مصنوعي رحم 'زیلانځ' : له وخت مخکې زیږېدلو ماشومانو لپاره د ژوند نوې هیله

Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, یاسمین فاکس- سکلي
    • دنده, بي بي سي

مصنوعي پلاسنټا یا پرېوان او زیلانځې (رحم) له وخت مخکې د زیږېدلو ماشومانو ژوند ژغورلی شي ، خو له انساني تجربو وړاندې باید کوم اخلاقي مسایل وڅېړل شي؟

دا داسې ښکاري لکه د یو خراب ساینسي فلم خیالي کيسه - انساني ماشومان د خپلو ميندو له ګېډې رايستلی شي او پر ځای يې د مايعاتو ډک خولو (پوډونو) کې وده ورکړل شي. خو دا دقيقاً هماغه څه دي چې د امريکا په پنسلوانيا ايالت کې د فلاډلفيا د ماشومانو په روغتون (CHOP) کې یې ساينسپوهان له وخت خورا ډېر وړاندې زیږېدونکو ماشومانو لپاره وړاندیز کوي.

هغوی د هغه څه پر جوړولو کار کوي چې دوی ورته "مصنوعي رحم (زیلانځ" يا د نويو زېږېدلو ماشومانو د ودې لپاره "له رحم بهر چاپېريال" یا (اېکسټنډ) وايي. په دقيق ډول، د (اېکسټنډ) هدف دا نه دی چې يو جنين له پېله تر زېږېدنې پورې وده ورکړي - دا به نه يوازې ناشونی وي، بلکې که وغوښتل هم شي، امکان نه لري. بلکې موخه دا ده چې له وخت خورا مخکې د زیږېدونکو ماشومانو د ژوند د بقا کچه لوړه کړي، په تېره هغه ماشومان چې د خپل ژوند په اوږدو کې له ګڼو روغتيايي ستونزو سره مخامخ کېدلی شي.

يوه عادي روغتیايي حمل یا میندواري شاوخوا ۴۰ اونۍ دوام کوي او ماشومان چې ۳۷ اونۍ پوره کړي، بشپړ زېږېدلي بلل کېږي. خو کله کله په حمل کې داسې ستونزې پېښېږي چې ماشوم بايد ژر وزېږول شي.

خو له نېکه‌مرغه، د تېرو څو لسیزو د نوې زېږېدنې طب په برخه کې د سترو پرمختګونو له برکته، اوس ډېری مخکني زېږېدلي ماشومان ژوندي پاتې کېږي او له جدي ستونزو پرته له روغتونه رخصتېږي. تازه معلومات ښيي که جدي پاملرنه یې وشي، ان د ۲۲ اونیو د حمل ماشومانو ۳۰٪ ژوندي پاتې کېږي.

هغه ماشومان چې شاوخوا ۲۲ اونیو کې زیږېدلي وي له لویو ننګونو سره مخ وي او باید ۲۴ ساعته جدي پاملرنه ترلاسه کړي - (کرېډېټ: ګیټي انځورونه)

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هغه ماشومان چې شاوخوا ۲۲ اونیو کې زیږېدلي وي له لویو ننګونو سره مخامخ وي او باید ۲۴ ساعته جدي پاملرنه ترلاسه کړي

سټیفني کوکورا، چې د کنساس ښار د ماشومانو 'میرسي روغتون' د نویو زیږېدلو ماشومانو متخصصه ده، وايي: "رښتيا هم، ماشومان چې په ۲۸ او ان ۲۷ اونۍ کې زېږېدلي وي، عموماً ډېر ښه پرمختګ کوي.

"خو هغه ماشومان چې د ۲۲ تر ۲۳ اونیو په حدودو کې زېږېدلي وي، د هغوی پايلې دومره سختې وي چې موږ ډاډه نه يو ايا د هغوی د ژوند کيفيت د منلو وړ دی که نه."

هغه ماشومان چې د ژوندي پاتې کېدو د سرحد پر پوله زېږېدلي وي، معمولاً له سختو روغتيايي ننګونو سره مخامخ وي. دا ماشومان د زېږون پر مهال تر ۲ پاوه (۹۰۰ ګرامو) کم وزن لري او د زړه، سږو، د هاضمې غړو او مغز په شان مهمو غړو یې دومره وده نه وي کړې چې له جدي طبي پاملرنې پرته ماشوم ژوندی پاتې شي.

په لنډمهاله ستونزو کې يوه ډېره مشهوره ستونزه نیکروټايزینګ انټرېوکولایټس یا د کولمو التهابي کېدل دي، دا يوه جدي ناروغي ده او د کولمو انساج (نسجونه) پکې پړسوي او مړه کېږي. د دې عمر ماشومان د انتان، وینې زهري کېدو (سپټیسېس) او سپټيک شاک (يو حالت چې پکې د وينې فشار په خطرناکه توګه ټيټېږي او سږي، پښتورګي، ځيګر او نور غړي زيانمنوي) پر وړاندې هم ډېر حساس وي.

له بلې خوا، اوږدمهاله ستونزې چې له وخت خوار مخکې زیږېدلي ماشومان پرې اخته کېدی شي، دماغي فلج، زدکړه کې منځنۍ او شدیده ستونزه، د ليدلو او اورېدلو ستونزې او د ساه بندېدو ناروغي ده.

ان هغه ټېکنالوژي چې د ماشوم د ژوند ژغورلو لپاره کارول کېږي - لکه د اکسيجن ملاتړ او تنفسي ماشينونه - هم د ماشوم نازکو سږو ته زيان رسولی شي.

جورج مايکالسکا، چې د ميشيګن پوهنتون د سی اس موټ ماشومانو روغتون کې د جراحي او د ولادت او ښځينه ناروغيو د څانګو استاد دی، وايي "په دومره ابتدايي حمل کې سږي لا هم د ودې په حال کې وي او بايد له مايعاتو ډک وي".

"خو کله چې ماشومان له وخت ډېر مخکې وزېږېږي، موږ د دوی تنفسي نل (تراکیه) ته يو پایپ (اینډوټراکيل ټيوب) ورننباسو او د هوا او اکسيجن لوړ فشار پرې راوړو - دا ښه مستنده شوې ده چې د سږو زيان ته لاره هواروي."

د وخت په تېرېدو دا زيانونه د سږو د نسجونو د داغېدو لامل ګرځي، چې دا حالت 'برانکوپلمونري ډیسپلېژیا' يا د سږو مزمنه ناروغي بلل کېږي. ډېر ماشومان له روغتونه داسې حال کې وځي چې لا هم اوږدمهاله اکسيجن ته اړ وي او د خپل ژوند تر پايه تنفسي ماشين ته محتاج پاتې کېږي. دا د سا ورکولو ماشين هم د سترګو د ړندېدو خطر زياتوي. د سترګو د شبکې د تغذيې وينې رګونو د زېږېدو تر وخت پورې پوره نه وي کړې. زيات اکسيجن د نوو، غيرنورمالو وينو رګونو د ودې سبب ګرځېدلی شي، چې دا بيا د شبکې د جلا کېدو لامل کېدی شي.

د مصنوعي زیلانځې او رحمونو تر شا مفکوره دا ده چې د سږو کار له معادلې وباسي او جنين ته دا فرصت ورکړي چې په يوه خوندي چاپېريال کې ودې ته دوام ورکړي، چې ماشوم چمتو شي خپله لومړۍ ساه واخلي.

د هغه پلاسینټا (زیلانځ) نمونه وړاندې کول چې ماشومان یې په رحم کې کلابندولی شي د طبي تجهیزاتو څخه د دوی د ودې سږو ته د زیان مخه ونیسي (کریډیټ: ګیټي انځورونه)

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د هغه پلاسینټا (زیلانځ) نمونه وړاندې کول چې ماشومان یې په رحم کې کلابندولی شي د طبي تجهیزاتو څخه د دوی د ودې سږو ته د زیان مخه نیسي (کریډیټ: ګیټي انځورونه)

د دې ټېکنالوژۍ پر پراختیا درې مهمې ډلې کار کوي. درې واړې ډلې خپل الهام له يوې موجودې درملنې اخلي چې "د بدن له غشا څخه د اکسيجن ورکولو" (Ecmo) په نوم يادېږي، چې دا د ژوند مصنوعي ملاتړ يوه طریقه ده او له هغو کسانو سره مرسته کوي چې سږي او زړه یې سم کار نه کوي. په Ecmo کې وینه د ناروغ له بدنه یوه ماشین ته انتقالېږي چې له وینې کاربون ډای اکسایډ وباسي او اکسيجن ور اضافه کوي. بيا دا اکسيجن سره بډایه شوې وینه بېرته د بدن انساجو ته لېږدول کېږي.

دا طریقه د دې سبب کېږي چې وینه له زړه او سږو پرته حرکت وکړي او دغو غړو ته د استراحت او رغېدو فرصت ورکړل شي. که څه هم Ecmo د لويو ماشومانو لپاره کارول کېدی شي، خو له وخت د خورا مخکې زیږېدلو ماشومانو لپاره مناسبه نه ده. درې واړه ډلې هڅه کوي چې دا ټېکنالوژي کوچنۍ او د نويو زېږېدلو ماشومانو لپاره مناسبه کړي.

خو د هرې ډلې په وسيلو کې لږ څه توپير شته.

په CHOP کې ساينسپوهان - چې مشري یې د جنين جراح الان فليک کوي، پلان لري چې له وخت مخکې زېږېدلي ماشومان په مايعاتو ډکو خولو (پوډونو) کې کېږدي، چې دا د رحم د امينوتيکي مايعاتو تقلید کوي. بيا به جراحان د ماشوم کوچني رګونه له يوې Ecmo ته ورته وسيلې سره ونښلوي. وینه به د جنين د زړه په واسطه سیستم ته پمپ کېږي، لکه څنګه چې په طبيعي حالت کې وي.

په ۲۰۱۷ کال کې، فليک او د هغه همکارانو اته له وخت مخکې زېږېدلي برېنې (وري) چې ۲۳ تر ۲۴ اونيو عمر لرونکو انساني جنينونو سره برابر وو، د مصنوعي رحم په مټ څلور اونۍ ژوندي وساتل. په دې موده کې وريو طبيعي پرمختګ وکړ، حتی وړیو یې هم وده وکړه.

له بلې خوا، د جورج مايکالسکا ټيم په ميشيګن پوهنتون کې داسې څه جوړوي چې دوی يې "مصنوعي زیلانځ" بولي. دوی د ټول جنين د مايعاتو ډک چاپېريال ته اچولو پر ځای، د تنفسي نلونو له لارې د ماشوم سږي له يو ډول ځانګړو جوړو شويو مايعاتو ډکوي. د دوی سیستم وینه د زړه له لارې د غاړې له ستوني (جګولر رګ) څخه وباسي- لکه د دودیز Ecmo ماشینونو په څېر، خو بېرته د اکسيجن بډایه شوې وینه د نال له لارې بېرته بدن ته ور داخلوي.

مايکالسکا وايي: "ما داسې يوه طریقه غوښتله چې د ډېرو ماشومانو لپاره چمتو وي او چې په موجوده د نويو زېږېدلو د شديد مراقبت مرکزونو کې وکارول شي."

"دا ټېکنالوژي د دې لپاره نه ده جوړه شوې چې د زیلانځ د ټولو ګڼو دندو ځای ونیسي، بلکې تمرکز يې پر دې دی چې د ګازونو تبادله، د وينې فشار، د زړه ضربان او د جنين د وينې دوران وساتي، چې مخکني غړي خوندي پاتې شي او وده ورکړي."

په يوه وروستۍ تجربه کې، مخکني زېږېدلي وري چې د مصنوعي زیلانځې په ماشین کې ساتل شوي وو، مخکې له دې چې په خوندي ډول میخانیکي تنفسي ملاتړ ته ولېږدول شي، ۱۶ ورځې ژوندی پاتې شول. په دې موده کې د هغوی سږو، مغز او نورو غړو ښه پرمختګ وکړ.

ماشومان له روغتون وتلی شي؛ ځکه چې د اوږدې مودې لپاره اکسیجن ملاتړ ته اړتیا لري او د خپل پاتې ژوند لپاره میخانیکي هوا ته اړتیا لري (کریډیټ: ګیټي انځورونه)

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ماشومان له روغتون وتلی شي؛ ځکه چې د اوږدې مودې لپاره د اکسیجن ملاتړ ته اړتیا لري او د خپل پاتې ژوند لپاره میخانیکي هوا ته اړتیا لري (کریډیټ: ګیټي انځورونه)

درېيمې ډله، چې د استراليا او جاپان ګډ ټيم دی، يو مصنوعي رحم جوړوي چې "د رحم له چاپېریاله بهر درملنه یا" (Eve therapy) نومېږي. د دوی هدف دا دی چې تر نورو دوو ډلو له وخت ډېر مخکې زیږېدلي او ناروغ جنينونه روغ کړي.

مېټ کمپ، چې د سنګاپور د ملي پوهنتون د نسایي او ولادي ناروغیو پروفیسر دی او د Eve پروژه رهبري کوي، وايي: "موږ اوس دې حد ته رسېدلي یوو چې د يوه ۵۰۰ ګرامه (وري) جنين واخلو او د دوو اونیو لپاره یې د بدن د عمومي فزیولوژیک حالت په ډول ساتلی شو."

"دا يو ښه پرمختګ دی، خو له بلې خوا د دغو جنينونو وده عادي نه ده."

کمپ وايي: "په هغه تجربه کې چې موږ له روغتيايي پلوه ډېرو کمزورو جنينونو سره وکړه، دا حیوانات ډېر سخت اداره کېدل."

"د هغوی وده ډېره خراب وه او د هغوی د وينې فشار او جريان ساتل خوار ډېر ګران وو. نو دا داسې يوه موضوع ده چې هو، موږ يو څه ښه پرمختګ پکې کړی، خو لا هم ډېر څه شته چې بايد پرې پوه شو."

نو مصنوعي زیلانځ يا رحمونه به څومره ژر په روغتونونو کې ووینو؟

په CHOP کې کار روان دی او دوی د پرمختګ تر ټولو وړاندې پړاو ته رسېدلي. دې ډلې نژدې وخت کې د درملو له فدرالي ادارې څخه د انساني ازموینو د پیل اجازه غوښتې ده.

له بلې خوا، مايکالسکا هیله لري کله چې د خپل سیستم نور کوچني یکول بشپړ کړي، په درېیو یا څلور کلونو کې انساني کلينيکي تجربو ته ننوځي، چې په دې سره د انسان د نویو زېږېدلو ماشومانو له کوچنيو رګونو سره تطابق ومومي.

خو کمپ لا هم باور لري د دې لپاره چې مصنوعي رحمونو ته انساني تجربې پیل شي، زموږ د پوهې په بنسټیزو برخو کې ځينې تشې باید ډکې شي.

کمپ وايي: "زموږ باور دا دی چې یو ډېر کوچنی جنین طبيعي ډول خپله وده نه شي کنټرولولی او کله چې ناروغ هم وي، نو دا ستونزه لا پسې زیاته شي."

وروستي معلومات ښیي چې ان د ۲۲ اونیو د میندوارۍ ۳۰٪ ناروغان ژوندي پاتې کېږي که جدي پاملرنه ورته وشي (کریډیټ: ګیټي امیجز)

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، وروستي معلومات ښیي چې ان د ۲۲ اونیو د میندوارۍ ۳۰٪ ناروغان ژوندي پاتې کېږي که جدي پاملرنه ورته وشي (کریډیټ: ګیټي امیجز)

نو موږ هڅه کوو چې د طبیعي ودې په بهیرونو کې د ماشوم د ودې د پیاوړتیا په برخه کې د اصلي (طبیعي) رحم رول ومومو او پوه شو. تر همدې ځایه زموږ کار رسېدلی دی. دا- که لږ هم ووایو، يو ډېر لوی کار دی."

اخلاقي اړخونه هم شته. په یوه وروستي مقاله کې، سټیفني کوکورا استدلال کوي چې د بېلابېلو ټېکنالوژیو ترمنځ ځینې نازک توپیرونه شته چې ځانګړي اخلاقي ننګونې رامنځته کوي. د بېلګې په توګه، د EVE او CHOP دواړو ډلو د مصنوعي رحمونو لپاره اړینه ده چې د نلۍ (کانيولا) له لارې د ماشوم د ناف (د نامه غوټۍ) له رګونو سره ونښلول شي، نو ماشوم باید سملاسي له مور څخه وسیلې ته انتقال شي، ځکه چې له زېږون وروسته د نامه غوټۍ شریاني رګ ژر بندېږي.

له دې له امله، هغه مېرمنې چې کېدی شوای په طبعي ډول ماشوم وزیږوي، اړې کېږي چې له وخت مخکې د سیزارین عملیه (Cesarean Section) وکړي.

کوکورا وايي: "کله چې تاسې دومره ژر سیزارین کوئ، دوی دا په هغه ډول نشي کولی لکه څنګه چې دوی یې په ټاکلي وخت کې کوي.

دا يوې داسې څېرمه پرېکونې یا (incision) ته اړتیا لري چې د رحم له عضلاتي طبقې تېره شي او دا د راتلونکو حملونو پهرکیفیت - لکه دا چې ايا تر پای پورې دوام کولی شي او که طبيعي ولادت کولی شي، اغېز کولی شي."

د مهبلي زیږون پرتله له دې پروسې سره ډېر خطرونه تړلي دي، هغه چې د باخبره رضایت سره اړوند ستونزې راپورته کوي.

کوکورا وايي: "زما په اند تر ټولو مهمه موضوع دا ده چې موږ به له متوقع والدینو سره څنګه خبرې وکړو چې په دې ازموینه کې ګډون وکړي.

تاسې تصور کولی شئ چې یوه مور یا پلار چې له ډېر غمجن حالت سره مخامخ دی او له دوی سره د ۲۲ اونیو ماشوم د خرابو پایلو په اړه مشوره شوې ده، ممکن د دې نوې- که څه هم تجربه نه ده پرې شوې، طریقې لپاره ډېره لېوالتیا ولري. والدین به د خپل ماشوم ژوند ژغورلو لپاره هرڅه کوي."

بله ستونزه دا ده کله چې ماشوم سملاسي د Extend سیستم ته انتقال شي، نو دا ارزونه نه شي کېدی چې ایا دې ماشوم به په دوديزو درملنو کې ښه پایله لرلی وای که نه.

مایکالسکا وايي: "تاسې د ماشوم د وضعیت د معلومولو لپاره ډېر معلومات نه لرئ، یوازې د حمل د مودې پر اساس پرېکړه کوئ چې څوک باید Extend ته ولېږدول شي - ځکه ماشوم لا نه دی زېږېدلی، نو د هغوی حالت نه معلومېږي."

دا مانا لري چې ښايي داسې ماشومان هم په دې نوې، لا نه ازمویل شوې تکنالوژۍ کې داخل شي چې کېدی شي په دودیزو درملنو کې یې ښه پایله لرلې وای.

خو مایکالسکا باور لري چې Extend به د هغو ډېر له وخت خورا مخکې زیږېدلو ماشومانو لپاره ګټور وي چې د ۲۲–۲۳ اونیو د حمل عمر لري، هغه چې د لوړې مړینې او ناروغۍ له خطر سره مخامخ وي.

څرنګه چې دا د نامه د غوؤۍ د شریان پر ځای له رګ څخه وینه وباسي، نو ډاکټران ډېر وخت لري چې ماشومان د مایکالیسکا مصنوعي پلاسنټا کې ځای په ځای کړي.

دا ډاکترانو ته دا فرصت ورکوي چې له زېږون وروسته د ماشوم روغتیا وارزوي او یوازې تر ټولو ډېر ناروغ ماشومان د ازموینې برخې ته ولېږدوي. همدارنګه، ماشومان لومړی په دودیزه توګه تداوي کېدی شي او که په ښه وضعیت کې نه وي، بیا وروسته مصنوعي زیلانځې ته انتقال شي. د مايکالسکا سیستم د نورو دوو ټېکنالوژیو برعکس دا امکان ورکوي چې مور خپل ماشوم په طبعي ډول وزېږوي.

هره ټېکنالوژي چې مخکې تجربوي ازموینو ته ورسېږي، احتمالاً به لومړني ګډونوال هغه ماشومان وي چې د ۲۴ اونیو له حمل نه مخکې زېږېدلي وي او د دوديزو درملنو له لارې د ژوندي پاتې کېدو امکانات یې ډېر کم وي.

مایکالسکا وايي: "زه فکر کوم چې دا ټېکنالوژي به له وخت مخکې زیږون په برخه کې انقلاب راولي، او مصنوعي پلاسینټا او ایکسټینډ طریقې به په کلینیکي تمرین کې بشپړوونکي وي.

"خو دا هم له له احتمالي خطرونو خالي نه ده او دا خطرونه باید د خونديتوب په لومړنیو تجربو کې وارزول شي. زما په اند، د دې ټېکنالوژۍ لومړنۍ کارونه باید د هغو ماشومانو لپاره وي چې د ژوندي پاتې کېدو ډېر لږ موکه لري او وروسته له دې چې خطرونه او ګټه یې معلومه شوه، نورو له وخت خورا مخکې زیږېدلو ماشومانو ته پراخه شي."

که بریالۍ شي، نو دا درې واړه ټېکنالوژۍ به هغو والدینو ته د هیلې یوه خورا اړینه لاره وړاندې کړي چې په ناڅاپي ډول له وخت مخکې د زیږون له خطر سره مخامخېږي.