سراج‌الدین حقاني: د افغانستان امن د سیمې او ټولې نړۍ امن دی

د ویډیو تشریح، سراج‌الدین حقاني: د افغانستان امن د سیمې او ټولې نړۍ امن دی
سراج‌الدین حقاني: د افغانستان امن د سیمې او ټولې نړۍ امن دی

د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د سیمې او نړۍ هېوادونه دې ته رابللي چې په افغانستان کې د امن او ثبات له پایښت سره مرسته وکړي.

هغه ویلي، "د افغانستان امن د سیمې او نړۍ امن دی او ناامني یې د سیمې او ټولې نړۍ ناامني ده."

ښاغلی حقاني دا څرګندونې شنبه (د فبرورۍ ۱۴مه) د پولیسو له بنسټیز مسلکی کورس د فراغت غونډه کې کړې دي.

هغه زیاته کړې، چې د افغانستان ګاونډیان، سیمه او نړیوال باید داسې تګلارې او پالیسۍ غوره کړي، چې د افغانستان کې له امنیت او ثبات سره مرسته وکړي.