ذبیح‌الله مجاهد سره د پاکستان وروستیو بریدونو په اړه مرکه

د ویډیو تشریح، ذبیح‌الله مجاهد سره د پاکستان وروستیو بریدونو په اړه مرکه
ذبیح‌الله مجاهد سره د پاکستان وروستیو بریدونو په اړه مرکه

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له بي‌بي‌سي سره مرکه کې وپوښتل شو، د یوه نظام او حکومت په توګه فکر نه کوئ تاسو د خپلو خلکو خوندي ساتلو کې پاتې راغلي یاست؟

هغه وویل "موږ به د خپل ولس دفاع وکړو، جنایت جنایت وي چې پېښ شي نو دفاع به یې کېږي."

عنایت الحق یاسیني له ښاغلي مجاهد سره د پاکستان "خاصې کړۍ" پر ټکي هم غږېدلی چې د ننګرهار او پکتیکا بریدونو ته هغه په خپل لومړي غبرګون کې کارولی و.

په مرکه کې دا هم پوښتل شوي چې ایا د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سعودي په منځګړیتوب د سولې خبرې له منځه تللې؟