د سوریې پر پوځي اکاډیمۍ برید کې وژل شوي ۱۰۰ تنو ته ورسېدل

د عکس سرچینه، سانا
د سوریې یوه پوځي بیان کې راغلي چې په یوه "ترهګریز" برید کې چې د پنجشنبې په ورځ د حمص پوځي اکاډیمۍ د افسرانو د فراغت پر مراسمو وشو، لګسونه کسان وژل شوي دي.
ویل شوي هغه ډرون چې دا برید یې کړی چاودونکې مواد پکې ځای پر ځای شوي وو.
د سوریې د بشر حقونو د څار ډلې ویلي، په برید کې تر اوسه لږ تر لږه د ۱۰۰ کسانو د وژل کېدو خبر تایید شوی دی.
ددغه بنسټ مشر رامي عبدالرحمن بي بي سي ته ویلي، پر پوځي اکاډیمۍ برید کې د وژل شویو شمېر ۱۰۰ تنو ته رسېدلی او تر ۱۲۵ ډېر نور کسان پکې ټپیان شوي.
عبدالرحمن زیاتوي، په وژل شویو کې د فارغو شویو افسرانو د کورنیو غړي هم شته چې ماشومان او ښځې هم پکې دي.
د افسرانو د فراغت له مراسمو پای ته رسېدو څو دقیقې وروسته، د خلکو پر ګڼه ګوڼه یوه درنه چاودنه هم وشوه او په هوا کې بېپیلوټه الوتکې چورلېدې.
د سوریې پوځ د افسرانو د فراغت لپاره دغه مراسمو جوړ کړي وو چې د دفاع د وزیر په ګډون لوړ پوړي پوځي مشران هم ورغلي وو.
د پوځ په یوه بیان کې راغلي چې په وژل شویو او ټپیانو کې ګڼ پوځيان او ولسي وګړي دي.
دفاع وزیر د برید پر وخت نه و

په حمص کې د فراغت مراسم پوځي اکاډیمۍ کې جوړ شوي وو، چې د رپوټونو له مخې دفاع وزیر هم پکې حضور درلود، خو یوه جګپوړي امنیتي چارواکي ویلي چې د چاودنې پرمهال دفاع وزیر نه و.
دی وايي، دفاع وزیر د فراغت مراسمو ته راغلی و، خو د مراسمو له پای ته رسېدو وروسته او د برید له پیلېدو مخکې ولاړ او د ده له تګ څخه شاوخوا ۲۰ دقیقې وروسته برید وشو.
امریکايي چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د امریکا پوځ سوریه کې د ترکیې په وسلو سمباله یوه ډرون راغورځولې ده چې سوریه کې د دوی د پوځیانو د حضور سیمې ته څېرمه چورلېدله.
په سوریه کې د ۲۰۱۱ کال له کورنۍ جګړې پیلېدو راهیسې تر اوسه له نیم میلیون ډېر خلک وژل شوي دي.
په کور د ننه هلته ۶٫۸ میلیون خلک بې ځایه شوي او شپږ میلیونه نورو خلکو په بهر کې د پنا اخیستو ته مخه کړې ده یا بهر ته کډوال شوي دي.











