د حماس د پوځي څانګې عز الدین القسام لواګانو له خوا پر اسرائیلو – چې مصر له غزې تړانګې او اسرائیلو سره ګډه پوله لري- له ناڅاپي برید وروسته د سیمه ییزې جګړې په منځ کې راګیر شو.
د امریکا د "نیویارک ټایمز" په ګډون لوېدیځو ورځپاڼو ویلي د شپږو لوړپوړو ډیپلوماتانو په وینا، اسرائیلو د جګړې په پیل کې نړیوال ملاتړ ته په پام سره پر مصر فشار راوړ چې په "ارامۍ" سره له غزې څخه مصر ته د سلګونو زرو ملکي وګړو د کوچېدو او مېشتېدو هرکلی وکړي.
ورځپاڼې زیاته کړې چې دا وړاندیز په ځانګړې توګه د امریکا او بریتانیا له خوا د دې وېرې له امله رد شو چې دا به د "دایمي ډله ییز اخراج" لامل شي.

د عکس سرچینه، REUTERS
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د مصر په دریځ په مکرر ډول ټینګار کړی، په سینا کې د فلسطینیانو اجباري بې ځایه کېدل او مصري خاورې ته د دوی وتل یې رد کړي او وايي که دا کار وشي دا به "د فلسطیني مسلې وروستۍ تصفیه وي."
د مصر د بهرنیو چارو وزیر سامح شکري هم پر مصر د امریکا د پورونو ختمولو په بدل کې پر خپل هېواد د اسرائیلو او امریکا د فشارونو راوړل رد کړل چې د مصر خاورې ته د فلسطینیانو کډوالېدل ومني.
جنرال سمیر راغب وايي: "د مصر په شاوخوا کې ټولې (سرحدې) جبهې د ناامنیو له امله بې ثباته دي. ملېشې او د واک لپاره مبارزه او سودان کې جګړه، هلته په دوو جبهو کې جګړه او چې د سودان د پوځ او د چټک غبرګون ترمنځ وه، د مصر لپاره په سیمه کې سرخوږی زیات کړی دی.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په وینا، په مصر کې د بې ځایه شویو سوداني وګړو شمېر خورا ډېر شوی.
رسمي شمېرې ښيي چې د مصر له نژدې ۱۰۰ میلیون وګړو څخه نژدې ۳۰ سلنه یې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.
د مصر د اپوزیسیون ډلې شکایت کوي چې دوی د خپلمنځي اختلافونو د دوام له امله په مؤثره توګه کار نه شي کولی.
د بشري حقونو د مبارزین هم د سختو امنیتي محدودیتونو شکایت کوي. دوی وايي د ادعا شویو سرغړونو مستندل ورځ تر بلې ستونزمنېږي.











