د ننګرهار ګرديکڅ کې د پاکستان له هوايي برید وروسته وضعیت
د ننګرهار ګرديکڅ کې د پاکستان له هوايي برید وروسته وضعیت
د ننګرهار د بهسودو ګرديکڅ کې د پاکستان د تېرې شپې له هوايي برید وروسته د ځینو بېدرکه کسانو لټون لا روان دی. په دغه برید کې د یوې کورنۍ د ۱۸ غړو د وژل کېدو خبر ورکړ شوی دی.
خپلوان یې وايي وژل شوي ملکیان او کردندګر وو.
خو اسلام اباد وايي، د تېرې شپې بریدونو کې یې د ترهګرو اووه پټنځایونه په نښه کړي او وسلهوالو ته یې مرګژوبله اړولې ده.



