ترکيه کې په شپږمه شپه هم لاريونونه روان دي: اردوغان خپل مخالف سياسي ګوند د خلکو په پارولو تورن کړ

د ویډیو تشریح، ترکيه کې لاریونونه

په ترکیه کې په شپږمه شپه هم لاريونونه او اعتراضونه روان دي. په خپرو شويو عکسونو کې ښکاري چې ګڼ شمېر خلک لارو او سړکونو ته راوتلي په داسې حال کې چې پوليس له ډالونو سره د لاريونو کوونکو مخې ته ولاړ دي.

تر اوسه پورې، د نن شپې لاریونونه تر ډېرې کچې سوله ایز ښکاري.

په استانبول کې ناکرارۍ د تېرې چهارشنبې په ورځ هغه وخت پیل شوې کله چې د ولسمشر اردوغان اصلي سيال او د استانبول ښاروال اکرام امام اوغلو، د فساد په تور ونیول شو.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، د اکرم امام اوغلو په ملاتړ لاریونونه د "تاوتریخوالي په غورځنګ" بدل شوي. نوموړي د اپوزیسیون ګوند پولیسو او خلکو ته د زیان رسولو مسؤل وباله او دا يې يوه "شرمناکه" کړنه ياده کړه.

نوموړي همدارنګه مخالف ګوند د خلکو په پارولو تورن کړ.

په ورته وخت کې، اروپايي کمیسیون ترکیې ته خبرداری ورکړ چې د اروپا سره د یوځای کېدو لپاره باید دیموکراتیکو ارزښتونو ته غاړه کېږدي.

استانبول کې پراخ لاريونونه شوي

ترکيه

د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images

د استانبول ښاروال او د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان مهم سیال اکرم امام اوغلو په رسمي ډول بندي او په فساد تورن شوی دی. په همدې مهال لسګونه زره خلک د دې سربېره چې پر مظاهرو بنديز لګېدلی په استانبول کې د امام اوغلو په ملاتړ راوتلي دي.

ښاغلی اوغلو د سیکولر جمهوري غوښتونکي خلق یا (سي‌اېچ‌پي) ګوند غړی دی او د ترکيې د اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان د یوه مهم سیال په سترګه ورته کتل کېږي. په پام کې وه چې اکرم امام اوغلو د ترکیې د ۲۰۲۸ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د نوماند په توګه وټاکل شي.

ښاغلي امام اوغلو پر ده لګېدلي تورونه رد کړي او دا يې سیاسي انګېزه بللې ده. له نيول کېدو وروسته يې پر اېکس لیکلي چې "زه به هېڅکله سر ټيټ نه کړم."

ښاغلي امام اوغلو هم په ټولنیزو رسنیو کې د محکمې پرېکړه د ترکیې په ډیموکراسۍ "تور داغ" بللی دی.

په همدې حال کې، ترکي چارواکو د پراخو لاریونونو د مخنیوي لپاره د ټولنیزو رسنیو له ۷۰۰ زیاتو اکونټونو د تړلو غوښتنه کړې ده.

اېکس وايي، د ترکي چارواکو لخوا خبري سازمانونه، خبریالان، سیاستوال او زده کونکي په نښه کېږي، چې په وينا يې د ترکیې د مخابراتو ادارې د محکمې حکمونه یې ننګولي دي.

ويل کېږي په ترکیه کې د مطبوعاتو ازادي د رجب طیب اردوغان په ولسمشرۍ کې محدوده شوې ده.

ډېر خبریالان بندیان شوي او د هغوی پر سازمانونو بنديز لګول شوی.

دا اقدام یوه ورځ وروسته له هغه وشو چې د هغه له ۳۰۰ څخه زیات ملاتړي په نهو ښارونو کې د لاریونونو په ترڅ کې ونیول شول. ښاغلی امام اوغلو لومړی ځل د چهارشنبې په ورځ (د مارچ ۱۹مه) ونیول شو، او د هغه د ګوښه کولو پر ضد د ترکیې په ښارونو کې د لاریونونو څپه خپره شوه.

د "پاروونکو څرګندونو" له امله لسګونه کسان نیول شوي

احتجاج

د عکس سرچینه، Getty Images

په ترکیه کې ځايي چارواکي‌ وايي، لسګونه هغه کسان یې نیولي چې د استانبول د ښاروال اکرم امام اوغلو تر بندي کېدو وروسته یې پر خواله رسنیو "پاروونکې" څرګندونې کړې دي.

ښاغلی اوغلو پرون چهارشنبې (کب ۲۹/مارچ ۱۹) د هغو ۱۰۶ کسانو له ډلې دی چې پر فساد او یوې ترهګرې ډلې سره پر مالي مرستې کولو تورن او نیول شوي دي. هغه ګام چې په استانبول او پلازمېنه انقره کې یې احتجاجونه پارولي دي.

ښاغلی اوغلو د سیکولر جمهوري غوښتونکي خلق یا (سي‌اېچ‌پي) ګوند غړی دی او د ترکيې د اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان د یوه مهم سیال په سترګه ورته کتل کېږي. په پام کې وه چې اکرم امام اوغلو د ترکیې د ۲۰۲۸ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د نوماند په توګه وټاکل شي.

نیوکه کوونکو یا منتقدانو د هغه نیول کېدل "کودتا" بللې او ویلي یې دي چې لا ډېرو احتجاجونو ته یې نیت دی. هغه هم په داسې حال کې چې په استانبول کې د اردوغان ملاتړي والي په دغه ښار کې د څلورو ورځو لپاره پر لویو راټولېدنو او غونډو بندیز لګولی دی.

د ترکیې کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا نن پنجشنبه سهار وویل چې پولیسو هغه ۲۶۱ تنه په نښه او پېژندلي چې پر خواله رسنیو د "شکمنو اکاونټونو چلوونکي" وو او ادعا یې کړې چې ګواکې پر لیکه یا انلاین بڼه یې په خپلو لیکنو او څرګندونو کې "خلک کرکې، دوښمنۍ او جرم کولو ته هڅول."

ښاغلي یرلیکایا وویل چې، "۳۷ شکمن کسان نیول شوي او د نورو هغو د نیولو هڅه روانه ده" او زیاته یې کړه چې نن پنجشنبه د ځايي وخت تر مازدېګر څلورو بجو پورې د ښاغلي اوغلو او ۱۰۶ کسانو د نیول کېدو وروسته په دې اړه تر ۱۸ اعشاریه شپږ میلیونو ډېر پوسټونه یا لیکنې پر خواله رسنیو شوې دي.

په استانبول او پلازمېنه انقره کې احتجاجونه

د اکرم امام اوغلو پر بهرنۍ اېکس‌پاڼه د ترکيې اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان ته په اشاره په ترکانو باندې غږ کړی و چې "د یوه ملت په توګه د دغه شیطان پر ضد ودرېږئ" او له قضا او د اردوغان د ګوند له غړو یې غوښتي چې له بې عدالتۍ سره مبارزه وکړي.

ترکیه

د عکس سرچینه، Getty Images

امام اوغلو پر ټولنیزو رسنیو لیکلي چې "د خلکو اراده نه شي غلې کېدی".

احتجاج کوونکي سړکونو، پوهنتونونو او تر ځمکې لاندې د ټرېن تمځایونو کې سره راټول شوي او د حکومت ضد شعارونه ورکوي. د خلکو دا ډول قهرجن حالت دغه هېواد په کلونو کلونو کله نه و لیدلی.

ځينې داسې رپوټونه هم ورکړل شوي چې ګواکې په استانبول کې احتجاجیان له پولیسو سره لاس‌چنګاو شوي دي. د رويټرز خبري اژانس په ځينو ویډيوګانو کې ښکاري چې پولیس په استانبول پوهنتون کې راټولو شوو اعتراض کوونکو ته د مرچکو سپرې ورشیندي چې سره تیت او پرک او له دغه ځایه یې و باسي.

زرګونه کسان په ساړه کې د استانبول ښار په مرکزي سیمه کې سره راغونډ وو او شعارونه یې ورکول چې "اردوغان دیکتاتور دی" او "امام اوغلو، ته یوازې نه یې."

"زه د بنسټیزو حقونو او ازادیو لپاره پر خپله مبارزه ټینګ ولاړ یم"

څارنوالان وايي، هغه "د یوه جرمي سازمان د شکمن مشر " په توګه تورن دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، امام اوغلو تېر کال، کله چې د هغه د (سي اېچ پي) ګوند په استانبول او په انقره کې سیمه ییزې ټاکنې وګټلې، په دویم ځل د استانبول د ښاروال په توګه وټاکل شو.

حکومت د څلور ورځنیو محدودیتونو په ترڅ کې په استامبول کې پر غونډو یا راټولېدنو بندیز لګولی دی. خو ښايي په ټوله ترکیه کې نور احتجاجونه هم پيل شي ځکه چې د حکومت مخالفو یا د اپوزیسیون مشرانو په ګډون د امام اوغلو مېرمنې هم خلک هڅولي چې "خپل غږ پورته کړي."

په یوه ویډیو کې چې پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې، هغه ژمنه کړې، د ترکیې د خلکو "او د ټولو هغو کسانو لپاره چې په ټوله نړۍ کې د ولسواکۍ او عدالت ملاتړ کوي" ودرېږي.

امام اوغلو زیاته کړې: "زه د بنسټیزو حقونو او ازادیو لپاره پر خپله مبارزه ټینګ ولاړ یم."

په وروستیو میاشتو کې د نیولو دا لړۍ، په ټول هېواد کې د اپوزیسیون د سترو شخصیتونو د ځپلو د یوې برخې په توګه ګڼل کېږي.

نیوکه کوونکو د سیاسي هڅونې په توګه دا اقدامات غندلي دي. خو اردوغان، چې له ۲۲ کلونو راهیسې په واک کې دی، او ګوند یې دا ادعاوې رد کړې دي، ټینګار کوي چې د ترکیې قضایه قوه خپلواکه ده.

امام اوغلو تېر کال، کله چې د هغه د (سي اېچ پي) ګوند په استانبول او په انقره کې سیمه ییزې ټاکنې وګټلې، په دویم ځل د استانبول د ښاروال په توګه وټاکل شو.

دا لومړی ځل و، چې واک ته له رسېدو وروسته د اردوغان ګوند په ټول هېواد کې د رایو په صندوقونو کې ماتې وخوړه.

هغه ټاکنې د ولسمشر لپاره یوه شخصي ضربه هم وه، چې واک ته د رسېدو پر مهال په استانبول کې را لوی شوی او ښاروال شو.

د ترکیې په تر ټولو لوی ښار کې د امام اوغلو پر کور برید کې لسګونه پولیس افسران ښکېل وو.

د ولسمشرۍ د نوماندانو په انتخاب کې د سي اېچ پي ګوند لپاره امام اوغلو یوازېنی کس دی چې ټاکل شوې د راروانې یکشنبې په ورځ ځان نوماند کړي.

دا پېښه یوه ورځ وروسته تر هغه رامنځ ته شوې، چې د استانبول پوهنتون د ادعا شویو بې نظمیو له امله د هغه سند لغوه کړ، هغه تصمیم چې که تایید شي، د ولسمشرۍ په ټاکنو کې به د هغه د ګډون مخه ونیسي.

استانبول

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ځينې داسې رپوټونه هم ورکړل شوي چې ګواکې په ترکۍ پلازمېنه کې احتجاجیان له پولیسو سره لاس‌چنګاو شوي دي.

د ترکیې د اساسي قانون له مخې، ولسمشران باید د دندې ترسره کولو لپاره لوړې زده کړې ولري.

امام اوغلو دا ګام "قانونأ بې بنسټه" بللی او زیاته یې کړه ده چې پوهنتونونه "باید خپلواک، له سیاسي لاسوهنې څخه پاک او پوهې ته وقف شوي وي".

حکومت پلوه رسنۍ رپوټ ورکوي، پر امام اوغلو د زور زیاتي او درغلۍ د تورونو سربېره، له پي کې کې سره د مرستې کولو تور هم پورې شوی دی.

پي کې کې یا د کردستان کارګرانو ګوند، له ۱۹۸۴ کال راهیسې پاڅون پیل کړی او په ترکیه، اروپايي ټولنې، بریتانیا او امریکا کې د یوې ترهګرې ډلې په توګه بندیز پرې لګېدلی دی.

په استانبول کې ډېری سړکونه د ټرافیکو پرمخ تړل شوي دي، په ورته وخت کې د مېټرو ځینې کرښو هم خپلې چارې بندې کړي.

رپوټونه وايي، چارواکو تر نیول کېدو وروسته اېکس، یوټیوب، انسټاګرام او د ټیک ټاک په ګډون ټولنیزو رسنیو ته لاسرسی په کلکه محدود کړی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې امام اوغلو له قانوني ستونزو سره مخ شوی دی. په ۲۰۲۲ کال کې، هغه په خپله یوه وینا کې دولتي چارواکو ته د سپکاوي له امله په تر دوه نیمو کلونو ډېر بند محکوم شوی و.